د کندهار د ولايتي شورا د وژل شوي غړي مرکه
د کندهار د ولايتي شورا يو تن غړى محمد يونس "حسيني" چې د کندهار ولايت د اهل تشيع څخه و، د کندهار د ښار په اوله ناحيه کې د ناپېژاندو وسله والو لخوا ووژل شو. د کندهار څخه خپرېدونکې دوه مياشتنۍ "ښکلا" پرله پسې درويشتمه ګڼه (چې په دې وروستيو کې له چاپه راوتې ده) کې د نوموړي يوه مرکه خپره شوې چې مهمې پوښتنې او ځوابونه يې دلته خپروو:
پوښتنه: ويل کېږي چې ټاکنو کې زياتې درغلۍ وشوې، تاسو څومره د خلکو د رايو پر بنسټ شورا ته راغلاست؟
ځواب: څنګه چې له هيڅ ډلې او ګوند سره تړلى نه يم نو سل په سل کې يقين لرم چې خلکو رايه راکړه او زه د ځان په باره کې د درغلۍ کوم څه نه وينم.
پوښتنه: تاسو چې د خپل کمپاين په ترڅ کې له خلکو سره ژمنې کړې وې، اوس چې له خېره سره بريالي شوي ياست نو خپلې ژمنې مو څومره پورېه کړې دي؟
ځواب: په ډېر تاسف سره به درته ووايم، هغه ژمنې چې مې خلکو ته ورکړې وې، هغه هيلې چې خلکو راته درلودې، هغه هيلې چې ما د افغانستان په تېره بيا د کندهار لپاره درلودې، هغه مې پوره نکړاى شوې.
پوښتنه: ولې؟
ځواب: ګوره موږ بايد اجرائيه، مقننه او قضائيه ځواکونه ولرو. نن اجرائيوي ځواک يو مخ فلج دى، هغه څه چې مقننه ځواک يې وړاندې کوي له بده مرغه چې د اجرائيوي ځواک له خوا نه منل کېږي. زه څليرويشت ساعته له خپلو خلکو سره يم. آن زه خپله، زما باډي ګارډان، زموږ دوستان خپل امنيت په خپله ساتو. دولت ضعيف دى، سل په سل کې ضعيف دى، دا يو سياسي ټکى دى چې ولې ضعيف دى، اوس يې نشم درته ويلاى.
پوښتنه: راتلونکي کې څه فکر کوئ چې خپلې ژمنې به پوره کړاى شئ؟
ځواب: زه څښتن تعالى ته هيله لرم. نن ولسمشر ټاکل شوى، پارلمان او ولايتي جرګې جوړې شوي. که خداى کول افغانستان به جوړ شي، مګر دغه پردي هېوادونه چې پرون راغلل، زه نه پوهېږم چې نن ولې ناغېړۍ کوي؟ چاودنې ورځ په ورځ ډېرېږي. ټپيان چې روغتون ته وړل کېږي، هلته درمل نه پيدا کېږي، زه هغه ژمنې چې پرون افغانانو ته ورکول شوې وې، وروسته تر ولسمشر ټاکنې، پارلمان او ولايتي جرګو دا حالات ولې منفي خوا ته لاړل؟
پوښتنه: ولې دا هر څه سرچپه روان شول؟
ځواب: دا يو سياسي ټکى دى چې اوس يې درته نشم ويلاى.
پوښتنه: مخکې کندهار په ټول افغانستان کې د بيا رغونې يوه بېلګه وه، خو اوس چې بدلونونه راغلل، واليان بدل رابدل شول، دا بيا رغاونه په ټپه ودرېده. دا ولې؟
ځواب: ښاغلى ملا محمد عمر صاحب د طالبانو مشر و او جناب حامد کرزى د افغانستان د اسلامي جمهوريت مشر دى، دى هم د کندهار دى او هغه هم د کندهار و، نو بايده خو دا وه چې کندهار ورځ په ورځ پرمختګ کړى واى، خو ورځ په ورځ شاته ځي. نه پوهېږم چې دا ولې او د کوم سياست له مخې دا کار کېږي. زه همدا نيم ساعت مخکې له يکلينګ، مير بازار او ګونديګان څخه راغلم، هلته د چيښلو اوبه نه وې.
پوښتنه: تاسو د دغې ستونځې او پر شاتګ په اړه پخپلو مجلسو کې نه ږغېږئ؟
ځواب: څو څو ځله مو مجلس کړى دى خو له بده مرغه کار نه دى شوى.
پوښتنه: پايله به يې څه وي؟
ځواب: که همداسې کار مخته لاړ شي نو فکر کوم چې نه يواځې په کندهار بلکې په ټولو ولايتو او پارلمان کې به هم دا کار مخته لاړ نشي.
پوښتنه: نو ستاسو له خبرو دا پايله اخيستلاى شو چې د کندهار ولايتي شورا يوه ناکامه شورا ده؟
ځواب: که په پرتليزه توګه وګورو د ولايتي شورا د جوړېدو په دوو مياشتو کې مو ډېر کارونه کړي دي. د ډنډ، کرز او اولې ناحيې د سړکانو کار مو پېل کړ، د پاتاب کار مو پېل کړ او نورو ځايو کې مو هم ډېر چټک کار پېل کړ. په ارغنداب، نېش، غورک او پنجوايي کې به بديل معيشت سره کارونه پېل کړل، خو ناکام شول. نن يې پېسې درک نلري. فرانسويان راغلي وو چې زېږنتون جوړ کړي خو ټول سامانونه او تجهيزات ورک شول.
پوښتنه: يانې دا مانا چې د کندهار ولايتي شورا ناکامه ده؟
ځواب: اوس خو زه شخصاً خپله ناکام يم، په دغه ډول چې اوس کارونه روان دي، چې زما له نورو همکارانو سره خبره ونه نښلي زه فعلاً شخصاً خپله ناکام يم.
پوښتنه: نو په اخير کې به مو وروستۍ هيله له خلکو او شورا څخه څه وي؟
ځواب: له رييس دولت صاحب څخه مې دا هيله ده چې له پرديو هېوادو څخه مرستې راځي په رښتيا سره دې په کندهار کې ولګېږي. له رييس دولت صاحب څخه مې جدي هيله ده چې د کندهار د امنيت په اړه جدي اقدام وکړي او بيا رغاونې ته جدي پاملرنه وکړي.