د حج په مناسبت د اسلامي انقلاب د ستر لارښود ايت العظمی سيد علی خامنه اي پېغام
پښتو ژباړه: عبدالرحيم درانی ( مردان- کوزه پښتونخوا)
بيا کتنه: انور شاهين خانخېل (پېښور- کوزه پښتونخوا)
دا د ايران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود ايت الله العظمي سيد علي خامنه اي لخوا د اسلامي نړۍ د مسلمانانو لپاره هغه برخليک ټاکونکے پېغام دے چې د عرفې مبارکې په ورځ و عرفات په دشته کښې د نړۍ له ګوټ ګوټ نه راغليو حاجيانو ته واورلے شو
بسم الله الرحمن الرحيم
و الحمد لله رب العالمين والصلاه علي سيد المرسلين و علي آله الطيبين و صحبه الصادقين
د حج ورځې د هر کال په شان له معنوی بشارتونو سره رارسيدلې دي او اسلامي نړۍ ته قيمتي فرصت په لا س ورغل دے که څه هم له هر ځايه ليواله زړونه هغه لور ته ا لوځي خو هغه نيکمرغه کسان چې دغه ارمان يې پوره کيږ ي ډير کم دي او دا پخپله د دغه تل روانې چينې د هميشني پيوستون سبب دے
د يار په کور کې د وروڼو کلنے ديدار زړونه له يو پلوه د خلقت له قبلې او له بل اړخه له جدا شويو يارانو سره بيا پيوندوي او د اسلامي امت په تنه کې، هم يې په معنويت کې او هم يې په سياست کې نوے روح پوکي .
له مادي ککړتياؤ پاکي او په هر ځاے او هر کار کې پرله پسې د خداے ديدار که څه هم دحج په يو څو ورځو کې ولې نه وي خو د انسان لپاره لويه توښه ده د حج ټول اداب او دستورې د دې لپاره دي چې حاجې دغه معنوي تجربې ته ورسيږي او دغه خوند د زړه له تله احساس کړي .
په سياسي برخه کې په حج کې اصلي چورليز د اسلامي امت د يو موټي هويت او شناخت ښودل دي له يو بله د وروڼو ليرې والے بدغواړو ته ميدان پريږدي او د مسلمانانو تر مينځ د نفاق تخم زرغونوي .
اسلامي امت له بيلابيلو توکمونو اوقامونو او د مختلفو مذهبونو له منونکو جوړ دے دا تنوع چې د زمکې په حساسه برخه کې د جغرافيائي تيتوالي په شکل کې موجود دے د دغه لوي امت د طاقت ذريعه جوړيدى شي او کولې شي د هغوي ګډ تاريخ ميراث او کلتور په دغه لويه ساحه کې لا فايده من کړي او له ډول ډول انساني او طبئعي وړتياؤ او استعدادونوڅخه د هغوي په خدمت کې کار واخلي .
لويديځ ښکيلاک اسلامي هيوادونو ته د راتګ په وخت همدغه ټکے په نظر کې نيولے او په يوهيړ يې تفرقه او بېلتون اچونکې انګېزې لمسولي دي .
استعمار ګر سياستوال ښۀ پوهيدل چې که د اسلامي امت يو هيړے او يو موټے هويت جوړ شي نو د هغوي د سياسي او اقتصادي ولکې لاره به بنده شي نو په پرله پسې او اوږد مهاله هڅو سره يې په مسلمانانو کې اختلافاتو ته لمن وووهله او د دغه سپيره سياست په سيور ي کې يې د عامو خلکو له غفلت او د سياسي او کلتوري واکمنانو له سست عنصرۍ څخه ګټه پورته کړه او په اسلامي هيوادونو باندې د سلطې لپاره يې خپل کار پر مخ بوتلو .
په تيرې پيړۍ کې په اسلامي هيوادونو کې د ازادي غوښتونکو غورځنګونو ځپل او په دغو هيوادونو باندې د خيټې اچولو لپاره د استعمارګرو پرمختګ او په هغو کې د ظالمو حکومتونو جوړول يا پياوړي کول، د طبيعي منابعو چورول او د انساني ځواک نابودول او په نتيجه کې د سائنس او ټېکنالوجۍ له قافلې څخه د مسلمانو امتونو شاته پاتې کول ټول د تفرقې او بيلولو په وسيله چې کله کله دشمنۍ او ورور وژنې ته رسيږ ي تر سره شوي دي .
د اسلامي بيدارۍ په پيل سره چې سريزه يې په ايران کې د اسلامي جمهوريت راتلل وو د لويديځ استعماري کېمپ له لوے ګواښ سره مخامخ شو د لويديځ او ختيځ د سياسي مکتبونو ماته او د هغو ارزښتونو چې استعمار پالو د بشريت د خوشبختۍ يوازينۍ وسيله ګڼله غلط ثابتيدلو په اسلامي امت کې د اسلامي ځان پيژندنې جرړه وزغلوله او د دغه الهي شمې د مړې کولو لپاره د مستکبرانو پرله پسې ناکاميو د مسلمانو امتونو په زړونو کښې د اميد نيالګے راوټوکاوۀ .
ننني فلسطين ته کتنه چې پکښې ( له صهيونسټي نيواکه د ازادۍ ) د بې داغه اصل ولاړ دولت واک ته رسيدلے او په تېر وخت کښې د فلسطين د ولس له بې وسۍ او پرديسۍ او ګوښه توب سره د هغه پرتله ، لبنان ته نظر چې پکښې سر په تلي مسلمانان وتوانيدل چې د اسرائيلو تر غاښ سنبال پوځ ته سره دهغو ټولو مرستو چې امريکې لويديځ او منافقانو ورسره کولې ماته ورکړي او له هغه لبنان سره دهغۀ پرتله چې صهيونسټانو چې هر وخت به يې زړه وغوښتل بې له خنډه به په دغه هيواد کې مخکې روان وو.
عر اق ته يوه کتنه چې غيرتمن ولس يې د غاورې امريکې پوزه په ځمکه راکاږله او هغه فوځ او سياستوال يې چې په کبر او غرور سره به يې په عراق د خپل مالکيت خبره کوله ، په سياسي فوځي او ا قتصادي جبۍ کې ګېر کړ ي دي او له هغه عر اق سره د هغه پرتله چې خونړي واکمن يې د امريکې په مټ خلک سا ا خستلو ته نه پريښودل ،
افغانستان ته نظر چې په هغۀ کښې د امريکې او لويديځ ټولې ژمنې دروغې او غولونکې ثابتې شوې او د لويديځ د متحدې جبهې کم سارې لښکر کشۍ پکې د هيواد له ويجاړۍ او د خلکو له بيوزلۍ او وژلې او د مافيا له ډيرنده طاقته پرته بل څه نه دي ډالۍ کړي .
او بالاخره په اسلامي هيوادونو کې ځوانې ټولنې او هغه زياتيدونکې او د ودې په حال کښې نسل ته کتنه چې اسلامي ارزښتونو ته په ګروهنې او له لويديځ او امريکې څخه په زياتيدونکې کرکې سره د لوئېدو په حال کې دے ........
دغو ټولو ته کتنه کولې شي د لويديځو او په تېره بيا د امريکائي مستکبرانو نسکور بخت او ماته خوړلي سياستونه ښه انځور کړي او د اسلامي او يو موټے امت او هويت د جوړيدو زيرے ورکړي .
اوس د امريکې حکومت او د لويديځ پانګه وال او مفسده صهيونست فعالان د اسلامي بيدارۍ ژوندے حقيقت احساسوي او په دې په اعتراف سره چې د دغه حقيقت په وړاندى فوځي طاقت او وسله، کارند والے نه لري په سياسي دوکو او رودو کې خپل ټول وس کاروي .
نن هغه ورځ ده چې ټول اسلامي امت که سياسي فرهنګې او ديني پوهان وي که عوام بايد له نور هر وخته زيات هوښيار اوسي او د دښمن په چلولونو پوه شي او له هغه سره مقابله وکړي .
د هغوي يو ه کارنده حيله د اختلاف د اور بلول دي هغوي د پېسو په لګولو او په بيدريغه او بوږنده هڅو سره په دې لټه کې دي چې مسلمانان په خپلو کې په اختلافاتو اخته کړي او يو ځل بيا له غفلتونو او کږ پوهنو او تعصبونو څخه په استفادې سره مونږ په خپلو کښې لاس او ګرېوان کړي
نن په اسلامي نړۍ کې هر ډول تفرقه اچوونكے حرکت تاريخي ګناه ده هغه کسان چې په ميرڅمنانه دښمنانه توګه د مسلمانانو لوئې برخې په چټي پلمو سره تکفيرويش، هغوي چې په غلطو ګمانونو سره د مسلمانانو د ځينو فرقو د سپيڅلتياؤ سپکاوي کوي هغه کسان چې د لبنان په سر تېرو ځوانانو باندې چې د اسلامي امت د سرلوړۍ سبب دي د شا له خوا په چاړۀ ګوزار کوي، هغوي چې د امريکې او صهيونسټو د خوشامند او خوښۍ لپاره د شيعه هلال په نامه د چټي خطر خبره کوي، هغوي چې په عراق کښې د مسلمان او ولسي دولت د ماتې لپاره ناکرارۍ او ورور وژنې ته لمن وهي ، هغو ي چې د حماس دولت چې د فلسطين د خلکو خوښ او منتخب حکومت دے له هر لوري تر فشار لاندې راولي که پويږي او که نه پوهيږي، داسې مجرمان دي چې د اسلام تاريخ او راتلونکي نسلونه به يې په کرکه او بده نامه يادوي او هغوي ته به د دښمن تالي څټي او غداران وائي .
د ټولې نړۍ مسلمانان دې پوه شي چې د اسلامي نړۍ د سپکاوي او شاته پاتې والي ورځې ا وس پوره شوي دي او نوے دوران پيل شوے دے دا باطل ګمان چې اسلامي هيوادونه دې بايد تل د لويديځ د سياسي او کلتوري اقتدار په منګولو کې ښکيل وي او په فکر او عمل او وګړنيز او ټولنيز کړچار کښې د هغوي پيښې وکړي پخپله د غربيانو په لاس او د هغوي د افراط او سرکشۍ له امله د مسلمانانو له ذهنونو څخه پريولل شوے دے
لويديځ په تېره بيا د امريکې له مشرۍ وروسته په ښکاره ظلمونو بې منطقه کړنو او بې خرته کبر او ا ستکبار له امله په اسلامي نړۍ کښې په يوې ارزښتي ضد چارې بدل شوے دے د فلسطين له خلکو سره د هغوي سلوک او د دې په مقابل کښې له خونړي صهيونست رژيم سره د هغوي کړچار د ايټمي وسلو په لرلو د صهيونست رژيم د اعتراف په وړاندې د هغوي دريځ او د دې په اپوټه له ايټمي انرجۍ څخه د ايران د سوله ايزې او غېر فوځي استفادې په وړاندې د هغوي دريځ، په لبنان باندې له فوځي حملې څخه د هغوي ملاتړ او او له يرغلګر سره وسله وال او سياسي ملاتړ او په مقابل کښې د لبنان له سر په تلي مدافعانو سره د هغوي دښمني ، له عربي حکومتونو څخه دهغوي پرله پسې قلنګ اخېستل او په مقابل کې د تل لپاره صهيونست رژيم ته دهغوي قلنګ ورکول، د اسلام د سپيڅلتياؤ په نسبت له سپکاوي کوونکو څخه د هغوي ملاتړ او حتي د اسلام په الهي دين باندې د پاپ په شان د لويديځ د لوړ پوړو کسانو څرګند تور لګول او سپکاوے، او په مقابل کې د هولو کاسټ او صهيونسټي موجوديت په هکله تحقيق او ترديد جرم ګڼل ، په عراق او افغانستان کې د ډېموکرېسۍ په بانه فوځي حمله او د ملکي او عام ولس وژله او ويجاړۍ او په مقابل کې په فلسطين عراق لاتينې ا مريکې او په هر ځاے کښې چې پکښې د ا مريکې او صهيونسټانو د خوښې حکومتونه نه دي راغلي د ولسوال او منتخبو حکومتونو په خلاف دسيسه او سازش او له ترهه ګرۍ او دهشت ګردۍ سره د مبارزې غوغا او په مقابل کښې په عراق او داسې نورو هيوادنو کښې له ظالمو ترهه ګرو سره پټې خبرې او حتي ورسره مرسته......... او داسې نور....
دغو نامعقولو او غليمانه اقداماتو په مسلمانانو غاړې خلاصې کړې او حجت تمام کړے دے او له اسلامي بيدارۍ سره يې مرسته کړې ده نن که د دوي زړۀ غواړ ي او که نه يې غواړي په اسلامي نړۍ کې ژور او ريشه دار خوځښت او حرکت پېل شوے دے او همدا حرکت دے چې په خپل مناسب وخت کښې به د اسلامي امت د بيا ژوندي کېدو عزت او خپلواکۍ لامل وګرځي .
دا يو ټاکونکے تاريخي پړاو دے. پوهان روڼ اندي او عالمان په دغه پړاو کې درنه دنده په غاړه لري د هغوي هر ډول کمزوري سست عنصري او دځان فايد ه لټونه او کوتاهي غميزه رامنځته کو لې شي ديني عالمان بايد د مذهبي اختلافاتو د اچولو په وړاندې غلي پاتې نه شي ، روڼ اندي دې په ځوانانو کښې د هيلې او اميد د روح په پوکلو کښې کوتاهي ونه کړي، سياستوالان او واکمنان دې بايد خلک له حقيقتونو څخه خبر وساتي او په هغوي دې تکيه وکړي . اسلامي حکومتونو ته پکار دي چې په خپلو کښې پيوستون او ويووالے زيات کړي او له دغه حقيقي قوت څخه دې د سلطه ګرو او تسلط غوښتونکو د ګواښونو په وړاندې کار واخلي .
نن د امريکې او انګلستان جاسوسي اداري په عراق، لبنان ، د افريقې د شمال په هيوادونو او په نور ځايونو کښې چې وس يې رسي په ټول طاقت سره د مذهبي اختلافاتو د تخم او وائېرسو د شيندلو په حال کښې دي د حج غونډه بايد مونږ د دغه وژونکو بيماريو په وړاندې واکسينه کړي او هميشه د ( وَ اَطيِعو اللهَ وَ رَسُولَهُ وَ لا تَنازَعُوا فَتَفٌشَلُوا وَ تَذٌهَبَ ريحُکُم و اصٌبِرو اِنَّ اللهَ مَعَ الصَّابِرين ) ايت شريف د ستر ګو مخې ته ولري .
نن له مشرکانو څخه براءت او د کرکې څرګندول د ټولو مسلمانو امتونو د زړۀ او فطرت غږ دے د حج ورځې يوازينےفرصت او موقع ده چې دغه اواز د دغو ټولو ولسونو لخوا پورته شي .
دا فرصت غنيمت وګڼئ او د اسلامي امت او د مهدي موعود سلام الله عليه و عجل الله فرجه د راتګ او ظهور لپاره د بيړې او تعجيل په دعا سره له هر ې غاړې ځانونه په دغه لوے درياب کښې ووينځئ .
ستاسو ټولو لپاره د توفيق نيکمرغۍ او د قبول شوي حج دعا کوم .
سيد علي خامنه اي
د ١٤٢٧ هجري قمري کال د ذي الحجې دريمه
(مطابق) د ١٣٨٥ هجري نمريز کال د مرغومي دريمه .