د لوے څښتن په نامه
سلمان رشدی ته د (( سر ))خطاب؟
ليک: انور شاهين خانخېل ( پېښور کوزه پښتونخوا)
برېښناليک: shaheenkhankhel@yahoo.com
له اسلام سره د کفر او په تېره بيا نړيوال استکبار چې په سر کښې يې امريکه، انګرېز او صهيونېسټ رژيم دے دښمنی څه نوې خبره نه ده بلکې دغو دريو واړو شېطانی قوتونو د خپل وجود د پېل له وختونو څخه د اسلام او مسلمانانو په خلاف د دښمنۍ ابتداء کړې ده او څومره چې وخت تېريږی دغه دښمنی يې لا زياتيږی. دغه شېطانی قوتونه په مخلتفو طريقو او رودو سره له اسلام او مسلمانانو سره خپلې دښمنۍ ته عملی رنګ ورکوی. په افغانستان او عراق باندې له نېغ په نېغه تيری او قبضې په شان اقداماتو نه علاوه په نور سازشونو او دسيسو سره هم غواړی چې اسلام او مسلمانان کمزوری کړی. لکه په مسلمانو هېوادونوکښې  خپل لاس پوسی واکمنان کښېنول، مختلفو سياسی، مذهبی او کلتوری ګوندونو او تنظيمونو مشران د پېسو په لالچ، په عېش او عشرت او بلېک مېلنګ سره د خپلو موخو او هدفونو لپاره استعمالول. په دې سربېره په اسلامی هېوادونو کښې داسې افراطی مذهبی ګوندونه او تنظيمونه جوړول چې له هغوی څخه داسې کارونه واخلی چې د اسلام د مبين دين څېره پرې داغداره کړی چې غټ مثالونه يې د طالبانو ډله او القاعده ده، همدا رنګ په اسلامی هېوادونو کښې مسلمانان د مذهبونو يا قومونو په نوم جنګول،  او دغسې بې شمېره دسيسې دی چې په نړۍ کښې د اسلام او مسلمانانو په خلاف روانې دی. همدا رنګ د نړۍ په خاصه توګه د مسلمانو هېوادونو د چاپی او برېښنائی رسندويو د مسئولانو او د قلم د خاوندانو اخېستل او چلول هم د دغو استکباری قوتونو له سازشونو او دسيسو څخه يوه حربه ده چې سلمان رشدی نومې هندی نسل برطانوی ښاريز هم له دغو څخه يو دے چې د دوی په سازش سره يې د خداے د ګران رسول (ص) په سپکاوی کښې ((شېطانی ايتونه)) نومې ناول وليکۀ چې د نړۍ د مېلينونو مسلمانانو زړونه يې ارې ارې کړل او د خداے د ګران رسول (ص) عاشقانو د اوښکو په ځاے وينې اوڅڅولې.
     دغه وخت د خداے د ګران رسول (ص) يو نمسی، د اسلامی نړۍ يو بوډا اتل او انقلابی دينی عالم سيد روح الله چې په امام خمېنی مشهور ؤ د خپل نيکۀ او د اسلام د خوږ پېغمبر سرور کائنات حضرت محمد مصطفی (ص) سپکاوے و نه زغمې شو او د مرتد په حقله د خداے پاک حکم يې د سلمان رشدی ملعون په خلاف د يوې تاريخی فتوې په شکل کښې جاری کړ چې دلته غواړم د امام خمېنی (رح) د دغې تاريخی فتوې د متن پښتو ژباړه وړاندې کړم:
جماران – د سلواغې ٢٥ نېټه ١٣٦٧ هجری نمريز کال
د شېطانی آيات کفريه کتاب ليکوال سلمان رشدی د قتل فتوی
 
د لوے څښتن په نامه
انا للّه و انا اليه راجعون
د نړۍ ټولو غېرتمنو او ننګياليو مسلمانانو ته دا اطلاع رسوم چې د شېطانی آيات کتاب چې د اسلام او پېغمبراکرم (ص) په خلاف ليکل شوے او خپور شوے دے مولف او همدا رنګ د کتاب له محتوا نه خبر خپروونکی دې قتل کړې شی
     له غېرتمنو مسلمانانو څخه غواړم چې دوی يې د نړۍ په کوم يو ځاے کښې هم وموندل نو په چټکتيا سره دې يې ووژنی چې بل څوک د مسلمانانو د مقدساتو دسپکاوی او توهين جرات و نه کړی. او هر څوک چې په دې لار کښې ووژل شو انشاء الله شهيد به وی.
     بله دا چې که يو کس د کتاب مولف ته رسېدې شی خو د هغۀ د قتل توان نه لری نو هغه دې خلقو ته وښئ چې د خپلو اعمالو سزا ته اورسيږی.
                                                 والسلام عليكم و رحمة اللّه و بركاته
د دې فتوې په جاری کېدو سره که له يوې خوا د نړۍ په ګوټ ګوټ کښې د مسلمانانو په زړونو کښې د اميد او هيلو ډيوه بله کړه او مسلمانانو په احتجاج لاس پورې کړ او د دغه ملعون مولف د وژلو غوښتونکی شول نو بل طرف ته لويديځو او اروپائی ملکونو په ايران باندې دباونه شروع کړل چې دا فتوا دې واپس واخلی خو امام خمېنی (رح) يې دغې تاريخی فتوې اخېستو ته مجبور نه کړې شو بلکې هغوی ورته په واضحو ټکو کښې وويل چې دا د خداے پاک يو حکم دے چې بايد اجرا شی او څوک د دې حکم د واپس اخېستو جرات نه شی کولې. چې هر کله هغوی شول چې دا فتوا په هيڅ شان واپس نه اخلی نو بيا يې دا مشهوره کړه چې امام خمېنی (رح) ويلی دی چې که د شېطانی آيات کتاب مولف توبه ګار شی او له مسلمانانو نه معافی وغواړی. نو دا فتوا به واپس واخلی. خو د وخت ويښ او بېدار مسلمان لارښود د دغو شېطانانو په دې چلولونو پوهېدو نو سمدستی د امام خمېنی (رح) له دفتر نه په لاندې يوه پرېکنده بيانيه خپره شوه چې پښتو ژباړه يې په دا ډول ده:
د سلمان رشدی د قتل د واجب کېدو او د اوازو د دروغ بللو په حقله د ايران  مسلمان ولس او نړۍ ټولو مسلمانانو ته په خطاب کښې د امام خمېنی (رح) د دفتر خبرتيا (٢٩ سلواغه ١٣٦٧ هجری نمريز کال )
د لوے څښتن په نامه
د بهرنيو استعماری ډله ايزو رساندويو په دروغه د اسلامی جمهوری حکومت په مسئولينو پورې دا خبره غوټه کړې ده چې که د شېطانی آيات نومې کتاب ليکوال توبه وباسی نو د هغۀ د قتل حکم به ختم کړے شی.
امام خمېنی (مد ظله ) وفرمايل چې دا موضوع سل په سلو کښې دردغ ده او که  سلمان رشدی توبه وباسی او د زمانې يو زاهد کس جوړ شی نو بيا هم په هر مسلمان باندې واجب دی چې که له سر او مال نه په تېرېدو هم وی هغه دې جهنم ته واصل کړی.
     حضرت امام زياتوی: که يو غېر مسلمان د هغۀ له ځاے نه خبر شی او د دې خبرې توان لری چې هغه له مسلمانانو نه زر قتل کړی نو په مسلمانانو واجب دی چې هغه څه چې د دې عمل په بدله کښې هغه (د سلمان رشدی غېر مسلمان قاتل) وغواړی هغۀ ته دې د دې عمل په انعام کښې يا د اجرت په توګه ادا کړی.
  دلته غواړم چې هغه څو شعرونه وړاندې کړم چې کوم ما بنده د امام خمېنی (رح) لخوا د فتوې له صادرېدو وروسته په هم هغو ورځو کښې ويلی وو او ځينو پښتو رسندويو کښې خپاره شوی وو:
شېطـــــان راغے پـــــه جامــــه کښې د انسان
لـــه رشـــــدی نــــــه امان غواړی سم شېطان
په نبی پورې مــــــو ټـــــوقـــې مسخرې کړی
حقيقـــــت کښې دغـــه کار دے د شېـــــطان
امريکــــــــه او انګـــــــريزان د دۀ مـــــلاتړ دی
د اســــــلام چــــــې ازلـــــــــــی دی دښمنـــــــان
د اسلام خلاف جوړ کړے دوی سازش دے
چــــــې بدنــــــام نـوم د اسلام کړی په جهـــــان
کفــــر کفـــــر دے ګيله به ترې څوک څه کړی
کـــړی مــــــلاتړ يې تش پـــــــه  نوم مسلمانان
آفـــــرين پــــــه خمېنی غـــــــونــــــدې رهبر شه
هـــــر فـــــرعون لـــــــره مـــوسی شته په جهان
پــــــه يــــــوه فتوا يــــــې کــــــفر په لړزان کړو
کافــــــران ټـــــــول د ايــــــران شــول دښمنان
کــــه اســــــلام تــــــه کفر يو شی فکر نشته
چــــې مـــوجود وی خمېنی غوندې انسان
پــــه مغــــرب او په مشرق يې پروا نشته
دې پـــــه ديــن د پېغـــــمبر دے نېغ روان
دا قوت دے د ايمان څه نور څـــه نه دی
د شــــاهين دے پـــــه الله بانــدې ايمان
  په هر حال چې هر کله دغو ټولو کفری او استکباری قوتونو ته چې د سلمان رشدی ملاتړ او ملګرتيا يې کوله پته ولګېده چې اوس خبره پخه شوه نو په ايران باندې د لا دباو راوړلو لپاره ټولو په يو هيړ له ايران سره سفارتی تعلقات پرې کړل او خپل سفيران يې خپلو هېوادونو ته راوغوښتل او د سلمان رشدی سخت حفاظت يې شروع کړ او هغه يې په مخفی خانو کښې په ساتلو سره په هغۀ باندې ډېرې غټې پېسې خرچ کول پېل کړل.
     همدا رنګ يې د ځينو عربو حکومتونو په ذريعه چې اکثر وهابی او سلفی فکره دی او د هغوی د فکر مطابق شيعه او سنی دواړه مشرکان او کافران دی د امام خمېنی (رح) او شيعه ؤ مسلمانانو په خلاف په سنی ټولنه کښې يو خوزښت شروع کړ او ناروا ناروا فتوا بازۍ يې پېل کړې چې په دې طريقې سره د امام د فتوې اثر ختم کړی خو د دغې فتوې اثرات يې په دې چلولونو سره هم ختم نه کړې شول. بيا چې کله امام خمېنی (رح) له دنيا نه رحلت وکړ نو دغو استکباری قوتونو بيا اوازه خوره کړه چې د امام صېب په وفات سره دغه فتوا ختمه شوه او د ايران حکومت ته پکار دی چې له دغې فتوې نه لاس واخلی، خو د ايران د اسلامی جمهوريت مشرانو ورته په صفا ټکو کښې وويل چې دغه فتوا د امام خمېنی (رح) ذاتی حکم نه ؤ بلکې دا د خداے پاک يو حکم ؤ چې هغۀ اعلان کړ او دا حکم تر قيامته پورې نه شی ختمېدې.
     نو بس دغو شېطانی قوتونو سره بې له دې نه چې د ايران په خلاف خپلو سازشونو ته نور زور ورکړی او د سلمان رشدی ملعون حفاظت لا زيات کړی بله لاره پاتې نه شوه او هم دغه وجه ده چې سلمان رشدی تر ننه پورې په ډېرو سختو حفاظتی ځايونو کښې ساتل کيږی او هغه د ژوند هره ګړۍ په ويره تېروی او د هغۀ لپاره د ژوند هره شېبه د ځنکدن ګڼل کيږی.
     همدا رنګ له اسلام او مسلمانانو سره د دغو استعماری قوتونو دښمنی او کينه هم ورځ په ورځ زياتيږی او د همدغې کينې او دښمنۍ له مخې ده چې په تېرو ورځو کښې د بوډا انګرېز سامراج لخوا د شېطانی آيات کتاب ليکوال ته د (( سر )) تر ټولو لوے خطاب ورکړے شو. او په ډنمارک او نورو اروپائی هېوادونو کښې د رسول اکرم (ص) په سپکاوی کښې د کارټونونو د خپرېدو زخمونه لا تازه وو چې په دې اعلان سره يو ځل بيا د نړۍ د مېلينونو مسلمانانو په زخمونو باندې مالګه اودړلې شوه او د خداے د ګران رسول (ص) د عاشقانو له سترګو بيا وينې روانې شوې. 
      خو ډېره د افسوس خبره ده چې نن د نړۍ په ګوټ ګوټ کښې که له يوې خوا مسلمانان دغو شېطانی قوتونو په وير ګډ کړی دی نو له بلې خوا يې په خپلو کښې له يو بل سره لاس په ګرېوان کړی دی چرته يې د مذهب په نوم جنګوی نو چرته يې د قوميت په نامه، چرته يې په معاشی توګه وژنی نو چرته يې د سياسی لوبغاړو په رحم و کرم پرېښی دی. او د اسلام او مسلمانانو له ګډو مسائلو نه يې لرې په خپلو خوالو کښې ډوب کړی دی. خو بيا هم نا اميده نه يو او هيله ده چې د دغو شېطانی قوتونو مکروهې څېرې چې په سر کښې يې ستره شېطانه امريکه ده په دا ډول اقداماتو سره لا څرګندې شی او مسلمانان به د غفلت له خوبه راپاڅی او خپل دوست او دښمن به اوپېژنی او په خپلو کښې به سره د مينې، ورورولۍ او يووالی لاسونه ورکړی.
     او دا هيله هم کيږی چې سلمان رشدی ته د بوډا انګرېز سامراج لخوا د (( سر )) خطاب به د هغۀ په سر خوړو سره تمام شی او همدا رنګ به د ارواښاد امام خمېنی فتوا چې په اصل کښې د خداے پاک همېشنے حکم دے او اوس هم قائم دے عملی شی.