چـــــې بې تا چــــــاته ټيټ نـه شي نګيالى زمــــــا ژونــدون كـړه
زړه زمـــــا دې مسلمــــان وي تفـــكـــــر مـــــــې دپښتــــــــون كړه
زه لـــــه وخته ګيلـــــه نـــــــــه کـــــــړم چې ښادي يې له ما يـــــوړه
خـــــــوکاروان مــــــې د هـــمت او استقــلال بېرته راستون کړه
کـــــــوم ســـبا چــــې راروان دى چې لــــــه نــن سره ګډ نـــه شي
زمــــــا نـــــــن واخـــــــله پرون کړه اود نـــــــن په ځــاى پرون کړه
پـــــــــــه تبجـــــــــنه زمــــــانــــــه کــــې دحــــــــالاتو زبــېرګي اورم
تـــــه حکمت زمـــــــاد خضـــــــــــــــــر،اندېشه د افـــــلاطون کړه
خـــــدايه زيــــــات کړې يو پــــــه لسه د پښــتـــو دليـــــــلا حسن
بيـــــــــا زمــــــا مينه هم زياتـــــه يوپــــه لــسه تر مجنـــــــــون کړه
راعطـــا لکه دګل کـــــــړې جميـــــعت پـــــه پريــــــشانۍ کښې
چې حاصلـــــه ترې خنداوي،خــوښ مې هغه زړه چاودون کړه
پـــــه ګلـــشن يې کــــــړې بـــــــــدلې ،دا زمـــــــا واړه شـــــــــــډلې
هـــــريو زړى دمـــــلت مــــې،تيغ په لاس کــــې رازرغـــــون کـړه
زه دې وچ هډوكـــــي شپېلـــم خو مـــــلت مې دې سلطــان وي
دا زمــــــا د سخــــــن سيـــورى په مــــــــانا كې همـــــايـــــون كړه
چې احــــــــساس دکــــمترۍ مــــې شو د غـــــير لــــــه تهـذيبونو
دا چينجې د دق او ســـــــل مې لــــه کالــبوت ځــنې بېرون کړه
شعرونه