انور شاهين خانخېل (پېښور)
ملګــــــــرو راشئ چــې لـــــه صفـــره ابتـــداء وکـــــړو
اول ځـــــــان ســـــــم کړو هله نورو تـــه تابيا وکــــــړو
حـــــق وينو پېژنو د حــــــق پـــــــه لاره تګ نـــــه کوو
څنګه بـــــــــه طمه مــــــــونږ له حقه د بريـــــا وکــــــړو
بــــې لـــــه کــــــرداره ګفتــــار هيڅکلـــــه اثر نه کوی
پس لـــــه کــــــــرداه ښائی خــلکـــــو ته وېنـــــا وکـړو
منـــــم اول ده عـقيـــده خــــــــو لـــــه عمـــــله ســــــــــره
چــــې ښــــکاره نه وينو بـــاور پــه پټ د چـــا وکـــړو
ځان پسې بل پسې مـــــو ډېـــرې خنداګانې وکــړې
بس دے راځئ چې خپل خالق ته اوس ژړا وکـــــړو
چې رانه تېر شول او په وخت باندې ادا مو نه کـړل
خېرد ے قبول دی خو که مـــــــــونږه يـــې قضا وکــړو
حق شو ثابت نـور بـــه اوس څــــه پسې دليــل لـټوو
چـــې حــــــــزب الله وکـــــړه هــــــم هغسې ادا وکــــړو
چــې قول او فعل يې دواړه يوشی د الله پـــه فضل
راځــــئ مــــلګرو چــــې شـــاهين تــه هم دعا وکـــړو
04.10.2006
- jarga
د مهربان او بخښونکی لوے څښتن په نامه
څه موده مخکښې وزير اعلی ښاغلی اکرم خان درانی صېب لخوا تر اتمه پورې د پښتو د مضمون د لازمی کولو اعلان شوے ؤ چې لا تر اوسه يې ورته د عمل جامه وانه چولې شوه خېر د واکمنانو د وعدو نه پوره کولو عادت زړه خبره ده خو په هر حال دغه اعلان که له يوې خوا د خوشحالۍ يو خبر ؤ نو له بلې خو د غور او فکر وړ خبره وه. د پښتو متل دے چې مرګ ته يې ونېسې نو تبې ته غاړه ايږدی. نو بس همدا کار له پښتو او پښتنو سره په خپل وطن کښې شوے اوکيږی او زمونږ خوږې پښتو سره دومره...
08.10.2006
- jarga
چـــــې بې تا چــــــاته ټيټ نـه شي نګيالى زمــــــا ژونــدون كـړهزړه زمـــــا دې مسلمــــان وي تفـــكـــــر مـــــــې دپښتــــــــون كړهزه لـــــه وخته ګيلـــــه نـــــــــه کـــــــړم چې ښادي يې له ما يـــــوړه خـــــــوکاروان مــــــې د هـــمت او استقــلال بېرته راستون کړه کـــــــوم ســـبا چــــې راروان دى چې لــــــه نــن سره ګډ نـــه شي زمــــــا نـــــــن واخـــــــله پرون کړه اود نـــــــن په ځــاى پرون کړه پـــــــــــه تبج...