ستا په محبت کې مې

هسې نوم بدنام شولو           

ته مې په لاس رانغلې

عمر مې تمام شولو

څيرې ګرېوان ګرځمه

دغه مې انجام شولو

پورې په ما ستا د عشق

تور شولو الزام شولو

عشق كې دې سردار اشنا
لاړلو ناكام شولو