ږيره زما واک يې د ملا

د ترکيې يونليک وروستۍ برخه

ايمل (( جلال ))  د ترکيې يونليک
 
د مارچ په اتمه مو د سهار چاى د ايوب انصاري رض جامع جومات ته نېږدې په يو رستورانت کې و څښه او نهه بجې مو راته استاد وويل: نن( تاتليې) ته ځو.
تاتليه د استانبول يوه مشهوره تفرېحي سيمه ده، چې هره ورځ سلګونه ترکان  له هغې نه ليدنه کوي، موږ تقريبا نيمه ګړۍ وروسته له موټره ښکته شو او د سټېډيوم د ودانۍ په لور روان شو، تاتليې ته د ننوتو ټکت ٢٥ ډالر و او عادي وګړو نه شو کولاى، چې هلته لاړ شي.
اوس نو موږ دننه په ستېډيوم کې يو، دلته فضا بېخي بل ډول ده، دسټېډيوم لوېوالى به تقرېبا ٥٠٠٠ متره مربع وو، سر يې پوښلى او دننه د بهر په پرتله هوا يو څه توده ده، دغه ودانۍ څلورپوړيزه وه، چې په لاندې پوړ کې يې نايټ کلب او يو پلورنځى و، دويم پوړ کې رستورانټ ، درېم او څلورم پوړ يې د لوبو پرمخ تللو سامان الاتو لپاره ځانګړى شوى واو هر چا کولاى شو، چې ګټه ترې واخلي.
موږ سره يو تورک ملګرى هم و، هغه شناسي نومېده شناسي راته ددې تفرېحي سيمې په اړه داسې معلومات راکړل:
دغه تفرېحي سيمه پر ١٩٩٠ کال  د المان، فرانسې او ترکېې لخوا جوړه شوه، چې ټول پرې سل ميلونه ډالر لګېدلي او  د اروپا د مشهورو تفرېح ځايونو په کتار کې راځي( د تاتلي کلمه په پښتو کې هم د تفرېح ځاى مانا لري) شناسي په خندا وويل:((موږ غوندې غريب خلک په کال کې يوځل کولاى شي، چې دلته  راشي، لکه څنګه، چې تاسې ګورۍ دلته بې جوړې راتګ عيب دى؛ نو خلاصه مسلمانان نه شي کولاى، چې راشي که څه هم په څلورم پوړکې جومات او د اوداسه ځاى شته؛ خو څوک نه ورځي.))
موږ په همدې خبرو کې وو، چې استاد مو راته د لوبو له  سامانونو څخه د استفادې بلنه راکړه.
د سټېډيوم ښي اړخ ته الوتکې ته ورته ځايونه وو، چې د( مرګ زانګو) په نامه يادېده، ساختمان يې داسې وو، چې يوه چوکۍ يې درلوده په هغې به سړى کېناسته او زانګو به له څلورو خواونه په مزو تړل کېده او بيا به له پنځوس متره لوړې پايې نه ځمکې خواته سرچپه راتله، چې په رېښتيا هم له مرګ سره لوبې وې.
د يادولو وړده، چې نوموړې تفرېحي سيمې ځانګړي قوانين درلوده او هغه دا، چې د لسو کلونو نه د کم عمر لرونکو ماشومانو نه شو کولاى، له يادوشوو وسايلو نه ګټه واخلي، همدا راز له شپېتو کلونو نه پورته سپين ږيري  او د لوړ فشار لرونکي ناروغان ترې هم منعه شوي وو.
د لوبي هر يو پړاو دوه دقيقې دوام کولو؛ خو هېچا زړه نه کاوه، چې دې د مرګ زانګو ته ور وه خېژي؛ خو زموږ مخې ته ولاړو نجونو موږ ټول د غيرت په جوش راوړو او له ناکامه د مرګ په زانګو کې سپاره شو، دا چې په دې دوو دقيقو کې پر ما څه تېر شو يو خداى ته معلومه ده او نور ملګري مې ځکه و نه ليدل، چې زما سترګې پټې وې،  يواځې دومره پوه شوم،  چې په استاد باندې مو سر و ګرځېده او له سټيډيوم نه بهر ووتلو.
دا وخت موږ ته ښه فرصت و، ځکه ټول ملګري له بنده ازاد شول، په رېښتيا هم په سټېډيوم کې هېڅوک هم بې جوړې نه وو، دوى به يو بل سره لوبې کولې او غاړه غړۍ به پراته وو او موږ ورته کتل، ځينو يې لا مونږ پورې يوه خوله خندا هم وکړه ما له ځان سره وويل، چې دوى هم پېژندلي يو، چې هېڅ مو په سترګو نه دي ليدلي.
لنډه دا،  چې تر ماذيګره موښه ساعت تېر شو او د ډول ډول لوبو خوند مو واخېست.
ماذيګر تېر خپل کورته روان شو نري نري باران د ساحل شا او خوا فضا ښه شاعرانه کړې وه، ماښام ناوخته کور ته ورسېدو او لا ناست نه وو، چې استاد ته  مو چا ټليفون وکړ او دشپې ډوډۍ لپاره يې بلنه ورکړه، موږټولو انکار وکړ ځکه ټول  ستړي، ستومانه  وواو هغه د چا خبره( له خوږو وريجو نه راته خوب ښه و)
زموږ استاد دا کار له افغاني کلتور نه تېرى و باله او ټول يې دې ته اړ کړو،  چې ورسره لاړ شو، د ماښام ډوډۍ مو د کانټينېټل په نامه يو  نامي رستورانټ کې د شمې رڼا ته وخوړه، ځکه هلته همدا قانون و او برېښنا نه وه، دا د ترکانو يو عنعوي رستورانټ و او هر څوک نه شو ورتلاى دغلته يوه پياله شړومبې په شپېته افغانۍ وې نور خواړه؛ خو لا پرځاى پرېږده؟!
دشپې بيا د نورو شپو په څېر يوې غونډې ته لاړو هلته ګنه ګوڼه زياته وه او موږ پکې هېڅ نه ښکارېدو.
زه ديوې اوږدې څوکۍ په کونج کې کراره ويده شوم يو وخت وو چې سکندر وښورولم او راته يې وويل: پورته شه چې ملګري ټول ولاړل ته مې د ياده وتلاى وې. هملته مې د خداى(ج) ته د زړه له کومې دعا وکړه چې شکر دى چې د دوى راياد شوم که پاتې شوى واى؛ نو څه به مې کولاى، نه مې څوک پېژندو او نه زه چا پېژندم، پاسپورت او د پېژندپاڼه مې هم په کور کې پاتې وه بهر چې راووتلو ټولو ملګرو راباندې په خپل وار زړه تش کړ: يو ساعت کېږي چې تا د خان زوى ته په سړه هوا کې ولاړ يو او ته خوبونه کوې. ما هم سترګې مړې کړې چې ګويا هېڅ نه  اورم او موټرته وختلو په ټوله لارمو خوب وکړ او چې کور ته راغلو مامې استاد ته د ماسخوتن د لمانځه ياده وکړه، استاد موږ ټولو ته وويل چې ژر اودسونه وکړئ، چې جمع کوو.
په دې خبره هلکان نورهم په غوسه شو لنډه داچې لمونځ مو وکړ اوټول ويده شو. دوه ورځې وروسته بايد بېرته کابل ته  راشو، ټول خوشاله ووځکه له هر ډول امکاناتو سره سره هلته خوشاله نه وو، هېواد،کلى،کور،ملګري،کورنۍ اوترټولومهم افغاني خوړو پسې مو سترګې راوتلې.
په وروستۍ ورځ سهار لس بجې د کوره ووتو او غوښتل مو،  چې په کابل کې دکورنۍ اوملګرو لپاره سوغاتونه واخلو. د استانبول  ښار ترټولو مشهور مارکېټ ته لاړو مارکېټ ته لا نه و رسېدلي، چې د سرک ترغاړې مو يوتن ته پام شو، يوه ٣٧ کلنه ښځه پداسې حال کې چې تورې عينکې يې په سترګو دي ګيتار په لاس د دوو نورو   ملګرو په ملتيا سندرې وايې که څه هم سندرې ويل کوم عجيب اتفاق نه و؛ خو دا چې د سرک په غاړه او د خلکود ګڼې ګوڼې ترمنځ موسيقي غږول کېږي دا ټولو ته د حيرانتيا وړ وه ما غوښتل، چې استاد نه په دې اړه معلومات تر لاسه کړم؛ خو له مانه سکندر مخکې شو استاد مو وويل دلته خلک په دې ډول خېرات ټولوي  يعنې دغه سندرغاړي او ملګري يې په حقيقت کې سوالګر دي او له دې لارې غواړي پيسې وګټي.
په ماښام مو کور کې د وروستي ځل لپاره ډوډۍ وخوړه او د شپې په نهو بجو د استانبول د(( اتاترک)) نړېوال هوايې ډګر ته راغلو چېرته چې څوارلس ورځې مخکې دلومړي ځل لپاره ورته راغلي وو په استانبول کې د اتاترک هوايې ډګر د اروپا درېيم لوى هوايې ډګر دى د نړۍ په سلو لويو هوايې ډګرونو کې اتم ځاى لري د رارسېدو سره سم مو خپل سامان په لاس ګاډو کې بارکړ او ترمينل ته ننوتو، که څه هم د دې هوايې ډګر نه د ٢٤ ساعتو په موده کې څه ناڅه سل الوتنې د نړۍ ګوډ ګوډ ته ترسره کېږي؛ خو زمونږ هوايې کرښه معلومه نه وه او لکه يتيمان د ترمينل يوې غاړې ته ولاړ وو ترڅو معلومه شي چې انشاالله ايئرلاين!! د اريانا افغان هوايې شرکت کابل ته د الوتنې په اړه مسافرينو ته لارښونه کوي بالاخره په  شپږو ساعتونوکې  په دې وتوانېدولو، چې د خپلې الوتنې په هکله معلومات ترلاسه کړو د دې شپږو ساعتونو په موده کې موږ له ډېرو خلکو سره  وليدل ځينې افغانان د لومړي ځل لپاره د اوږد ځنډ وروسته هېواد ته ستنېدل ډېر خوشاله شوم ځينې ترکان هېواد ته د کار موندنې لپاره راتلل، چې هر يو يې د افغانستان په هکله بېل بېل نظريات درلودل؛ خو په دې ټولو کې جالبه او خوندورملاقات مو د طلوع تلويزون يوې وياندې( لودميلا حسن زاده) سره وشو، لکه څنګه چې مو مخکې يادونه وکړه زمونږ ترکي ژبه زده وه؛ نو له همدې امله د ترکانو سره نه پېژندل کېدو، لودميلا،  چې مونږ ورسره د طلوع د تلوېزون له لارې مخکې له مخکې اشنا وو په دې ونه توانېده چې مونږ وپېژني په دې  ترتيب مو يوه ملګري ځان ديو ترک محصل په توګه وروپېژنده په داسې حال کې چې موږ نه  لږ څه وړاندې د مخامخ مېز ترڅنګ لودميلا ناسته  وه، هغې سره دوه ملګري يې تر څنګ ناست وو، دواړه يې زما په ګمان د طلوع تلويزون فلم اخستونکي وو،  صفي الله حيدري چې ظاهري څېره يې ترکانو ته ډېره ورته وه د لودميلا مېز ته ورنږدې شو مونږ مخکې له مخکې يوبل سره دا فېصله کړې وه چې ځان به د افغانانو په نامه نه ورپېژنو لودميلا چې سرې هندي ډوله پنجابي جامې يې په تن وې او په سلو کې دېرش بدن يې ترې ښکارېده زمونږ ملګري ته يې ځان د يوه هندي تلوېزني شبکې د خبريالې په توګه وپېژنده د يو لړ خبرو اترو وروسته دوى په دې رضا شول چې د افغانستان ته د تګ وروسته دواړه به د خپل راتلونکي ژوند په اړه فکر وکړي؛  خو دا  ددوى تر ټولو لويه تېروتنه وه چې يوه يې هم ونه ويل چې
افغانستان ته ولې ځي؟ په خبرو خبرو کې د افغانستان مسافرينو ته اعلان وشو چې تر څو ځانونه الوتکې ته د تګ لپاره چمتو کړي لنډه دا چې د اريانا هوايې شرکت د الوتکې ټول هغه بس ته وختل چې دوى يې بايد الوتکې ته رسولاى واى په دې بس کې د ګڼې ګوڼې له امله لودميلا پوه شوه چې مونږ افغانان يو او ډېر ژرخپلې اشتباه ته متوجه شوه او په دې هم پوه شوه چې مونږ ورپورې ملنډې وهلې په يوه شېبه کې يې د مخ رنګونه څو څو ځله بدل شو الوتکې ته د پورته کېدونه وروسته  مونږ بيا لودميلا په سترګو هم ونه ليده د دې پېښې نه دا څرګندېږي چې ځينې افغانۍ پېغلې په څومره اسانۍ سره د  مافيايې لېوانو د پنجو ښکار کېږي. تاسې څه فکر کوئ چې د طلوع تلوېزون مشهوره ويانده لودميلا حسن ولې دومره ژر دوکه شوه؟... او داسې نورو پوښتنو ته ځوابونه موندل څه اسانه کار نه دى،  د ترکيې په وخت پوره درې بجې مو د افغانستان په لور حرکت وکړ د ډېرې ستړيا له امله په الوتکه کې ويده شوى وم ايله دومره پوه شوم چې عبدالمتين راته وويل چې د سهار چاى وڅښه په الوتکه کې مې ٧ بجې د سهار چاى وڅښه او بيا ويده شوم  د افغانستان په وخت د سهار په ٩ بجو د کابل په هوايې ډګرکې ښکته شو له څو شېبې وروسته مو خپل سامان او بکسونه له ځانه سره واخېستل او د ترمينل نه بهر مې کاکا راته ولاړ ؤ له همغه ځايه کورته راغلم او د ډېرې ستړيا له امله بيا ويده شوم چې د ماښام په ٨ بجو راپاڅېدم په دې ډول زما د خاطرو نه ډک سفر پاى ته ورسېد.