مـــــــــقالې


ږيره زما واک يې د ملا -د ترکيې يونليک وروستۍ برخه

    ږيره زما واک يې د ملا د ترکيې يونليک وروستۍ برخه ايمل (( جلال ))  د ترکيې يونليک د مارچ په اتمه مو د سهار چاى د ايوب انصاري رض جامع جومات ته نېږدې په يو رستورانت کې و څښه او نهه بجې مو راته استاد وويل: نن( تاتليې) ته ځو.تاتليه د استانبول يوه مشهوره تفرېحي سيمه ده، چې هره ورځ سلګونه ترکان  له هغې نه ليدنه کوي، موږ تقريبا نيمه ګړۍ وروسته له موټره ښکته شو او د سټېډيوم د ودانۍ په لور روا

16.07.2007 mina

بانک

  بانک عبدالشاکر سليم ( کاموال)د بانک اصطلاح څرنګه رامنځ ته شوه او بانک څه ته وايې؟ بانګ يوه داسې اداره ده چې د نړۍ په هر ګوډ کې ورسره خلک بلدتيا لري،  د بانک د لفظ په باره کې مختلف نظرونه وجود لري. د ځينو ماهيريونو په نظر د بانک لفظ د اېټالوي ژبې د( banque , banco , bancus ) له  کليمو څخه اخستل شوې او ځيني پدې نظر دي چې د جرمني ژبې( back) د لفظ څخه اخستل شوى دى، کله چې جرمني د ايټاليا په اکثرو ساحو تصرف درلود ؛نو د جرمني

16.07.2007 mina

هغه ټول ارمانونه ګور ته يوړل

  هغه ټول ارمانونه ګور ته يوړل ليکوال : احمد الله ارچيوال د هغې له ما سره دا وروستۍ خبرې وي فکر کوم له دې نه وروسته به يې چا سره خبرې نه وي کړي، ما ډېر ارمان وکړ، چې کاشکې خبرې مې لږې ورسره اوږدې کړى واى؛ خو زه څه خبر وم، چې هغه به دومره ژر له ما نه بېليږي او ما به په دې ورانو لارو يواځې پرېږدي.د ماښام په ډوډۍ ناست وم، چې د ټليفون زنګ وشرنګېده د اوکى تڼۍ مې کېکاږله د بلې اواز راغى ويل زه يم ورور دې ډاکټر حيات الله او وړاندې

16.07.2007 mina

د اسلام دردمنو!

د اسلام دردمنو! استاد ګل پاچا الفت عابده! هغه څه چې ته يې په ډېرو وظايفو او نوافلوکې لټوې د خداى (ج) په خدمت کې ډېر ښه موندل کېږي . زاهده! څه شى چې ته ېي د ځان په وږي ساتلواونفلي روژو نيولوکې غواړې د مساکينواو فقيرانو په مړولو هم لاس ته درځي .عارفه! چوپ کښېناستل او دخداى(ج) په فکراوذکرمشغولېدل عبادت دى مګر زورورو ته حق ويل او حق بيانول ډېر لوى او ستر عبادت دى .مسلمانه ! د قران تلاوت ثواب  لري ؛ مګر

11.07.2007 mina

د ننګرهار ادبي بنداراونيزې ناستې او مشاعرې په درز کې روانې دي

د ننګرهار ادبي بنداراونيزې ناستې او مشاعرې په درز کې روانې ديګهيځپه ننګرهار کې د غونډو او ناستو خبره اوسنۍ نه ده ؛ خو په دې وروستيو وختونو کې د فرهنګي کړيو د خپل منځي اختلافونو او بوختياوو له امله دا لړۍ يو څه ټکنۍ شوې وه ، چې له نېکه مرغه يو ځل بيا د ځوانو فرهنګيانو پر مټ دا لړۍ روانه شوه او د ننګرهارادبي بنډار ملګرو د ١٣٨٤ کال د کب په پنځمه نېټه لومړۍ غونډه وکړه ، که څه هم ځينو ځان غوښتونکو يې په ښکاره د ورانۍ هڅې وکړې ؛ خو و نه توانېده ، چې د ننګرها

11.07.2007 mina

د ولايتي شوراګانو وکيلان دې له خلکو بښنه وغواړي

د ولايتي شوراګانو وکيلان دې له خلکو بښنه وغواړي ګټيالى  تاسو به حتماً دا خبر تر لاسه کړى وي چې څه موده وړاندې د ټول هېواد نه  د ولايتي شوراګانوغړي  نه  پوهېږم خپله او که د حکومت په بلنه له  ولسمشرکرزي سره په يوه غونډه کې ليدل کتل وکړل ، دغو استازو ولسمشر ته له نورو ډېرو ستونزو خپله دا ستونزه غټه وبلله چې تنخواګانې او واکونه يې کم دي ، ولسمشر هم د مالي امکاناتو په چوکاټ کې د تنخواګانو او د قانون له مخې د واکونو د ډېر

11.07.2007 mina

نوي سوالونه ؟؟؟؟؟؟؟؟؟

  نوي سوالونه له نېکه مرغه د مينې مجلې ځينې قدرمن لوستوونکي پدې توانېدلي دي چې د تېرې گڼې ځينې پوښتنې ځواب کړي؛ خو هيڅوک په دې نه دي توانېدلي، چې سل په سلوکې د پوښتنو ځوابونه راولېږي په دې لړ کې نجيبه (( حلـــــــيم )) دکابل له خېرخانې څخه ٨٠ په سلوکې ځوابونه رالېږلي دي همداراز زلمى(( حلــــــيم )) ٨٠ په سلوکې ، خوشحال درانى اونظرمحمد(( بهار)) ٧٠ په سلو کې زمونږ پوښتنې ځواب کړي دي چې د زړه له کومې مننه ترې کوو.او دمينې مجلې شپږ ميا

11.07.2007 mina

حل يې کړئ او جائزه واخلئ

  حل يې کړئ  او جائزه واخلئ درنو لوستوونکو ! په تېره ګڼه کې لس پوښتنې مطرح شوې وې . دا دى د تېرې ګڼې د پوښتنو ځوابونه پدې ډول دي :١  په ملګرو ملتونوکې دغه شپږ ژبې رسميت لري : ١_ انګليسي ٢_ عربي ٣_ هسپانوي ٤_ فرانسوي ٥_ جرمني ٦_ روسي .٢  د چين تاريخي دېوال چې د نړۍ داووګونو عجايبوڅخه دى له ميلاد نه دمخه په ٢٤٦ کې پيل او په ٢٢٨ کې پاى ته ورسېد، دا دېوال د (( چين شي هوانګ )) په امر جوړ شو او څه ناڅه ٤٠٠٠ کيلو متره ا

11.07.2007 mina

د کرزي دولت ملي ستراتېژي نه لري

  د کرزي دولت ملي ستراتېژي نه لري استاد حبيب الله  ( رفېع  ) د لندن کنفرانس ته تر ورتلو وړاندې ښاغلي حامد کرزي او د ده کاري ډلې اعلان وکړ چې دوى د افغانستان لپاره په ملي ستراتېژۍ ولاړ پنځلس کلن پلان جوړکړى او ددې پلان له مخې به دلندن په کنفرانس کې ژمنه شوې پېسې لګوي او افغانستان به د دې ملي ستراتېژۍ په رڼا کې د پرمختيا به لوړو پوړويو ته رسوي . ما چې ددې ستراتېژۍ له اعلان سره څلورکاله شاته وکتل نو دکرزي صاحب په دولت ک

11.07.2007 mina

ايا تاميل پړانګان پېژنئ؟

  ايا تاميل پړانګان پېژنئ؟ امروز خان (( ساپى)) له کونړ څخه سريلانکا دهند بحر په سهيل ختيز کې پروت هېواددى (٦٥،٦١٠) کيلومتره مربع مساحت لري د١٩٩٩ع کال د تخميني سرشمېرنې له مخې دهېواد داوسېدونکو ٧٤فيصده سنهاليان ، ١٨ فيصده تامليان ٧ فيصده مور( burghez) اويو فيصد مالي (vedda) اباددى . دهېواد ډېرى وګړي سنهاليان اوتامليان دبودامذهب پيروان دي خوددې ترڅنګ په سرلنکا کې مسلمانان عيسويان اودهندويزم پيروان په ګڼ شمېر کې ژوندکوي . ددې

11.07.2007 mina

د ځنکدن سختې شېبې دي

  د ځنکدن سختې شېبې دي عاشق الله (( فرياد)) دا به هر څوک ومني چې ځينې ليدنې کتنې او ځينې سفرونه له ځانه خاطرې پرېږدي همدارنګه ځينې شعرونه هم له خاطرو سره ملګري وي ،کله چې يو شعر په يوه ځانګړي ځاى يا ځانګړې موضوع باندې وليکل شي که دهغه مجلس حاضرينو ته دغه شعر په دغه ځاى کې خوند ورکړ او دشعر موضوع پدې تاثير وکړ بيا نو کله چې دغه کسان هغه شعر يا پخپله وايې او يا يې له چا څخه واوري نو همغه خاطره يې په ذهن او خيال کې راژوندۍ کې

11.07.2007 mina

زلميه!

زلميه!داسې سترګې نه غواړم   ژباړه : محمد غني (( فا روقي ))  سترامام ابي نصرسمرقندي (رح) د حسن بصري (رح) په اړه کښلي چې بصري دخپل ژوند په لومړنيو پسرليوکې خورا ښکلى او زړه راښکوونکى زلمى وؤ، تل به يې ښکلې جامې په تن وې او دبصرې دښارپه لارواوکوڅوکې به ديو مست شرنګېدلي اونازولي زلمي په څېرګرځېده راګرځېده يوه ورځ له خپل کورڅخه بل لور ته روان وؤ په يوې ښکلې مېرمن يې سترګې ولګېدې هغه مېرمن د نااشنا ښکلا او ښکلې ق

11.07.2007 mina

نوى جرم

نوى جرم مجبور ((لېونى)) هسې خو سپېڅلى دين ((اسلام )) او د جزاء قانون ، ټولې جرمي کړنې (عملونه ) مونږ ته ښکاره کړي دي ، چې بايد ځانونه ترې وساتواو له کړنې ( عمل ) څخه يې ځان وژغورو . خو که خداى مه کړه داسې يوه کړنه له مونږ څخه سرته رسېږي ؛چې هغه د اسلامي شريعت اود جزاء قانون څخه سرغړونه وي نوبيا راته همدې اسلامي شريعت او دجزاء قانون  جزاء هم ټاکلې ده . که نه يې منئ نو څارنوالۍ او محکمې ته لږ سر ورښکاره کړئ ، که خوښه مو وي ؛ زه دغو

11.07.2007 mina

ستورى او سپوږمۍ

ستورى او سپوږمۍ سيد امير جان ګيله من ستورى : سپوږمۍ! کله چې وړه وې ، زما خواته به راتلې .ما سره به ودرېدې ،خبرې به دې را سره کولې .خو د وخت په تېرېدو سره دې چې په حُسن او ښکلا کې زياتوالى راغى او پېغله شوې، ما څخه ډېره لرې لاړې اوهېڅ مې خواته نه راځې .زه ستا د ديدن لپاره له سرې ماښامه په انتظار انتظارستړى شوم خو ستا درک نه لګي .سپوږمۍ: ستوريه! وختونه داسې دي .نه مو پرېږدي چې مونږ يو بل ته نږدې شو .يو بل ته د زړه راز وواي

11.07.2007 mina

نتکۍ

نتکۍ محمد اسحاق (( دانش ))نتکۍ د پښتنو يوه ډېره باريکه او ښکلې ګاڼه ده ، نتکۍ په عمومي توګه له سرو زرو څخه وي ،يو نرى ډنډر لري او جوړښت يې لکه لښتۍ غوندې وي خو ډېره باريکه او ميئنه جوړه شوې وي، نتکۍ ته د پوزې منځ دېوال سورى کوي او دا پکې اچوي نتکۍ د پښتنو پخوانى او لرغونې پسول دى او په پښتو ادب کې ډېره ياده شوې ده يو پښتون شاعر نتکۍ ستاينه په  څومره ښکلو الفاظو کوي او وايې : زېړه نتکۍ سورى چارګل دىپکې پراته دي د

11.07.2007 mina

د مينې راز

د مينې راز سلطان عزيز عزام مونږ به چې کله بنګړي مات ، چيندرو، پټ پټانې او نورې لوبې کولې نو هر وخت به

11.07.2007 mina

زما واده

زما واده عبدالرحمن (( سرتېر)) نن زه ډېر زيات خوشحاله وم ځکه چې راتلونکى ورځ زما د واده د پروګرام نېټه وه دخپل کورنه شوم وتلى چې زما ډېر دوستان وو هغوى به ځورولم خو نن زه بهر ووتم هېڅوک نه و په بيړه بيړه دکور د وره څخه وړاندې ولاړم د خوشحالۍ اومسکا نښې نښانې مې له ورايه په څېره کې معلومېدې سپينه جوړه مې په غاړه وه د يوې ونې ډډې ته مې تکيه ووهله ډېره زياته ګرمي وه د ونې  سيورى هم چندانې مزدارنه و غوښتل مې چې پاسم او کوم

11.07.2007 mina

معجزې ته ورته ودانۍ

معجزې ته ورته ودانۍ جاپان کې د نړۍ اوږد پل اکاشي کيکيو برج په دې نړۍ کې طبيعي منظرې  ، جوړښتونه هر ځاى تر سترګو کېږي دغه قدرتي شاهکارونه او عجايب چې په نړۍ کې موجود دى ، اوسنئ  ساينسي علم يې له جوړولو نه قاصر دى دا خو هغه څه دي چې په فطري ډول مخې ته راځي د پام وړ هغه څه دي چې انساني عزم ، حوصلې ، او علم ، په ځانګړي ډول انساني لاسونو د ساينس په جادويې مټو جوړ کړي . او دتاريخ  لپاره يو مثال جوړ شوي ، دغه ډول ودانۍ د پرمختللي انجينر

11.07.2007 mina

حيرانونکي خبرونه

حيرانونکي خبرونه راټولوونکى : محمد اصف شينوارى١ _  د ٦،٨ کيلو ګرامه په وزن د ماشوم زېږول :يوې کولمبيايې مېرمن په حېرانتيا سره د جراحى ډاکټرانو تر څارنې لاندې د ٦، ٨ کيلو ګرامو په وزن ماشوم وزېږاوه، د هسپاني هېواد مرکز مادريد مرکزي روغتون چېر ته چې دغه مېرمن بستر وه چارواکو ويلې د دا ډول ماشوم زېږېدل په تېرو څلوېښتو کالونو کې سارى نه لري دغه مېرمن د شکرې په ناروغۍ هم اخته ده د حېرانتيا ټکى دا دى چې د دغه مېرمن وړاندينى ماشوم چې انجلۍ وه ، ا

11.07.2007 mina

ټيليفون

  ټيليفون انوارالحق (( مجبور ))ټيليفون څه عجيبه څيز دى ، د سترګو په رپ کې دوه کسه سره ، تماس کې کوي چې يو تربله خبرې وکړي او بيغمه شي .دا اله که څه هم ١٠٠ کاله پخوا په امريکه کې يو سړي جوړه کړې وه چې نوم يې (( ګراهم بېل )) ؤ ، او هم دده په نوم د امريکې د ټيليفونونود ټولو نه لويه  (( بېل )) کمپنۍ جوړه شوې ده .(( بېل )) په اصل کې دانګستان اوسېدونکى ؤ، خوقسمت امريکې ته ورسولو ،ده چې دا اله په اول ځل جوړه کړه نو د تجربې نه پس يې

11.07.2007 mina

کانکـــــوريانو!

کانکـــــوريانو!که غواړئ  چې... پتمن (( چپرهارى ))١  که غواړې چې په راتلوونکې کې نيمه ليونى انسان درنه جوړ شي ، نو د ننګرهار طب پوهنځى خوښ کړه .٢  که غواړې چې په لوى لاس ځان نېستمن کړې ، نو د ښوونې او روزنې پوهنځى خوښ کړه . ٣  که غواړې چې غټ ګانکړپ درنه جوړ شي ، نو د اقتصاد پوهنځى خوښ کړه .٤  که غواړې چې د تل لپاره دې د انسانانو سره اړيکې پرې شي ، نو د وترنرۍ پوهنځنى خوښ کړه . ٥  که غواړې چې ټول

11.07.2007 mina

ږيره زما واک يې د ملا

  ږيره زما واک يې د ملا ايمل (( جلال ))  د ترکيې يونليک نن سهار د چايو د تيارولو نمبر زما وو ، د سهار د لمانځه نه وروسته ټول بېرته ويده شول خو زه پخلنځي ته  لاړم ، لکه څنګه مې چې مخکې يادونه وکړه ترکان ډېر لږ چاى څښي او پيالې يې زمونږ د پيالو په پرتله شپږ ځله کوچنۍ دي . د ترکانو يوه پياله چاى زمونږ دوه غړپه کېږي ، له همدې امله چاى راته خوند نه راکاوه ، ما د يخچال نه پنېر،مربا،کوچ ،شات او زېتون

11.07.2007 mina

د پېغمبر سره مينه !

  د پېغمبر سره مينه ! قاري قدرت الله داسمه ده،چې مينه دانسان د فطرت غوښتنه ده، دکوم انسان زړه،چې د ميني له خواږه درده  بې برخې وي هغه پوره انسان نه بلل کېږي.هغه مينه، چې انسان ته په دنيا او اخرت کې عزت ور بښي همغه ريښتينې او سپېڅلې مينه ده.تر هغې، چې يو انسان په زړه کې د خداي( ج) سره او دهغه له  نازولي پېغمبر( ص) سره مينه و نه لري د پوره ايمان دغوه دې نه کوي.موږ ټولو ته پکار ده، چې د  خپلو زړونو تيا

11.07.2007 mina

وجود او شهود

  وجود او شهود استاد فضل ولي(( ناګار))يادښت: په تېره ليکنه کې د صوفي خواخوږي په نښه شوې، چې د کافر درد هم خپل ګڼي، او دا درحمة للعلمين(ع) لارښوونه ده.داسې نه ده، چې تصوف عدم تشدد او جامد دي،د انګرېز د درې لسيز يرغل پر وخت،  چې مرکزي حکومتونه کمزوري وو، ولسي پاڅونونه صوفيانو رهبري کول.  دړومبي يرغل پر ضد د سوات اخند صيب( ساپي کندهاري) قافله سالار و، ددوهم تېري پروخت هډې ملاصيب، موسهي ملا صيب او ملګري يې په جها

11.07.2007 mina

د پام وړ

د پام وړ د غاښونو ډاکټر: هغه څوک چې خپل غاښونه يې چينجو خوړلي وي اونورو ته مشورې ورکوي.ليکوال: هغه څوک چې له خپلې ښځې پرته په هر څه ليکل کولاي شي.پارکونه: هغه ځاي چې له ماشومانو نه يې پکې  پلرونه ډېر ښکته پورته کېږي.د بس تمځاي:  چېر ته چې نجونې د بس د راتګ اوهلکان يې دنه راتګ دعاګانې کوي.کورسونه: هغه ځاي چې زده کوونکي پکې د سبق نه  زيات    فېشنونه زده کوي.خواښې انګور: هغه رشته ده چې دواړه لورې پکې ت

11.07.2007 mina

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more