نتکۍ
محمد اسحاق (( دانش ))
نتکۍ د پښتنو يوه ډېره باريکه او ښکلې ګاڼه ده ، نتکۍ په عمومي توګه له سرو زرو څخه وي ،يو نرى ډنډر لري او جوړښت يې لکه لښتۍ غوندې وي خو ډېره باريکه او ميئنه جوړه شوې وي، نتکۍ ته د پوزې منځ دېوال سورى کوي او دا پکې اچوي نتکۍ د پښتنو پخوانى او لرغونې پسول دى او په پښتو ادب کې ډېره ياده شوې ده يو پښتون شاعر نتکۍ ستاينه په څومره ښکلو الفاظو کوي او وايې :
زېړه نتکۍ سورى چارګل دى
پکې پراته دي د سرو زرو تنابونه
کوم شى چې د خپلې معشوقې مخ ته ګورئ نو د نتکۍ ډنډر يې سترګې برېښوي او د خپلې ګرانې معشوقې مخ ته کتلې نشي نو ځکه وايې :
مخ ته دې سم کتلاى نشم
ستا د نتکۍ ډنډر مې سترګې برېښوينه
کوم وخت چې معشوقه په خپل عاشق باندې ناز کوي او خپل زور ازموي؛ نو که دا هر څومره غريب وي معشوقه يې ترې نتکۍ غواړي او وايې :
ماته د زرو نتکۍ راوړه
که ته شړئ په سر کوې څه دې کومه
هغه وخت چې عاشق د معشوقې نه خوله اخلي په شونډو يې له دې کبله چې نتکۍ ته زيان پيدا نه شي زور نه کوي او د دې لپاره چې په خپله معشوقه د ځان منت بارکړي ورته وايې چې زه ستا د نتکۍ خيال ساتم که نه زما د غاښونو زور به دې ليدلا ى واى :
که د نتکۍ خاطر دې نه وي
تا به زما د غاښو زور لېدلاى ونه
هغه وخت چې پښتون مين د خپلې خولې د اخستو لپاره بانه جوړه وي؛ نو د دې کار په حرکت کې نتکۍ بولي او وايې :
ستا په نتکۍ کې شيطان ناست دى
هره شېبه مې ستا خولګۍ ته لمسوينه
پښتنه معشوقه د خپل عاشق په مېړانه ډېره خوښېږي حماسه ، غيرت او د ميئن په غيرت وياړ د پښتنو مېرمنو يوه طبعي خاصه ده نو لدې امله پښتنه معشوقه وايې :
د نتکۍ لال به پرې خېرات کړم
چې مې اشنا په دښمن مات کړي سنګرونه