د مينې راز
سلطان عزيز عزام
مونږ به چې کله بنګړي مات ، چيندرو، پټ پټانې او نورې لوبې کولې نو هر وخت به زه او غوټۍ ميران وو ماښام تر ناوخته به سره لوبېدو او د کلي خړې او سړې کوڅې به مو په خپلو چېغو ګرمې او رنګينې ساتلې، غوټۍ د وړوکوالې نه ډېره چالاکه او ښکلې وه د هغوى کور مونږ سره په يوه کوڅه کې و پلار يې قاسم خان دوه ښځې کړې وې چې د غوټۍ خپله مور مړه وه او ميره يې د غوټۍ د ځورولو لپاره ځاى ليده هيڅ نه زړېده اوس چې هم راياده شي نو په زړه کې بد ټکان احساسوم .
کله به چې زه غوټۍ د لوبو څخه وروسته له لاسه ونيوم او په زاريو به يې راته وويل چې راځه نن ماښام ډوډۍ مونږ کره وخوره نو زه به هم ورسره روان شوم، غوټۍ به ميرې ته نارې کړې مورجانې مونږ ته ډوډۍ راواچوه فريد هم راسره راغلى دى؛ نو ميرې به يې پرې خوله راخلاصه کړه سپين سترګې دا لونډ دې بيا ځان سره راوړى دى ؟ زه هغه وخت نه پو هېدم چې لونډ څه ته وايې خو سخته غوسه به راغله بيا به يې ماته مخ راواړوه مړ سترګيه ! ته بيا راغلى يې وځه ځه ورک شه څه بلا غواړې خپل کور نه لرې .... زه به هم خپه کور ته روان شوم غوټۍ به راپسې ډېرې چېغې وکړې او وړې وړې سلګۍ به يې پيل کړې . د ماشومتوب هغه رنګين او د خوند نه ډک وختونه لکه خوب هسې تېر شول داسې وخت هم راغى چې زما شونډه توره شوه او غوټۍ هم د ځوانۍ مست سپرلى تښنولى وه .
غوټۍ سره زما د ماشوموالې څخه مينه وه خو د دود او دستور او اسلامي اصولو له مخې غوټۍ ستر پيل کړ او د خلکو مخکې به يې زما نه مخ پټولو زړه کې زما دمينې اور په غرغنډو و مونږ اوس هم يو بل ته ډېر توده مينه ورکوله هر مازيګر به ورته په ګودرکې پټ وم په ديدونو به مو سره سترګې يخولې خو په دغه نيمګړي مازيګر زما تسل نه کېده نو د سهار لخوا به ورته د خپل بام په هغه ځاى کې ودرېدم چې د غوټۍ دوى غولى به ترېنه په ډاګه ښکارېده غوټۍ به په خپل انګړ کې لره بره کېده او زه به ورته من من غټېدم،،
د غوټۍ مينې داسې لېونى کړى وم چې به پلار سهار ښونځي ته ولېږلم پټ به شوم چې هغه به ووت نو زه به د بام سره ته شوم او درسته ورځ به مې دبام په سر وه .
ښوونځى راڅخه په لسم کې پاتې شو اخردا چې زمونږ په دغې مينې ځاى په ځاى ګنګوسې پيل شوې ، د غوټۍ ميره هم خبره وه خو د ميرې د غوسې او کنځلو سره سره به غوټۍ ما ته توده توده مينه راکوله .
نن چې ګودر ته لاړم نو هلته د بوټو مينځ کې غلى شوم زړه مې وو که غوټۍ راغله نو يو ناڅاپه به پرې ( بو) کړم نو هغه به ووېرېږي او چې بيا ما وګوري په کړس کړس به راته وخاندي ،کتل مې چې غوټۍ ماته راماته کېده منګى يې په سرو لاسونوپه غېږ کې نيولى و ګودر ته راورسېده په سرو لاسونو يې لپه ډکوله او منګي ته يې تشوله ما پرې يو دم يو بو کړ خو هغې لکه زه يې چې ليدلې وم هيڅ ونه ښورېده ماته يې داسې بد بد را وکتل منګى يې په ګودرکې غوپه کړاو په روانه شوه ، ډېرې نارې مې ورپسې وکړې خو مه دې شه ، زړه مې په درزېدو پيل وکړ په زنګېدلو قدمونو د کور په لور راروان شوم ، زړه کې مې ويل کېداى شي زما په ټوکه خفه شوې وي او يا يې ميرې ورته زما په سر ستغې سپورې کړې وي دا نو څه خبره ده، غوټۍ په لومړي ځل داسې کار وکړ.
په سبا شپه مې د تره د ځوى واده وؤ ما ويل ځه هلته به يې وګورم او پوښتنه به ترې وکړم . چې څنګه داسې تروه ترخه وه ؟ دغوټۍ ښکلا او دنګې ونې د کلي ډېر زلمي ليوني کړي و؛ خو هغې ليونۍ يواځې ماته زړه راکړى و، غوټۍ د ټولو جينکو ميره وه د ماشوموالي نه ډېره شوخه اوچالاکه وه د کلي ودونه به د غوټۍ د چمبې په درزا ګرم وؤ ما به چې غوټۍ په کوم واده کې په چمبه وهلو وليده نو د پاڅون صيب دا بيت به راياد شو:
چې ودونه پرې ګرمېږي هغه دا ده
د چمبې سره سندره ده که وشي
نن مازيګر چې غوټۍ نورو پېغلو سره واده ته روانه وه، نو هغه پخوانۍ غوټۍ نه وه ، نه يې په لاره چمبه وهله نه هغه ټېل ماټېل وؤ او نه د پېغلو سرکې لکه د نورکله پشان ښکارېده، د پېغلو په مينځ کې غلې او مړاوې روانه وه،ماښام مې د غوټۍ وراره نسيم پيدا کړ دلسو نوټ مې ورته جېب کې کېښود او ورته مې وويل ورشه غوټۍ ترور ته دې ووايه چې فريد دخوشحال کاکا د باغچې کوز سر کې هغه کنډو سره ولاړ دى او وايې چې ما پورې يو ځل ضرور راشه او که رانغلې نو سبا ځان وژنم چې بيا مې پوښتنې ته رانشې ، نسيم دې خېريوسي په يوه منډه ولاړ، ما اوغوټۍ به نسيم ډېرنازاوه، هغه ايله په ليک لوست پوهېده ليک به يې هغې ته لوسته او د هغې خبرې به يې په ليکلي ډول ماته رارسولې، د باغچې همغه کنډوسره ودرېدم او د غوټۍ لار مې څارله، لږه شېبه وروسته مې د ونو منځ کې څوک په نظر راغى او ورسره مې يو خپ غږ هم واورېد فريده وا فريده چېرته يې ؟ دا دغوټۍ د ترنم نه ډک غږ و ما ورغږکړغوټۍ ! دغه يم دلته راشه غوتۍ راغله او مخامخ راته ودرېده سمدستي مې ورته په ګيلو خوله خلاصه کړه دا ولې؟ دا په تا څه وشو چې پرون ..... غوټۍ مې خبره غوڅه کړه فريده د خداى لپاره نورې زما لارې مه څاره ما په چا مه وژنه، تا هر څه پخپله په ځان وکړل غوټۍ راته لاس کې څه شى کېښود او په غريو نيولي غږ يې وروستۍ خبره دا وکړه نور حال به درته دا دسمال ووايې او دې خبرې سره يې په شټکاري وژړل او روانه شوه. حيران ولاړ وم هيڅ نه پوهېدم چې څه وکړم زړه کې مې کرل رېبل چې هلته د مينې دنښې په ډول بل دسمال راکړ او هلته يې داسې سرچپه خبرې وکړې چې دا ولې؟
په منډه مې ځان خپلې کوټې ته ورسوه په رېږدېدلو لاسونو مې دسمال له جېبه راووېست چې دلاټېن رڼا ته مې وليده نو په سترګو مې توره شپه شوه دا خو هغه دسمال دى چې ما خپل ملګري جمال ته د هغوى حجره کې ښودلى و او ورته مې ويلې وؤ چې وګوره جماله ! غوټۍ څه ښايسته دسمال د لاس نښه راکړى او بيا راڅخه په همغه شپه ورک شو نه پوهېږم چې دغوټۍ لاسونوته څنګه ورسېده. شپه مې په فکرونو اوسوچونو ويـښه سباکړه، سهار دوخته جمال پسې ولاړم ماويل چې د دسمال په اړه ترېنه پوښتنه وکړم چې دجمال دوى کورته ورسېدم نو معلومه شوه چې د هغې درې ورځې کېدې چې کراچۍ ته تللى و.
غوټۍ سره د بيا ليدو لپاره ډېر کوښښونه وکړل خو بريالى نشوم ، وړوکي نسيم جان به چې کوڅه کې وليدم نو هم منډې به يې کړې لکه چې هغه يې هم پوه کړى و، پوه شوم چې څه ټکه راپرېوتې کلى کور راته تنور شو غوټۍ نوره کورته هم نه راتله لاره يې را نه ورکه وه هيڅ وخت مې نه تېرېده، زمونږ ځينې کليوالو په کلي کې د کار د نشتوالي له امله مزدوريو ته تلل ، ما هم فکر وکړ چې سبق خو دې دغوټۍ له مينې ځار کړ نورکاراوکسب ته نه کوې هسې کورنه، وځې او ننوځې په ځان پورې شرمېدم نو ددغه غټ غم غلطولو لپاره مې کليوالو سره لاړم پنجاب ته هلته مې کليوالو مزدورۍ کولې او ما به درسته ورځ لکه د لېونوځمکه ګروله يو ساعت راباندې کال تېرېده د کلي خړې کوڅې او دغوټۍ دنګه ځواني به راته مخې ته کېده هلته د دوو مياشتو تېرولو وروسته مې خپل خيرن کالي راګنډه کړل او دملګرو نه پټ کلي ته راروان شوم، دکلي بر سرته چې راورسېدم نو د ملک سېدو د کلا نه د چمبو غږونه راتلل د ملک سيدو خو زلمى زوى نشته او خپله خو هم ښځه لري او بل اوياکلن سپين ږيرى دى نه پوهېږم چې دا چمبې ورکره په کومه خوشحالۍ وهل کېږي خو غوږ مې پرې ونه ګروه او سيده خپل کور ته روان شوم، د غوټۍ ليدلو ته مې ډېره تلوسه وه ما ويل چې ورسېدم نو ماشومان به منډې رامنډې پيل کړې او چېغې به يې کړې هلۍ فريد راغى غوټۍ به هم خبره شي اود بلۍ سرته به راوخېژي او خواږه خواږه به راوګوري او ستړي مشې به راته وکړي چې څنګه خپل کورو ته ورسېدم نو دکلي د مخې دېره کې مې ګڼ خلک وليدل چې په خپلو کې سره په کټ کټ خندل خپلې کوڅې ته چې ننوتم ماشومانو منډې رامنډې وهلې، پټاقئ يې الوزولې ، ډېر مات پلي او خوږې پولۍ هم په کوڅه کې خورې ورې پرتې وې چې سر مې جګ کړ نو يوه سره ډولۍ راباندې کوڅه کې له بره نه راغله زه لږ څنګ ته شوم د ډولۍ بازوګان زمونږ کليوالونيولي وؤ هغوى راته د سر په اشاره ستړي مشي وکړه ما هم ورته سر وخوځوه وړاندې ولاړم، زړه مې درزيده ځان سره مې وويل چې دا څه لوبه روانه ده چې د شانه راپسې غږ وشو فريد لا لا واه فريد لالا چې مخ مې واړوه نو نسيم منډې راوهلې ما ته چې راورسېد اخوادېخوا يې وليدل غلى يې د جېب يو ليک او د سمال راوويست اوماته يې راکړ راته يې وويل دا بېګاه غوټۍ راکړ هغې دې پرون ډېره لاره څارله بېګاه يې هم ځان له ژړا نه مړکړ، جينکو ورته زاري کوله خو هغې ځان نه ناوې کاوه هغه دى اوس يې ملک سيدوکره ډولۍ کې يوړه نسيم خبرې کولې خوماکې د ودرېدوتوان نه و پاتې ټول رپېدم هغه وويل چې که ته راغلې داليک بايدتاته درکړم غوټۍترور ويل چې فريد ته ووايه ته ډېربې وفا وختې خو زه په خپله وفاداره ښه يم، نسيم همداسې لګيا وؤ زه ترې روان شوم او په ورخطايۍ په خپله دروازه ورننوتم مور مې مخې ته رامنډه کړه (( خدايه شکر سترګې مې روښانه زويه! ستړې مه شې )) مور مې رانه ګنډه واخېسته او په دواړو مخو يې ښکل کړم زه ورپېدم او رنګ مې هم الوتى وه مورمې په ورخطا يې وويل زويه ناروغه خو به نه يې ؟ ما ورته وويل (( هو مورې لږ غوندې ناروغه يم زه به دا کالي بدل کړم)) خپلې کوټې ته ننوتم په رېږدېدلو لاسونومې دسمال خلاص کړ او د دسمال منځ کې د ريحان مړاوې ګل ايښى و هغه مې له لاسه ولوېده بيا مې ليک خلاص کړ په ليک کې ځاى پرځاى د اوښکو څاڅکي وچ شوي وؤغوتۍ ليکلي وؤ :
زما فريد جانه ! خداى دې په خېر وطن ته راوله، نه پوهېږم څه درته وليکم خو داليک په نسيم دسپوږمۍ په رڼا کې په داسې حال کې ليکم چې زه د جينکو نه په يوه بهانه راپټه شوم هغوى ما ناوې کوي .
ګوره فريد جانه ! تا هر څه په خپل ځان وکړه هغه دسمال دې جمال ته ورکړى وؤ هغه زما ورور سره په څه خبره جنګ شوې و؛ نو ډېر پېغورونه يې ورکړي وؤ او بيايې ورته دا دسمال راګذار کړى و او ورته يې ويلي و چې خوارشې خور دې خلکو ته د لاس نښې ورکوي ورور مې زه وژلم خو پلار مې ترېنه خلاصه کړم همغه وه چې د ميرې په شيطانت مې د ملک سيدو مرکه راغله، مېرې مې پلار ته وويل (( د ملک سېدو نه ښه ډېرې پيسې واخله او دا سپين سترګې د مېړه په کاله که )) نن يې فريد ته دسمال ورکړى سبا ورسره تختي پلار مې اول نه راضي کېده خو چې د درې لکو روپو يې واورېدل نو زما دسر سودا يې له ملک سيدو سره وکړه بيا يې زما ډولۍ يوړه خو والله که راته هغه بوډا ووايې چې اوبه راکړه خپل ژوند يې هم خراب کړو او زماهم، ښايې سبا دا وخت زه نه يم زه خپله وفا داره ښه يم ما ورته وويل چې بې له تا بل څوک نه قبلوم که راغلې نو غلى زما قبر ته راشه او په دعا راته لاسونه پورته کړه ! ګوره څوک دې ونه ګوري او بل ګوره دا ليک او دسمال دې بل کوم ملګري ته ونه ښايې چې سبا مې بيا قبر په کاڼو ولي ليک نسيم د سپوږمۍ په رڼا ليکلي که غلطي پکې وي بخښنه غواړم .
ستا رېژېدلې او مړاوې غوټۍ .
د ليک په اخره کرښه پوه نه شوم راولوېدم او بې هوښه شوم چې په هوښ شوم د خپل کلي ډاکټر سرور په دوا خانه کې مې ډاکټر سرور، مشر ورور او پلارمې سر ته ولاړ و ډاکټر سرور مې پلار ته وويل همدا اوس ولاړ شئ اوس ښه دى ژر يې په داسې حال کې کور ته روان کړى وم چې يو لاس نه پلار نيولى وم او بل لاس نه مشر ورور ، د کلي منځ ته چې راورسېدم نو ايله مې تر غوږه شو چې :
خداى مو وبخښه ! د جنازې اعلان واورئ د قاسم خان لور او ملک سيدو ښځه په حق رسېدلې نن مازيګر پنځه بجې جنازه ده، له خولې مې د رحمان بابا دا بيت په يوه کړيکه بې اختياره له خولې ووت چې :
يار ته راز د مينې مه وايه رحمانه
هغه يار به يار لري تا به رسوا کړي