زما واده

عبدالرحمن (( سرتېر))
 
نن زه ډېر زيات خوشحاله وم ځکه چې راتلونکى ورځ زما د واده د پروګرام نېټه وه دخپل کورنه شوم وتلى چې زما ډېر دوستان وو هغوى به ځورولم خو نن زه بهر ووتم هېڅوک نه و په بيړه بيړه دکور د وره څخه وړاندې ولاړم د خوشحالۍ اومسکا نښې نښانې مې له ورايه په څېره کې معلومېدې سپينه جوړه مې په غاړه وه د يوې ونې ډډې ته مې تکيه ووهله ډېره زياته ګرمي وه د ونې  سيورى هم چندانې مزدارنه و غوښتل مې چې پاسم او کوم بل ځاى ته ولاړ شم  خويوڅه و چې ماته يې د دې جرئت نه راکاوه چې پاسم هغه دا چې ددې ونې تر څنګ د ګودر څخه رڼې او يخې اوبه زما مخ ته راروانې وې سوچونو په مخه کړم ښه شېبه داسې د ځان څخه ناخبره وم لکه د بودا مجسمه ولاړ وم ، په دې تو پير چې د ځان سره بونږېدم ورو ورو مې ځان ته خيال شو د سوچونو د بازاره راووتم د سختې ګرمۍ له کبله مې په مخ او ملا مړې مړې خولې راماتې وې پوه نه وم چې څه وکړم کرار کرارمې د ويالې څخه د اوبو راخېستلو هڅه وکړه لاسونه مې داسې لپه کړل تا به ويل چې دا ځوان ښه دوعا ګويه دى اوبه مې لا راخېستې نه وې چې مې دا ټپه له خولې ووته.
ګودر ته ځم راپسې راشه
منګي مې دوه دي نرۍ ملا مې ماتوينه 
دلنډۍ ويلو وروسته لږڅه غلى شوم د ګودر د روانو اوبو څخه مې دا جوته کړه ګوندې څوک د يو بادشاه محل کې د سازاو سرود نغمې غږوې  کوم وخت مې چې پام شو ګورم چې زما څو دوستان  زما ترڅنګ ولاړ دي د څو پرلپسې ستغو سپورو کولو ورو سته يې راته داسې وويل: هى غرق شې کدومونږ تا پسې ټوله کوڅه لټ په لټ کړه او ته دلته لکه دګودر پهره دار ناست يې هله ژر پاسه خُسرګنۍ دې راغلې تا ګوري ، تادي کوه ،هله ژرشه ..... ما چې د ډېر وخت د ګودر د يخو اوبو څښلو هيله لرله نو په چالاکۍ سره مې لاسونه د ګودرڅخه روانې ويالې ته ورټيټ کړل ما غوښتل چې اوبه وڅکم د لاسونو د ښکته کېدو سره سم مې پښه وښويده او د هغه جګ کمر لاندې د ځمکې په مخ ورلړه شوم، پدې وخت کې مې د ملګرو د خولې په لوړ اواز يوه چېغه واورېده .
هلۍ لاړه ، ژر جګ شئ  مړ شو د دې سره سم ما هم يوه لويه چېغه ووهله کله چې راجګ شوم په کوټه کې شورماشور و دا څه وشول ، پدې وخت کې برېښنا لاړه، شورماشور نور هم زيات شو هلۍ لاټېن ولګوۍ تياره ده .