معجزې ته ورته ودانۍ
جاپان کې د نړۍ اوږد پل اکاشي کيکيو برج
په دې نړۍ کې طبيعي منظرې ، جوړښتونه هر ځاى تر سترګو کېږي دغه قدرتي شاهکارونه او عجايب چې په نړۍ کې موجود دى ، اوسنئ ساينسي علم يې له جوړولو نه قاصر دى دا خو هغه څه دي چې په فطري ډول مخې ته راځي د پام وړ هغه څه دي چې انساني عزم ، حوصلې ، او علم ، په ځانګړي ډول انساني لاسونو د ساينس په جادويې مټو جوړ کړي . او دتاريخ لپاره يو مثال جوړ شوي ، دغه ډول ودانۍ د پرمختللي انجينرى په مټ جوړې شوي ، د لاندې مطلب د ليکلو موخه د دې نړۍ د منتخبو ودانيو معرفي کول دي ،چې د تمدن او کلتوري ودې يو نوى باب يې پرانيستې دنوې نړۍ لويې ودانۍ چې عمارتونه ، پلونه ، نهرونه ، ښارونه ، ښارګوټي او داسې نور راځي ، تاسو ورسره اشنا کوو،که دا ډول ودانيو ته مونږ د معجزې نوم ورکړى ښايې ډېره تېروتنه نه وي ، په مخکنۍ ګڼه کې مو د مالېزيا د پتروناس ټاورونو په هکله ولوستل دا دى اوس درته په جاپان کې دنړۍ لوى پل معرفي کوو :
په ١٩٩٨ کال جاپاني انجينرانو د اکاشي کيکيو د پله برجونه جوړ کړل او دانجينرۍ په تاريخ کې يې يوه نوې پاڼه واړوله . دا اوس په نړۍ کې تر ټولو لوى او اوږود پل دى ، چې ټول اوږوالى يې ١٢٨٢٨ فټه يا ٣٩٧٦ مترو ته رسېږي . دا پل د کوبى ښار له کوا واجي شيما له جزيرې پورې تړلى دى. له دې نه مخکې د نړۍ د ټولو نه د اوږده پله کرېډټ د ډنمارک د ګريټ بلېټ پورې اړه درلوده چې له هغه نه دا پل ٣٦٦ متره اوږد والى او د امريکې له ګولډن ګېټ له پله بيا دا ٧١٠ متره ډېر اوږد والى لري ، دا پل يواځې اوږد نه دى بلکې تر ټولو لوړ هم دى ، د دى پل د دوه برجونو اوږود والى ٢٨٧ متره دى ، چې د نړۍ د ټولو پلونو برجونو نه لوړ دى ، چې لوړ والى يې ، دفرانسې د اېفل برج سره برابر دى . اکاشي ، سيمه د جاپان له ګڼې ګونې نه ډکه بندر ګاه ده ، انجينرانو ته پکار ؤ چې هغه داسې ډيزاين کړي چې د بېړيو تګ راتګ له خنډ سره مخامخ نشي . هغو ته پکار وه ، چې د موسم هم خيال وساتي ، د جاپان اب و هوا د نړۍ له سختو اقليمونو څخه ده ، د او بو په سر د دغه پله په شاوخوا کې ډېر تېز بادونه لګېږي په يوه کال کې دلته ٥٧ انچه باران کېږي ، تقريباً هر کال دلته سمندري طوفانونه او زلزلې راځي پو ښتنه داده ، جاپاني انجينرانو د اقليم د دې شدت سره سره د حل کومه لار راويستې ؟ هغوى د يو خاص تخنيک په مټ دا پل مظبوط کړي ، چې د ( ترس ) په نوم يادېږي . د دې تخنيک له مخې داوسپنيزوکېبلونو يو جال جوړ شوې ، دې سره که څه هم د پله خوزېدل کمېږي اوکلکېږي . د دغه جال په جوړېدو بيا هوا پل نشي متاثره کولى . او د هوا په کلکه مقابله کولاى شي ، دې سره په هرو ٢٠ مترو کې ( ټي ام ډي ) لګولى شوى ، چې هوا جذبوي او شدت يې راکموي ، د (ټي ام ډي ) د هوا مخالف لوري ته خوځېږي . په دې ډول که د پله يو لوري ته هوا لګېږي نو ( ټي ام ډي ) مخالف لوري ته خوزېږي په دې ډول د پله توازن په ځاى ساتل کېږي ، چې په يوه ساعت کې د ١٨٠ ميله په چټکتيا ګړندۍ هوا مقابله په ډېرې اسانۍ کولى شي . د دې پله يو بل کمال دادى چې له ټولو نه دغټو زلزلو په وړاندې مقاومت لري ، که شاوخوا کې د اکټر په حساب ٨.٥ درجې زلزله راشي دا پل يې زغملى شي ، د ١٩٩٥ کال د جنورى په ١٧ مه نېټه په دې سيمه کې دغسې يو ه زلزله راغله هغه وخت دا پل د کار لاندې ؤ ، وروسته يې د دې زلزلې نه په تجربې ځينې برخې بيا ډيزاين شوې . د لسو کالو دکار په نتيجه کې دا پل ودان شو ، د ١٩٩٨ کال د اپريل په ٥ مه نېټه دجاپان د وليعهد او شهزاده لخوا په يوې ډېرې شاندارې غونډه کې چې ١٥٠٠ مېلمانه په يو وخت کې پر دې پله تېرېدل او پل يې پرانيسته ، له دې وروسته په جاپان کې انجينران وهڅېدل تر څو دا ډول پلونه نور هم ډېزاين او جوړ کړي ، په دې کې درې لکه کيلومتره کېبل کارېدلى، چې له نړۍ نه اووه نيم ځلې تاوېدلى شي ، دې پله درې ريکارډونه ټينګ کړي چې تر ټولو اوږود، تر ټولو لوړ او قيمتي پل بلل کېږي ، په دې پله باندې٤،٣ بيلنه ډالره لګښت شوې چې تردې مهاله په نړۍ کې سارى نه لري، تراوسه په دې پله کومه ترافيکي پېښه نه ده رامينځته شوې ښايې دا يې څلورم ريکارډ وي .