حيرانونکي خبرونه

راټولوونکى : محمد اصف شينوارى
١ _  د ٦،٨ کيلو ګرامه په وزن د ماشوم زېږول :
يوې کولمبيايې مېرمن په حېرانتيا سره د جراحى ډاکټرانو تر څارنې لاندې د ٦، ٨ کيلو ګرامو په وزن ماشوم وزېږاوه، د هسپاني هېواد مرکز مادريد مرکزي روغتون چېر ته چې دغه مېرمن بستر وه چارواکو ويلې د دا ډول ماشوم زېږېدل په تېرو څلوېښتو کالونو کې سارى نه لري دغه مېرمن د شکرې په ناروغۍ هم اخته ده د حېرانتيا ټکى دا دى چې د دغه مېرمن وړاندينى ماشوم چې انجلۍ وه ، او اوس نهه کاله عمر لري هم د زېږون پر مهال ٤،٦ کيلو ګرامه وزن درلود د دغه مېرمن خاوندوايې يوه بله لور هم لري چې د زېږېدو پر مهال يې وزن ٧،٧ کيلو ګرامه وؤ.
٢ _ ٨٠ کلن سيدي له ١٨ کلنې انجلۍ سره واده وکړ :
د سعودي عربستان يوه اوسېدونکى چې ٨٠ کاله عمر لري سره له دې چې درې مېرمنې يې هم لرلې له يوې ١٨ کلنې پېغلې سره واده وکړ دغه سعودي وګړى همدا اوس ٨ زامن او١٤ لوڼې لري چې ټولو يې ودونه کړي . ده له خپلې نوې مېرمنې هم ماشوم زېږولې دى ، دى وايې له خپلې وروستۍ مېرمنې خوشاله دى او هڅه به وکړي چې د نورو مېرمنو تر مينځ عدالت تامين کړي .
٣ _ ړنده مېرمنه څنګه بينا شوه ؟
يوه ٧٤ کلنه ړنده انګليسي مېرمن د زړه له يوې حملې څخه وروسته بينا شوه ، دغه ٧٤ کلنه مېرمن چې ٢٥ کاله وړاندې يې په يوه پېښه کې د سترګو ديد له لاسه ورکړى وه د زړه د حملې له امله په روغتون کې بستري شوه چې د ډاکټرانو په زياريې روغتيايې حالت بېرته سم شو د حالت له ښه کېدو سره سم يې ډاکټران پدې حېران شول سره له دې چې دغه مېرمن خپل روغتيا حالت تر لاسه کړ سم د لاسه يې سترګې هم بينا شوې .
د حېرانتيا خبره دا ده چې دغه مېرمن وروسته له دې چې خپل خاوند يې ولېده ورته ويې ويل آه ګرانه چې ته څومره زوړ شوې يې .

٤ _ مور او لور يو ځاى ماشومان وزېږول :
يوې ٤٢  کلنې مېرمنې پداسې حال کې ماشوم وزېږوه چې ٢٢ کلنې لوريې هم له خپلې لور ٩٠ دقيقې وروسته  خپل لومړى ماشوم دنيا ته  راوړ ، په زړه پورې دا ده چې مور اولور دواړه په يوه روغتون او يوه خونه کې د امېدوارۍ له امله بستري دي ډاکټرانو ويلې له دې امله چې دهيونا د ماشوم د زېږون له امله ستونزې درلودې نو ځکه په روغتون کې بستر کوي د حېرانتيا وړ خبره دا ده چې دلور زېږېدلې ماشوم يې د مور له ماشوم څخه چاغ دى .
٥ _ په خپلو پښو له نړۍ چاپېره ګرځېدلې :
يوه کاناډايې سړى په ٢٠٠٠ م کال کې د ټولې نړۍ د لېدو په موخه خپل سفر پيل کړ هغه اوس په تونس کې دى ، ده دسفر له پيله وړاندې ويلې وو چې په ١٢ کالو کې به ټوله نړۍ وګوري د نيو انګلنډ د مجلې په وينا دغه کاناډايې تر دې مهاله له ډول ډول ستونزو سره مخامخ شوې دى د مثال په ډول کله چې هغه غوښتل د لېبيا هېواد ته ننوځي دغه هېواد اجازه ورنه کړه نو ځکه مجبور شو خپل پلرنى هېواد تونس ته ولاړ شي تر اوسه څه باندې ٥ کاله د ده له سفره تېرېږي ، له ٢٤ هېوادونو تېر شوى او ٣١ زره کيلومتره واټن يې په خپلو پښو وهلى تصميم لري چې په دغه سفر کې د نړۍ ٨٠ ملکونه وګوري ده تر اوسه ٢٥ جوړه څپلۍ زړې کړي دي .
٦ _ په شاتو ژوند کول :
د جنوبي کوريا يو کروند ګر چې له شاتو سره  بې کچه مينه لري د همدغه شاتو په خوړلو خپل ژوند تېروي  دغه ٤٠ کلن کروند ګر چې د جنوبي کوريا د پلازمېنې سيول د واګود سيمې اوسېدونکى دى څه موده وړاندې يې د ٢٦٠ زره مچيو د درلودلو جشن ولمانځه هغه د دغه جشن د لمانځلو پر مهال خپلې ټولې مچۍ له صندوقونو خوشې کړې تر څو له هغه سره يادګاري عکس واخلي د حېرانى خبره داده چې د دې په ځاى چې مچۍ بل چېرته  ولاړې شي ټولې د هغه په شاوخوا راټولې شوې .
٧ _ د موټر په بخار ژوند تېرول :
يو ه ٨٨ کلنه کاناډايې مېرمن چې شپږ ورځې په خپل موټر کې بنده پاتې وه ويې کولاى شول چې د خپل موټر د ښيښو په واسطه په توليد شوي بخار خپل ژوند وژغوري څه موده وړاندې دغه کاناډايې مېرمن په داسې حال کې چې د خپل موټر په واسطه کورته روانه وه ناڅاپه يې موټر له سړکه ووت ، او يوې لوې درې ته ولوېده له دې کبله چې د موټر مخکينى ټاير يې خراب شوې وو هغې ونه شو کولاى چې دباندې راووځي او شپږ ورځې هلته بندي پاتې شوه دغې هوښيارې مېرمن د موټرد ښيښو په مخ د توليد شوي بخار اواوبه څښلي ترڅو له تندې مړه نه شي له شپږو ورځو وروسته  کله چې د لوى لارۍ چلوونکى د هغې له مخې تېرېده  هغه يې وليده، پوليس يې را خبرکړل او دغه مېرمن يې له مړينې وژغورله .
٨ _ په زندان کې هوټل :
د چين هېواد يو زندان ١٢ لوکسې خونې لري چې د نورو اسانتياوو تر څنګ يې په هره خونه کې د خوب لپاره دوه بسترې پرتې دي د هرکال په پاى کې دوه تنو هغو زندانيانو ته چې دکال په اوږدو کې يې د زندان له چارواکو او نورو زندانيانو سره ښه سلوک کړى وي اجازه ورکول کېږي ترڅو ٤٠ ساعتونه له خپلو مېرمنو او اولادونو سره په دغه لوکسو خونو کې تېر کړي .
٩ _ ماشوم هم غلا کوي :
د ترکيي هېواد پو ليس ويلې چې ٢٤ سلو کې له دولتي ادارو ٢٤ په سلو کې له  جېبونو٢٧ په سلو کې له د موټرو او ٣٠ په سلو کې له پلورنځيوڅخه غلاوې په تېر ميلادي کال کې د هغه هېواد استوګنو ماشومانو تر سره کړي چې عمرونه يې د يوولسو او پينځه لسو کالونو تر منځ دي .
 ددغه هېواد پوليسو ويلي چې د کورنيو ناوړه اقتصاد او د زده کړې نشتوالى د دې لامل ګرځي چې ماشومان او تنکي ځوانان غلا وکړي پوليسو دا هم ويلي چې په تېر ميلادي کال کې د ځان وژونکو په ډله کې په سلو کې شل ماشومان دي .
١٠ _ په چين کې د طلاق زياتوالى:
 د چين د مدني چارو وزارت ويلې چې په تېر ميلادي کال کې په دغه هېواد څه د پاسه يو ميلون د طلاق ورقې ثبت شوي دغه وزارت په خپله انټرنېټ پاڼه کې ويلي چې په دې هېواد کې د طلاق تر ټولو لوى رقم دى د دغه رپورټ په اساس يوازې دشنګهاى په ښار کې چې د چين تر ټولو ستر ښار دى ګڼل کېږي ٣٠٧٤٠ د طلاق ورقې ثبت شوي دي  چې د٢٠٠٤ م کال په پرتله په سلو کې ١٢ زياتوالى ښايې ، کارپوهان وايې چې په ٢٠٠٣ م کال کې د طلاق په ورکولو کې د اسانتياوو د رامنځته کول د دې لامل وګرځېده چې د طلاق په واقيعاتوکې زياتوالى رامنځ ته شي.