ستورى او سپوږمۍ

سيد امير جان ګيله من
ستورى : سپوږمۍ! کله چې وړه وې ، زما خواته به راتلې .ما سره به ودرېدې ،خبرې به دې را سره کولې .خو د وخت په تېرېدو سره دې چې په حُسن او ښکلا کې زياتوالى راغى او پېغله شوې، ما څخه ډېره لرې لاړې اوهېڅ مې خواته نه راځې .
زه ستا د ديدن لپاره له سرې ماښامه په انتظار انتظارستړى شوم خو ستا درک نه لګي .
سپوږمۍ: ستوريه! وختونه داسې دي .نه مو پرېږدي چې مونږ يو بل ته نږدې شو .
يو بل ته د زړه راز ووايو ، په مينه سره خبرې وکړو .زه په خپل واک او اختيار کې نه يمه ، زما په لاره کې ډېر لوى لوى خنډونه دي ،نه مې پرېږدي چې ستا خواته درشم.خو ددې ټولو خنډونوباوجود د ډېرو ستونزو او تکليفونو وروسته چې ستا د ديدن کولو نيت وکړم ،ستا په لور حرکت وکړم او روانه شم نو ته هم رانه مزه مزه په شا ځې تر هغې چې له سترګو پنا شې.زه د اسمان نيمايې ته ورسم .د اسمان ټول ستوري زما د مخ د ښايست په پلوشو کې پټ وي. ددنيا خلک زما حُسن ته ګوته په خوله پاتې وي .شاعران راباندې شعرونه ليکي ، مينان مې دمخ په هېنداره کې د خپلو يارانو تصويرونه ګوري.
خو ستوريه ! تا پکې نه ونيم .
ستورى : سپوږمۍ! همدغسې ده څنګه چې ته وايې، ما پسې هم د ډېرو غمازانو او رقيبانو لاسونه دي زه يې بند په بند په ځنځيرونو تړلې يم او کشوي مې .
سپوږمۍ ! اخېر دا خلک ولې نه پوهېږي ؟
ولې دوه مينان نه پرېږدي چې د يو بل سره مينه وکړي ؟ ولې يې ورته په زړونو پلۍ پخېږي ؟ ولې ورسره قصد لري ولې مينه جرم ګڼي؟ داسې خوهم نده چې دژوند دا ستړې او ستونزمنه لار به يو څوک ځان له طى کوي .
نه هېڅ کله هم داسې نه ده. خامخا به ځان له د ژوند ملګرى پيداکوي اود ژوندانه دا ستړى او ستونزمنه لار به په ګډه وهي . سپوږمۍ ماته خلک د ماښام ستورى وايې ،خو هغوى نه پوهېږي ، هغوى له دې رازڅخه بې خبره دي .
چې ستورى په يو داسې ماښام ميئن دى چې د قدر شپه ترې شرمېږي ، د جنت حورې يې ښايست ته حېرانې دي . د جنت ښکلا او ښايست ورته سلام کوي.
سپوږمۍ : ستوريه!نور خو مو هسې هم له لاسه نشي خو :
په اخېرت به لالۍ غواړم
په دې دنيا يې ظالمان نه راکوينه