نوى جرم
مجبور ((لېونى))
هسې خو سپېڅلى دين ((اسلام )) او د جزاء قانون ، ټولې جرمي کړنې (عملونه ) مونږ ته ښکاره کړي دي ، چې بايد ځانونه ترې وساتواو له کړنې ( عمل ) څخه يې ځان وژغورو . خو که خداى مه کړه داسې يوه کړنه له مونږ څخه سرته رسېږي ؛چې هغه د اسلامي شريعت اود جزاء قانون څخه سرغړونه وي نوبيا راته همدې اسلامي شريعت او دجزاء قانون جزاء هم ټاکلې ده . که نه يې منئ نو څارنوالۍ او محکمې ته لږ سر ورښکاره کړئ ، که خوښه مو وي ؛ زه دغو ټولو جرمونو ته چې اسلامي شريعت او د جزاء قانون راپېژندلي د (( زړو جرمونو )) نوم ورکوم لکه ، غلا کول، قتل کول ، زنا کول اود يو چا ماشوم تښتول ، دا ټول هغه جرمونه دي چې هر سړى يې پېژني او بدوالى يې هر چا ته معلوم دى ، که څه هم زمونږ استادانو همدغه جرمونه زده کړي دي اوکال و سر؛همدغه محصيلينو خوارانو ته تکرار وي چې (( مفت کاالذي )) پرې درې کاله وروسته يوه علمي رتبه ( ؟ ) هم واخلي او تر ټولو خندوونکي لا دا چې کله ناکله خارج ته هم پکې لاړ شي !!!
خبره رانه د پوهنتون په استادانو راغله ؛ ما چې کوم نوى جرم کشف کړى د هغې مرتکب ته نه اسلامي شريعت کومه ښکاره جزاء ټاکلې ده اونه هم د جزاء قانون . دا چې زه وايم چې نوى جرم مې کشف کړى دا مانا نه لري چې دا جرم دې پرون پيدا شوى وي او نن دې زما مخ ته راغلې وي نا دا جرم له ډېر پخوا څخه دلته موجود و، خو نن ورځ يې تمام ښار نيولى دى .
ګورئ ! تاسې داسې فکر ونه کړئ چې دا جرم به هسې په نوم جرم وي ؛ نا دکوره له غلا کولو او قطاع الطريق ( لاره وهلو) له جرمونو څخه څو وارې شديد او سخت دى ، ځکه چې غله او لاره وهوونکي طبعاً داسې کورونه او لارې پيدا کوي چې مالداره اوپيسه داره خلک په لاس ورشي؛ خوکه يوڅوک د يو غريب ، بې چاره اوپوروړي له جېب څخه په چل ول په داسې بې رحمانه انداز پېسې وباسي، چې دا غريب او بې چاره بې له دې چې پرې پوئ شي او پوليسو ته يې په لاس ورکړي ؛ بې له دې چې ورته په غوسه شي او د خداى قهر ورته وغواړي ؛ بې له دې چې ګرېوان ته يې لاس ورواچوي ؛د تګ پر مهال ورته نرى مسکى هم شي او ورته په ډېرمعصومانه انداز کې کړي چې (( خير يوسي ..... صېب ! ، خداى دې جنتي کړه )) نو دغسې شخص ته تاسې څه وايئ ؟ او د دغسې يوې کړنې په اړه څه نظرلرئ ؟ ! طبعاً به ورته ناروا، زياتى، ظلم او په عامه اصطلاح سوچ کفر ووايئ !!
دلته راته قاضيان او څارنوالان ، صيبان په غوسه نه شي او داسې فکر ونه کړي چې زه به ګواګې د دوى هغو ډاليو او تحفوته د رشوت (( نوى جرم )) نوم ورکوم چې دوى ته يې خپل مراجعين په خپله خوښه راوړي او دوى يې ترې نه غواړي ،نا زما يې له دې سره څه ؟ زه دا نه ښايم ځکه په دې هر سړى پوهېږي چې (( غوا توره پۍ يې سپيني )) . بله خبره دا ده چې دا ((نوى جرم )) خو اوس ما کشف کړى دى ، نو د حقوقو پوهنځي پوهنملان او پوهنياران به هم ښه غاښونه چيچي او ځانته به د پوهنمل ، پوهنيار او پوهندوى علمي رتبو په ويلو سرښکته اچوي او فکر به کوي چې اخر دا رتبې يې مونږ ته په کوم (( ډيلي فتح کولو ))راکړي چې داسې يو ښکاره او تر ټولو جرمونو شديد او سخت جرمي عمل مو تراوسه نه پېژانده او څېړنې مو پرې نه کولې او تر ټولو بده لا دا چې اوس د دوى پام ورته ؛ د دوى په اصطلاح يو بګتۍ وال (( ليکوال او شاعر )) راوړ . درنو لوستونکيو! خامخا به له ځانه سره وايئ چې وروره ببولالې دې نور پرېږده خبره ښکاره کړه ، زمونږ سر دې په درد کړ .... اوس يې درته وايم ، ساده خبره ده ، شايد ته هم په دې سُر پوى يې خو هر حال ..... کيسه درته کوم .
ګرانو لوستونکيه ! فرضاً همدغه ته ؛ له ښار څخه د يوې لرې اطرافي سيمې اوسېدونکى يې او په کور کې درته خداى مه کړه يو ناروغ پيدا شي ، ته له خپلو کليوالو څخه په پور اوګروۍ يو څو روپۍ پيدا کړې او خپل ناروغ ښار ته د درملنې لپاره راوړې ، دلته ډاکټر صېب ( ؟ ) ستا ټولې پيسې په هغو بې اړتيا ازموينو ( ټسټونو) ولګوي چې ستا ناروغ ورته هېڅ اړتيا هم نه لري او له هغې وروسته دې په درملتون والا هم وپلوري ، خو دا چې تاسره د درملو اخېستلو پيسې نه وي پاتې او د لارې کرايه هم د مسجد په وره کې له خلکو څخه په سوال پيدا کړې او يوازې د ډاکټر سپين کاغذ ( نسخه ) کور ته له ځانه سره يوسې پر دغه مهال څه احساس کوې ؟!! آيا د دې پرځاى دې که کورغلو چور کړى واى ښه به نه وه او يا هم په لاره کې دې چا جېب وهلى واى .... آيا دغه کړنه چې تاسره ډاکټر صېب وکړه د غلو لخوا ستا د کور لوټلواو جېب وهلو نه سخته نه ده ؟ آيا خوښه دې نه ده ؟ چې د دې ډاکټر صېب لاس او پښې د ښار په څلور لارې کې غوڅې شي چې نور ډاکټران ترې عبرت واخلي ، تر اوسه ما د همدغه نوي جرم يادونه کوله ، غواړم په پاى کې يو ټکى بل هم درته روښانه کړم او په اصطلاح په زخم دې نوره مالګه هم ودوړوم ، هغه دا چې دغو ډاکټرانو (( ؟ )) صاحبانوپه هغو پيسو تعليم کړى دى او ډاکټران شوي دى چې ستااو ستا د پلاراو يا په بله اصطلاح د دې مظلوم ، غريب بزګر او خوار ولس له وينوزبېښلو او خرڅولو وروسته لاسته راغلي دي ، زه نه پوهېږم خو کله به چې زما زړې نيا دعا کوله نو ويل به يې چې (( خداى دې ډاکټراو حکومت (( پوليس ،قاضي او څارنوال )) ته د چا حاجت نه کوي )) ما خو ورته امين وويل خو تاسې هم ووايئ چې :
امين