زلميه!
داسې سترګې نه غواړم

 

ژباړه : محمد غني (( فا روقي ))

 
سترامام ابي نصرسمرقندي (رح) د حسن بصري (رح) په اړه کښلي چې بصري دخپل ژوند په لومړنيو پسرليوکې خورا ښکلى او زړه راښکوونکى زلمى وؤ، تل به يې ښکلې جامې په تن وې او دبصرې دښارپه لارواوکوڅوکې به ديو مست شرنګېدلي اونازولي زلمي په څېرګرځېده راګرځېده يوه ورځ له خپل کورڅخه بل لور ته روان وؤ په يوې ښکلې مېرمن يې سترګې ولګېدې هغه مېرمن د نااشنا ښکلا او ښکلې قد واندام خاونده وه ، زلمى حسن هغه پسې روان شو او په لومړي ځل کتو يې د ميرمن مينې د زړه په ماڼۍ خطرناک يرغل وکړ، تکړه زلمې يې هومره تراغېز لاندې راغى چې خپل ځان يې هم کنترول نه کړاى شو او بۍ اختياره د ښکلا خاوندې پسې روان شو مېرمن ورپسې راوکتل ويې ويل : زلميه ! ته حيا نه لرې چې ما پسې را روان يې ؟
حسن بصري وويل چا نه حيا وکړم مېرمن وويل ځه له هغه چا نه حيا وکړه چې ( پېژنې د غلا کتل او څه چې پټ دى په سينو کې ) د حسن په زړه کې يوډول وېره پېدا شوه دا چې مينه د فطرت زېږنده او يو ډول شوخه او ياغي ډوله بڼه لري نو په دې برلاسى نه شو چې ځان کنترول او زړه ترېنه صبر کړي هماغسې مېرمن پسې روان و هغې وويل : ته د څه لپاره ماپسې روان يې ؟ نازولي زلمي ورته وويل : ستا د جادو ګرو سترګو ښکلا را څخه زړه يوړ مېرمن د څو شېبو له خاموشۍ وروسته زلمي ته وويل: ته همدلته کېنه زه تاته ستا د زړه ارمان او غوښتنه درسپارم ، د ښکلي زلمي په زړه کې خوږې هيلې راوټوکېدلې په ورو ورو د خيال په شبنم رالوئيدلى او زلمى حسن يې د غوټيو دشونډو مسکا ته د انتظار شېبې شمارلې اوڅارلې .
زلمي ګومان وکړ چې مالومېږي زما مينه هم د ښکلې مېرمن د زړه ماڼۍ ته ورننوتله لکه د دې مينې چې زماد زړه ماڼۍ په خپله ولکه کې راوسته . وروسته د يو څه انتظار څخه يوه خدمتګاره د زلمي راروانه ده چې يو قاب ( لوښى ) کې څه راخېستي اوپرې يو ښکلى دسمال غوړول شوې دى خدمتګاره د زلمي څنګ ته راورسېده هغه لوښى يې د زلمي مخې ته په ډېردرنښت کېښود ، زلمى حسن چې دا شېبې د هيلو دغوټيو په رنګينه مسکا تعبيرولې په ورو يې ترينه د سمال پورته کړ ګوري چې هاغه ښکلې او د ده دزړه ښکارکوونکې سترګې  پکې جوړه ايښي دي ، زلمي په ډېرې ژوبلې لهجې وويل دا ولې ؟
خدمتګارې وويل : زلميه ! زما مشرې ويل زه د اسې سترګې نه غواړم چې د هغې په ننداره خلک بې لارې او لېوني شي ، زلمى حسن بې کچې خواشينى شو رنګ يې بدل او په بدن يې له وېرې وېښتان ټول ولاړسۍ شو، په لړزنده حالت کې يې خپله ښکلې او توره ږيره په لاس کې ونيوله ويې ويل حسنه!مړ شې څومره ښکلې ږيره لرې خو ته يې له ګناه څخه راستون نه کړې  آه ! ته د يوې ښځې څخه هم په ايمان ،عزم او پاک لمنۍ کې کم راغلې ؟ ډېر پښېمانه شو هماغه شېبه يې  توبه وويسته خپل کور ته لاړه ټوله شپه يې په خواشينۍ رڼه کړه ، د سهارد لمر راخورېدو وروسته دهغه مېرمن د کور په لور لاړ، هورې يې وکتل چې دکوردروازه تړل شوې د ويراوماتم نمانځونکې مېرمنې يې د کور مخې ته راټولې شوې وې او د ماتم اوښکې يې تويولې ، زلمي ترېنه وپوښتل د دې کور مېرمن چېرته ده ؟ هغوى وويل هغه پرون ورځ مړه شوېده زلمى ډېر خواشينى شو د خپل کور لورې ته راستون شو زلمى د مېرمن په مړينې درې ورځې او شپې ډېر غمجن و بې اختياره به يې د سترګو څخه د اوښکو رودونه په مخ را روان و په وروستۍ شپه يې هغه مېرمن په خوب کې وليده چې دالهي جنت په يو ښکلي بڼ کې ناسته ده زلمي ترې وپوښتل ژوند دې څرنګه دى ؟ د ښکلو سترګو مېرمن وويل :حسنه ! ستا په سبب راته خېر راورسېد دښکلي ارام اوهوسا ژوند مېرمن شوم ټولې اندېښنې  راڅخه لرې شوې ډېره خوشحاله يم او له تانه زياته مننه کوم زلمي ورته وويل : ماته نصيحت وکړه زه څه وکړم چې نننى اوسبانى ژوند مې ښکلى او سپېڅلې شي؟
د ښکلا مېرمن وويل : زلميه ! کله چې ځانته کېږې په ژبه او زړه الله الله يادوه د تل لپاره زړه د لوى څښتن په ياد ويښوه او ژبه د هغه په خوږه ستاينه او يادونه لمده ساته . په ټولو وختونو کې په ځانګړي ډول سهار او ماښام لوى څښتن ج ته ورګرځه او له هغه څخه د خپلو ګناهونو بخښنه غواړه .
زلمي د مېرمن خوږې ويناوې په غور واورېدې او وروسته يې په ورځني ژوند کې هماغه لارښوونې په عمل ( کړنه ) کې پلي کړې خپل زړه يې د لوى خداى (ج) مينې ته وزګار کړ چې پايلې کې يې هماغه شرنګېدلى زلمي په الهي مينه مست شو عالم شو، زاهد شواو په ورو ورو يې راڼه او پاخه فکرونه د اسلامي نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسېد چې اوس يې نړېوال د سترعالم ، څېړونکى او محقق په ستاينوم پېژندلى .