د ځنکدن سختې شېبې دي

عاشق الله (( فرياد))
 
دا به هر څوک ومني چې ځينې ليدنې کتنې او ځينې سفرونه له ځانه خاطرې پرېږدي همدارنګه ځينې شعرونه هم له خاطرو سره ملګري وي ،کله چې يو شعر په يوه ځانګړي ځاى يا ځانګړې موضوع باندې وليکل شي که دهغه مجلس حاضرينو ته دغه شعر په دغه ځاى کې خوند ورکړ او دشعر موضوع پدې تاثير وکړ بيا نو کله چې دغه کسان هغه شعر يا پخپله وايې او يا يې له چا څخه واوري نو همغه خاطره يې په ذهن او خيال کې راژوندۍ کېږي ان تر دې که لومړني تاثيرات يې په ژړغوني حالت کې و؛ نو تل يې له اورېدو سره ژاړي . ماته هم خپلو ځينو شعرونو خاطرې راپرې ايښي دي ، خو زه پکې د خوښۍ نه بلکې دخفګان خاطرې ډېرې لرم دا ليکنه مې هم د خپل يوه داسې غزل په اړه کړې ده او ماته به تر عمره ترخه وي زه خېر دى خو زما ځينې دوستان يې هم ځورولي دي زما دهغه غزل سر داسې دى :
د ځنکندن سختې شېبې دي ته به کله راځې
ماتې مې مخ باندې خولې دي ته به کله راځې

دا غزل ما دخپلې مور په مرګ ليکلى دى ځکه زه يې پس له مرګه جنازې باندې حاضر شوم او همدارنګه زه نارينه اولاد نه لرم په دې سخت تنګ وخت کې چې په ما تريخ تېر شو ما په خپل دې شعر کې دې خبرې ته هم اشاره کړېده،کله چې دا سندره د بريالي صمدي له خولې وويل شوه البته زما دمور دمرګ نه درې کاله وروسته دا کست او سي ډي راوتلي دي له يوې خوا ما شعر ډېر تراژيد ليکلى دى له بلې خوا بريالي صمدي هم په ډېر تراژيد کمپوز کې دپښتو موسيقۍ سره ويلى دى کله چې کست ثبت شو لا بازار ته نه وه راوتلې چې ددغه مجلس يو ګډون کوونکي چې هغه هم شاعر دى ماته په تيليفون کې وويل چې بېګاه بريالي صمدي ستا يو شعر ثبت کړ، ډېر خلک يې وژړول ما ترې وپوښتل کوم شعر و؟ هغه په ځواب کې راته وويل مړه هر څه يې رانه هېر دي ان تر دې چې معلم ظفر هم ورته وژړل معلم ظفر د کابل موزيک مسؤل دى د هغه نوم يې ځکه ياد کړ چې دا کست هغه ثبتاوه لنډه داچې د ټېپ او سي ډي کست يې دواړه مارکېټ ته راووتل ځينې يې بهرنيو هېوادونو ته هم ورسېد ل نو په دې اړه ځينې دوستانو او ملګرو ماته مخامخ ، دليکونو له لارې او په تيليفون کې ماته وويل چې دا دې څه ليکلي مونږ دې ټول په دې خفه کړو مونږ هم ډېرى کسانو يا د خپل مور او پلار مړى نه ليدلې او يا يې په پټو سترګو رسېدلي يو په مونږ کې ډېر داسې کسان شته چې با لکل اولاد نه لري نوکله چې مونږ دا کست اورو يا وينو سرې سترګې ورته ناست يو او ډېرو را څخه د همدې خبرو په  لړکې دا غوښتنه کوله چې اصلي کيسه څه ده مونږ ته يې وليکه يا يې راته ووايه په پاى کې دې ته اړ شوم چې ويې ليکم او ليکنه د کومې مجلې له لارې خپره کړم ترڅو ټولو ته ورسېږي نو دا دى دشعر ليکلو اصلي کيسه :
زما خداى (ج) بخښلې مور د ډېرو کلونو راپدې خوا د زړه په رنځ اخته وه هغه د چا خبره د دوايا نو په زور ژوندۍ ګرځېده ، مونږ درې ورونه يو  چې يو په لغمان کې اوسېده او مونږ دوه ورونه په ننګرهار کې اوسېدو مور به مې تل له ما سره اوسېده د نورو ورورنو کورته به  هسې په کال کې دوه درې ځله تلله نو ځکه يې په هر تکليف زه ډېر ژر پوهېدم او په اصطلاح دکورني طبيب ځاى مې ورته نيولې و عمر دى تېرېږي د بدو شرايطو په راتلو سره مې رسمي دنده پرېښوده په ننګرهار کې مې يو دوکان ګوټى درلوده په هغه کې مې خپل وخت تېراوه د ورځې به مې غريبي کوله او دشپې به کور ته تلم د طالبانو د نظام له ماتېدو وروسته زه بېرته کابل ته راغلم او په خپله دنده وګمارل شوم خوما به په کابل کې يوه اونۍ تېروله بيا به دوه اونۍ په ننګرهار کې وم او خپله دوکانداري به مې کوله ،زه به چې هر ځل دوظيفې لپاره کابل ته راتلم نو مور ته به مې د خداى پامانۍ لپاره وروړاندې شوم لاسونه به مې ورته ښکل کړل، دې به د همېشنۍ مينې له مخې په ټنډه ښکل کړم لاسونه به يې پاک خداى (ج) ته پورته ونيول او په پخه دعا به يې رخصت کړم ،کله به يې چې په مخ دخفګان څپې راغلې نوما ورنه پوښتنه کوله مور جانې څه مشکل دى هغې څو ځلې دغه يوه خبره راته کړې ده چې ، زويه زه کله کله په دې خبره ډېره خفه کېږم چې ته نارينه اولاد نه لرې او دا غم مې لکه پټ خوږلن وريتوي څه وکړم په ډېرو نذرونو او دعاګانو هم ونه شوه خداى په خپلو کارونو ښه پوهېږي خو زه ستا دا يوازېتوب نشم زغملى له دې غمه به مې زړه اخر وچوي او ستا د زوى ارمان به ګور ته يوسم .
د مور په ژوند دوروستي ځل لپاره چې زه ننګرهار ته لاړم مور مې په کور کې نه وه پوښتنه مې وکړه لوڼو مې راته وويل درې ورځې مخکې مې له کاکا سره تللې ده په سبا يې زه هم پوښتنې ته ورغلم خو چې کله بېرته راتلم مور مې  وويل زه هم درسره ځم هغه مې له ځان سره راوسته شپې ورځې ژر تېرېږي زما وخت پوره شو بايد بېرته کابل ته راغلې واى د راتګ په وخت کې د پخوا په شان دخداى پامانۍ لپاره ور وړاندې شوم دا ځل يې ډېر ځنډ په غېږ کې ونيولم او ډېر ټينګار يې وکاوه چې دا ځل به ژر بېرته راځې زما حال ښه نه دى چې د بدن قيامتي  نه شي ما ورته وويل دا سې دې خداى نه کوي که څه مشکل درته پېښ شي په کور کې مې اوښى شته ورور ته مې احوال ورکړه او زه به هم انشاءالله په خپله وعده راشم هغې بيا خبره راغبرګه کړه ويې ويل زويه ته او ورور دې ډېر فرق لرئ په کور کې بل نارينه نه لرو د ورور په تمه دې مه اوسه ما ډاډ ورکړ په دعا يې رخصت شوم خو د دې وروستۍ خبرې به مې تل په زړه کې ښکته پورته کېدې ځکه ماته داځل دمورخبرې ، خداى پاماني هر څه بل ډول ښکاره شول او ماته نوې خبره وه ځکه يې اندېښمن کړې وم لنډه دا چې کابل ته راغلم څو ورځې مې تېرې شوې وې چې په يوه نوې دنده وګمارل شوم د نوې دندې تر سمبالولو وروسته چې پدې وخت کې زما يوه اوونۍ له اصلي وعدې څخه  زياته تېره شوې وه د چارشنبې ورځ وه د شپې مې فېصله وکړه چې سبا ته به دفترته يو سر ورښکاره کړم د پنشنبې ورځ ده نور به له خېره جلال اباد ته ځم مور مې په همدغه مازيګرپه حق رسېدلې وه ماما اونورو خپلوانو ته مې ناوخته خبر را رسېدلې و، هغوى په ما پسې ډېرې منډې ترړې کړې وې خو زه د شپې په خپل ځاى کې نه وم زما د موندلو لپاره د هغوى کوښښونه بې نتيجې و سهار چې د دفتر مخې ته ورسېدم  دوه خوريونه  مې د دفتر مخې ته ولاړ و له حاله يې خبر کړم  له دوى سره په موټر کې کېښناستم دکابل او جلال اباد دا لويه او له غمو ډکه لارمې په غمجن زړه لنډوله او د مور هغه تېرې خبرې به مې په زړه کې ګرځېدې تر څو لغمان ته خپلې پلرنۍ هدېرې ته ورسېدم نور ډېر دوستان هم راسره وو جنازه نه وه رارسېدلې له خپلو دوستانو سره مې يو ځاى د جلال اباد په لور حرکت وکړ ځکه زما زړه کې نور دا توان نه و پاتې چې د جنازې د راتګ انتظار وباسم لنډه دا چې جنازه له جلال اباده او زه له لغمان څخه ور روان شوم او دې د غم کاروان سره د درونټې د پله په سريو ځاى شوم له خپل موټر څخه کښته شوم او د جنازې په موټر کې د پخوا په شان د مور تر څنګ د زړه خوالي لپاره نه بلکې د هغې دتابوت تر څنګ د وير او ماتم لپاره کېناستم لنډه داچې جنازه مو په لغمان کې خاورو ته وسپارله او نږدې ماښام جلال اباد ته کې خپل کور ته راستون شوم کله چې کور ته ننوتم نو لوڼې مې راغاړې وتې او په ژړا ژړا کې يې د خپل نيا مرګ او خپلو بې کسيواوناخوالو کيسې وکړې ما هم په ژړا ژړا د غم بار له خپل زړه نه کښته کړ اوخپل زړه مې په اوښکو تويولو يخ کړ. وروسته يې بيا راته دا کيسه کوله چې د مرګ په ورځ يې لوړ مازيګرو ؤکاکامې راغى او د لږې ناستې وروسته بېرته په خپل کار پسې لاړه پداسې حال کې چې دنيا وضع مې ښه نه وه لږه شېبه وروسته مې ماما له لغمان نه راغى چې دا حال يې وليد په تره پسې مې لاړ تر څو هغوى بېرته راتلل نږدې ماښام مې نيا په حق رسېدلې وه. هغوى وويل چې پدې شپه او ورځ څو څو ځلې يې ته ياد کړې او مونږ ته يې وويل چې پلار دې رانغى تيليفون ورته وکړۍ . د ځنکدن په وخت کې يې بيا ويلې وه چې عاشق الله خو رانغي وعده خلافي يې راسره وکړه بيا به يې په قيامت کې د ليدو په تمه يم له دې خبرو سره يو ځل بيا زمونږ په کور کې داسې د خفګان او ژړاوو زوږ پورته شو چې تا به ويل د محشر ورځ ده دې حالت ، دې بېکسۍ او د مور په زړه کې مې په ژوندون د يو او بل د ليدلوارمان او زما د لوڼو دې مايوسه ساندو او چېغو په ما دومره اثر کړى و چې دغه صحنه مې له خپلې بې وسۍ او بېکسۍ سره جوړه په يوه غزل کې انځور کړه اود خپل زړه بړاس مې ووېست لکه څنګه مې چې مور راته ويلي و، د ورور په تمه مه اوسه رښتيا يې ويلي و د ځنکدن په وخت کې مې ورور نه و زه هم نه وم ، بل نارينه کس هم نه و او زما د تور سرو په غېږکې يې په ډېر ارمان ساه ورکړه دا وه د هغه شعر کيسه څوک چې په راغلي شعرکې ذکر شو ناخوالو لکه زما په شان اخته وي او دا غزل خپل د درد اوغم انځوربولي او پرې زهير شوې دي له ما سره يو ځاى هغوى ته اجر ورکړي دا هم بايد ووايم لکه څنګه چې دا شعر ما په ژړا ژړا ليکلى و، هر وخت يې چې اورم يا لولم په  ژړا مې راولي او قسم دى چې اوس يې داکيسه ليکم نو اوس مې هم په مخ مړې اوښکې روانې دي په دې کې اصلي شور چې د غزل په قالب کې دى په مکمل ډول دلته راوړم او هغه غزل دا دى :
د ځنکدن سختې شېبې دي ته به کله راځې
ماتې مې مخ باندې خولې دي ته به کله راځې
چې شرمېدلې مې له شوخو شوخوسترګو ځينې
اوس مې آ شوخې سترګې مړې دي ته به کله راځې
وروستۍ سلګۍ  د ځنکدن دي سترګې اړومه
لکه چې هېرې دې وعدې دي ته به کله راځې
زامن دپلار جنازه واخلي هديرې ته يې وړي
زما پريوته اسرې دې دي ته به کله راځې
سر او تندى راته وهي په چېغو چېغو ژاړي
تورې سرې ما باندې خورې دي ته به کله راځې
سترګې مې پټې شولې لاړم بې ديدنه زويه
څه غم لړلې ورځې شپې دي ته به کله راځې
له عزرائيله مهلت غواړم تر فرياده پورې
د کابل جان لارې اوږدې دي ته به کله راځې