وجود او شهود
استاد فضل ولي(( ناګار))
يادښت:
په تېره ليکنه کې د صوفي خواخوږي په نښه شوې، چې د کافر درد هم خپل ګڼي، او دا درحمة للعلمين(ع) لارښوونه ده.
داسې نه ده، چې تصوف عدم تشدد او جامد دي،د انګرېز د درې لسيز يرغل پر وخت، چې مرکزي حکومتونه کمزوري وو، ولسي پاڅونونه صوفيانو رهبري کول.
دړومبي يرغل پر ضد د سوات اخند صيب( ساپي کندهاري) قافله سالار و، ددوهم تېري پروخت هډې ملاصيب، موسهي ملا صيب او ملګري يې په جهاد بوخت وو. له درېيم يرغل سره ترنکزو ملاصيب، چکنور ملاصيب، سرتور فقير او نور ډېر روحانيون په ټکرو وو، دسوات دمجاهد ملا پير مولتا محمد شعيب له سکانو سره په غزا کې شهيد شوي دي.
تصوف د جارحيت پر خلاف بربنډه توره ده.
پدي بايد پوه شو، چې دغه مساله د عرفاني شعرساه ده. په عرفاني ادب کې چې کوم سوز، درد، جوش وخروش، ذوق، شوق اوګذار دي ټول له همدغو شرابو دي، او دغه خيال په ړومبي قدم له حقيقي مينې زېږېدلي ښکاري کله چې په عارفانواو صوفيانو مينه غلبه شي، نو په هغې نړۍ کې له حقيقي محبوب پرته بل څه نه ويني، شعر و شاعري همدغه حالت انځوروي، او زمونږ نظر ته يو تجسم وړاندې کوي.
په هر څه کې ننداره د هغه مخ کړم
چې له ډېرې پېدايې ناپديد شو
خوشحـال بابا
هسې نه چې واحدي يې ده له عجزه
په يوه وجود بسيار دي رب زما
زه د يار مينې په يار باندې شېدا کړم
که څوک ما ګڼي زه نه يم واړه دي دي
رحمــــن بابا
اي حمزه د يار انداز کړي يار په خپله
لېونيه وايه جز کړې او که کل کړې
حـــــمزه بابا
يوه تمثلي کيسه ده، چې له اور اورکي نه چا پوښتنه وکړه، چې د ورځې ولې نه راوځې، هغه وويل: زه شپه او ورځ په يو ځاي يم، خو په لمرکې مې څوک نه ګوري. عالم(نړۍ) همدا حکم لري، چې د خداي(ج) د هستۍ په وړاندې د حال خا وندانو ته نه ښکاري. دا وحدت الشهود دي چې حضرت مجــــــــــدد(رح) الف ثاني څو ځايه په خپلو مکتو باتو کې ثابت کړي دي ؛ خو دغه خيال ورو، ورو ترقي وکړه، او وجودي وحدت ته ورسېد، يعنې داسې ځاي ته ورسېد، چې له خداي(ج) پرته له پيله تر پايه په حقيقت کې هېڅ شي موجود نه دي.
انسان په طبيعت(نړۍ) کې يوکمزوري اوخوارمخلوق دي، خو په تصوف کې هماغه ذره ده، چې له لمره بېله شوې او بيا به لمرشي. يوڅاڅکي دي،چې سمندريې په غېږکې پټ کړي دي مېرزاخان انصاري وايې:
زه به څه وايم چې څه يم
نېست و هست واړه په ده يم
هر څه نېست شه له هستيه
دنېستۍ معني يې زه يم
د وصال په هوا درومم
د دې لا مکان مرغه يم
د حېرانۍ ځاي دا دي چې دغــــــــه ربړه دومره پېچلې شوې، چې پرفلسفه يې جوتتيــــــــــا ډېرې ستونزې پيداکوي ؛ خو تصوف له فلسفې په ښه استدلا ل روښانه ډول ثابته کړېده. او لطف يې دلتــــــه دي، چې دشعر اسلوب هېڅ توپيرنه دي پيدا کړي، او ښکلا او نزاکت يې لا پياوړې شوي.(١) استاد کامل ليکي:(( کاينات دازلي حسن يو منعکس شوې صورت دي، عالم يې د معشوق ديکتايې له جلوې نه نور هېڅ نه دي، که حسن خود بين نه وي نو مونږ به نه وؤ)).
حسنه ته خودبين يې زه پښتون يمه
ما ته ده ښودلې ګـــــــــدا سترګو ته
حمزه بابا
دا وينا مذهبي بنسټ هم لري، حضرت نبي اکرم صلي الله عليه وسلم فرمايې: الله جميل ويحب الجمال. يا: کنت کنزاً مخفياً فاحببت ان اعرف.
مولانا عبدالسلام رامپوري د(( اقبال او برګسان)) په مقاله کې ليکي: د وحدت الوجود په وجه افعالو کې کثرت او اختلاف شته، خو دا د(( فعليت مطلقه)) اجزا نه دي، بلکې دهغه تفصيل دي فعليت مطلقه په حيثيت کې خالق دي، او په تفصلي حيثيت کائينات يعنې دا کائينات د هغه فعليت مطلقه.
اجمالي ظهوري اعتباردي، په عالم کې د(( انايې مطلق)) نه علاوه هېڅ څيز حقيقي وجود نه لري)).(٢) وحدت الوجود = وجود يعنې حقيقي هستي يوه ده، خو يو ظاهر وجود دي، او يو باطن، وجود يو نوردي، چې د ټول عالم لپاره په منزله د ځان دي، او هم د دې باطن نور پرتو ظاهر وجود دي، چې د ممکناتو په شکل کې ليده شي. هراسم، صفت او فعل چې په ظاهرعالم کې دي اوددې ټولو اصل هم هغه باطن وصف دي، او ددې کثرت حقيقت هم هغه وحدت دي و لکه دڅپو حقيقت چې عين سمندر دي. دکاينات واړه افراد د حق پلوشې( تجليات حق) دي. حمزه بابا وايې: حمزه که کړې حجاب دما سواله زړه نه دور
کثرت عين وحدت دي په کثرت کې نشته هېڅ
په دې نظريه د کم نظر خاوندان دشرک او حلول ګومان کوي، حال دا چې دغه نظريه له دغو شيانو نه بېخي پاکه ده. د دې لامل دا دي، چې د وجود حقيقي مفهوم يې په پوهه کې نه راځي او د وجود په ترڅ کې يې له ذهن نه ماديت او جوهريت نه وځي.
وجود نه روح دي، نه ماده، نه عرض دي، نه جوهر، بلکې دحق ذات او د حق وجود يو شي دي له يو وجود نه مراد دا دي، چې په حقيقت کې يو د حق وجود شته، او دا څه چې مونږ ته موجود ښکاري، په خپله هېڅ وجود نه لري، بلکې دهمه اوست مظاهر دي، او څه وخت چې دا يو وجود په ډېرو او ډول ډول مرتبو کې څرګند شوې وي، نو ځکه په هره مرتبه کې جدا حکم لري.(٣)
ګرفرق مراتب نکنې زنديقي
وحدت الشهود: د کايناتو وجود، دبېلو بېلو اثارواو صفاتو ظهورد واحد(ج) مطلق د ذات او صفاتو عکس اوظل( سوري) دي، چې په عدم پرېوځي،( منعکس کېږي)، خو دا سوري په خپله د سوري څښتن( صاحب ظل) نه دي، بلکې محض يو مثال دي.
د ابن عربي خيال دي، چې وجود يودي، ابن عربي د تاکيد لپاره دا قول راوړي:(( سبحان من خلق الاشيا ء وهو عينها)). فريد الدين عطار وايې:
نکو ګويې نکوګفت است درذات _ که التوحيد اسقا ط الک ضافات
ګرهردوګون موج برارند صد هزار_ جمله يکيست لبيک به صد بارامده
جهان از تو پر وتو جهان نه _ همه در تو ګم و تو درميان نه
د روښانيانو ستراستاځي مېرزاخان انصاري وايې:
د لاهوت په تنهايې قراري وه_د ناسوت په بازارغږ دچون چرا
عجب تن به تن يې خپله تماشا ده _ په هر لورې د ده بيه هم شري(٤)
بايد يادونه وکړو، چې وجوديان د يو وجود له منلو سره سره له دي نه ځان ساتي، چې کاينات يا هرشي خداي دي، بلکې د فقهاوواوعلماو غوندې دا وينا باطله ګڼي،ابن عربي وايې:
الربُ ربُ ولو تنزل _ والعبد عبداً ولو ترقي.
د وجود او شهود په بحث کې لويه ستونزه د حق دصفاتود عينيت او غيريت ده، چې ډېره ګرانه ده.
ځکه شهوديان په ځانګړي ډول مجدد الف ثاني اوملګري يې دخداي صفات د خداي په ذات زايد ګڼي او وجودي صوفيان په تېره(( ابن عربي)) يې عين ذات ګڼي، او زايد برذات ګروهه له حقيقت خلاف ګڼي، ځکه وجوديان يواځې د حق(ج) ذات فعال ګڼي، نه صفات،او وايې چې د(( فعليت مطلقه)) چينه بېخي يوه ده، صفات صرف اعتبارات دي چې په يوه ذات کې متصور دي که صفات په ذات زايد وګڼل شي نو په دې سره به ذات د صفاتو معلول وګرځي،او ذات به د صفاتو يوه مجموعه متصور شي، ځکه نو وايې، چې هم هغه يو ذات رحيم، کريم، قهار، جباراوهر څه په خپله دي، خوشحال بابا د دې نظريې داسې مرسته کوي:
نور څه نشته لاندې باندې _ واړه دي دي چې څه کاندي
د شهودي مسلک پرخلاف وجوديان صفات په خپله سوري او ظلال ګني،اوله سوري نه د سوري پيدا کېدل ناممکن، د صفاتو د عينيت په باب د خوشحال بابا دا شعرد غور وړدي:
مخ د يارله خط وخاله مستغني دي _ د غني وي هر اسباب له خپله کوره
د وجودي توحيد له رويه د مخلوق وجود په خارج کې نشته، بلکه خارج هم يو اعتبار دي. دهغه ذات(ج) لپاره د خارج او داخل سوال نه پيدا کېږي، ځکه حق په هرڅه محيط دي. څه چې دي، دهغه علمي معلومات دي، او دخارجي جهان تصورځکه پيدا شو، چې د حق معلومات چې دحق په اسم(( هوالباطن)) کې وؤ، نو هيڅ تعين او امتياز يې نه درلود، بلکې عين ذات ؤ، لکه څاڅکي په سيندکې ؛ خو چې کوم وخت د حق اسم(( هو الظاهر)) ته راغلل، نو ټولو د يو بل وجود محسوس اومشاهده کړ،او له همدې نه د کاينات تصورپيدا شو، خو په حقيقت کې هغه ذات(( الان کماکان)) دي، نه ترې څه بېل شوي اونه ورسره يو ځاي شوي دي.(٥)
د وجودي او شهودي صوفيانو ترمينځ کشمکش تش لفظي جګړه ده، ځکه يو وجودي صوفي دا مشاهده کوي، چې د هرشي وجود د خداي(ج) وجود دي، او يو شهودي صوفي هم په هرڅيزکې د هغه يو ذات مشاهده کوي، نوظاهره ده، چې کوم وخت په هر څيز کې د يو ذات مشاهده کېږي، نو په هغه وخت کې به د شيانو وجود محسوس او مشهود نه وي. صرف د ذات وجود به محسوس اومشهود وي. که چېرې د ذات له مشاهدې سره د هغه څيز مشاهده هم کېږي، نو بيا خو يو ذات مشهود نه شو،او دا واحدت الشهود نه دي، او چې د څيزمشاهده لاړه شي، نودغه نظريه توپيرنه کوي مولاناجلال الدين رومي په(( فيه مافيه)) کې د شطح ويونکو بې پروا صوفيانو په باره کې وايې: چې خلک فکرکوي(( اناالحق)) ويل يوه لويه دعوه ده حال دا چې انا الحق ستره تواضع ده. ځکه کله چې وويل شي، زه د خداي بنده يم، نو دوه هستي جوتېږي يو په خپله ويونکي او بل خداي انا الحق ويل په حقيقت کې ځان نشتول دي، يعنې زه نه يم، ټول خداي دي. له خدايه پرته بله هستي نشته، زه په کلي دول مطلق عدم او هېڅ يم، تواضع پدې کې زياته ده ؛ خو خلک پرې نه پوهېږي.
د حضرت مجدد الف ثاني په نظر کله چې رښتيني عاشق د طريقت په لاره له رياضت، مجاهدو،کشف او مشاهدو نه اوړي، نو پرې دمينې مستي راخورېږي، دې د سکر پدې حال کې حقيقي محبوب ويني،او نور يې له نظره هر څه ورک وي، دغه د وحدت الوجود کيفيت ته دوحدت الشهود پر لور ګامونه پورته کوي. د ده په خيال دسالک هدف شهودي توحيد دي، او دغه نظرله شريعت سره برابر دي، په بله وينا وحدت الوجود د طريقت د لارې يو موړدي نه منزل، نوميالي محدث شاه عبدالعزيز د هلوې د وجود اوشهود په باره کې فرمايې: څېړنه دا ده، چې وحدت الوجود په مرتبه د ذات او صرافت اطلاق کې متعين حق دي، او شهودي توحيد چې غيريت څرګندوي، دتعينات په پوړوکې واجب القبول دي. په حقيقت کې دوړاه سمې خبرې دي. الهي حکمت دا دي، چې د دې امت دکمال د ودې لپاره په پيلامه کې توحيدي پوهه القاء کېږي، چې خلک د خداي له قرب او مينې نه په خوند اخستلو سره په زهد او مجاهده مشغول شي، وحدت الوجود د اسلام په اړتياو کې داخل نه دي،که څوک يې معتقد نه وي، په دين کې يې زيان نه راځي ؛ خو څرنګه چې لوي لوي بزرګان يې ګروهمن دي، پدې باب له بدرنګې وينا نه پرهېز پکار دي او پرعوامو واجب ده، چې په دې ربړه کې کومه خبره(( اثباتاً)) يا(( نفياً)) له خولې ونه باسي،او نه دې پکې بحث کوي، چې د عقيدې د فساد وېره شته.(٦)