د پېغمبر سره مينه !
قاري قدرت الله
داسمه ده،چې مينه دانسان د فطرت غوښتنه ده، دکوم انسان زړه،چې د ميني له خواږه درده بې برخې وي هغه پوره انسان نه بلل کېږي.
هغه مينه، چې انسان ته په دنيا او اخرت کې عزت ور بښي همغه ريښتينې او سپېڅلې مينه ده.
تر هغې، چې يو انسان په زړه کې د خداي( ج) سره او دهغه له نازولي پېغمبر( ص) سره مينه و نه لري د پوره ايمان دغوه دې نه کوي.
موږ ټولو ته پکار ده، چې د خپلو زړونو تيارې د خداي( ج) او دهغې د پېغمبر( ص) په مينه رڼا کړو که نه نو ټول عمر به مو په زړونو تورې تيارې حاکمې وي.
په همدې اړه محمد( ص) فرمايلي:(( مومن به نه شي يو له تاسو څخه تر هغې، چې زه ورته د مور، پلار، اولاد او نورو ټولو خلکو نه نېږدې او محبوب نه شم.))
دلته د هغو اصحابو مبارکو نومونه را اخلو کوم نومونه،چې د خداي( ج) د رسول( ص) سره د مينې په خاطر د تاريخ په پاڼو کې ځانګړي ځاي لري.
کله،چې رسول الله( ص) د مکې له مشرکينو سره د سولې تړون لاسليک کړ ؛ نو د مشرکينو په نماينده ګۍ عروة بن مسعود د پېغمبر( ص) خضور ته خاضر شو، دې مشرک به چې هر ځل خبره کوله د پېغمبر( ص) مبارکه ږيره به يې را نېوه ؛ خو کله به، چې عروة د پېغمبر( ص) ږيري ته لاس اوږداوه ؛ نو مغيره( رض) به يې د تورې په لاستي لاس واهه او ورته ويل به يې لاس دې لرې کړه !
عروة وويل دا څوک دي،چې زما لاس وهي ورته وويل شول:( دا ستا وراره دي)
عروة حيران شو او له خولې يې وواته:( زما همغه ګران وراره، چې...)
په هر حال عروة وليدل، چې صحابه له خپل پېغمبر( ص) سره څومره مينه لري. بيا قرېشو ته ستون شو او ورته يې وويل:(( اي زما قومه ! قسم په خداي( ج) زه د ډېرو پاچاهانو دربارونو ته تللي يم قيصر، کسرا، نجاشي او نور مې ليدلي ؛ خو يو يې هم د خپلو خلکو په زړونو کې دومره ځاي نه لري لکه محمد( ص)، چې د خپلو خلکو په زړونو کې څومره مينه لري، کله،چې خبرې کوي ټول غلي وي له ډېره ادبه يې سترګې په ځمکه ټومبلې وي.))
همدارنګه د حبيب( رض) په زړه کې د پېغمبر( ص) پاکه مينه ددې لړۍ يوه بله بېلګه ده، د دار له ځړېدو نه مخکې مشرکانو حبيب( رض) ته وويل: ايا په دې نه يې خوښ، چې محمد( ص) ستا پر ځاي وي او ته په کور کې ناست اوسې؟
حبيب( رض) ورته په ځواب کې وويل:( نا ! په خداي( ج) قسم،چې زه دا هم نه خوښوم،چې د پېغمبر( ص) په پښه کې دې اغزي لاړ شي او زه بې غمه په کور کې ناست اوسم.)
پېغمبر( ص) سره د اصحابو بيبيانو هم ډېره مينه لرله، د احد تر غزا نه وروسته، چې د يوې ښځې مېړه، پلار او ورور درې واړه پکې شهيدان شوي وو،ا صحابو هغې بي بي ته د شهيدانو خبر ورکړ او غمرازي يې ورسره ښکاره کړه، نوموړې بي بي ددې پرځاي چې خپه شي صحابو ته يې وويل: د رسول الله( ص) څه حال دي ژر کوئ ماته يې و ښايي ! اصحابو ډاډ ورکړ او له لرې نه يې ورته رسول الله( ص) و ښوده؛ نو بي بي وويل:(( پرته له تانه بل هر غم او مصيبت کم او د زغملو وړ دي.))
دا بايد هېره نه کړو،چې څومره مينه اصحابو له پېغمبر( ص) سره کوله همدومره مينه ورسره د خداي د رسول( ص) هم وه.
انس( رض) وايي:(( لس کاله ما د خپل بادار خدمت وکړ پدې کم عمر کې ماته رسول الله( ص) غوسه شوي هم نه دي.))
په مسند احمد بن حنبل کې راغلي، چې پېغمبر( ص) انس( رض) د کوم کار پسې ولېږه په لاره کې ماشومانو لوبې کولې دا يې نندارې ته ودرېده پدې کې څه وخت تېر شو، رسول الله( ص) د هغې په لټې پسې را ووت هلکانو، چې له ورايه وليده انس( رض) ته يې وويل، چې هغه دي رسول الله( ص) راغي، ددې په ځاي، چې انس( رض) و تښتي و درېده کله، چې پېغمبر( ص) را نېږدې شو په مسکا يې ورته وويل:(( ځه خپل کار پسې لاړ شه)) ترڅو،چې حضرت انس( رض) د خپل کار نه بېرته نه و راغلي تر هغې ورته پېغمبر( ص) هملته په انتظار ناست و
د داسې يو ستر شخصيت سره سړي څنګه مينه و نه کړي، چې الله تعالي او د هغه ملاېکې پرې درود او سلام وايي.