افغانستان او پاکستان د تر هګرۍ ضد جګړه کې
پاکستان بايد افغان دولت سره په ګډه پوله د ماينونو پرځاى ګلان وکري
ليکوال : ظاهر(( طنين )) ژباړن : عادل (( نايب زى ))
د پاکستان سيمه يزو رسنيو خبر خپور کړ چې پاکستان د هغو ١٥٠ تنو طالبانو په لټه کې دى کوم چې لست يې ورته افغان ولسمشر حامد کرزي د سفر پر مهال ورکړې ؤ .
په اسلام اباد کې چاپېدوونکې ورځپاڼې ډان په ګذارش د پاکستان کورنيو چارو وزير افتاب احمد خان شېر پاو دا منلې چې مونږ د هغو ١٥٠ تنو شکمنو لست تر لاسه کړى چې ګمان کېږي په پاکستان کې پټ شوي وي ؛ خو شېر پاو دا څرګندونې نه مني !
هغه اطلا عات چې حامد کرزي مشرف ته دکتنې پر مهال ورکړى کولې شي چې سيمه کې د تحول سبب وګرځي ځکه مشرف هغه لست قبول کړى ؛ خو هغه څه چې مهم دي هغه د دواړو هېوادو ترمنځ د ترهګرۍ پر ضد رېښتنې مرسته ده .
خو د افغانستان په جنوب کې پاکستان سره په کډه پوله تراوسه تاوتريخوالى روان دى او دا نااعلان شوې جګړه ده ځکه تر اوسه لا روښانه نده چې څوک مستقيماً په دې جګړه کې لاس لري ؟ د پاکستان دا ځل مرسته کولاى شي چې د(( اى اس اى )) ځانګړې ډلې موخې ، د افراطي طالبانو د ځانمرګو بريدونو او متحده مجلس عمل سياسي موخو مخه ونيسي .
دغه د نومونولړليک چې په ښکاره ډول افغانستان د پاکستان دولت ته ورکړى د افغان دولت د مخالفينو د تم ځايو ، روزنځايو او عملياتو پوره او په دقيق ډول مفصل او ځانګړى معلومات لري ؛ خو دا نه ده څرګنده چې يوازې افغان څارګرې ادارې دا لست جوړ کړى او که امريکا يې ځواکونو او ناټو ورسره مرسته کړې ؟ ځکه دوى له فضا څخه د تصوير اخستلو او عکاسي کولو توان لري . بل دا چې اوسنى افغان دولت تازه په هېواد کې حاکميت تر لاسه کړى او خپل بهرنى سياست لکه څنګه چې لازم دى نه شي پلي کولى . د افغانستان نړيوال ملاتړي که په سيمه کې پاکستان خپل ملاتړىګڼي خوفشار پرې هم راوړي چې دترورېزم په نسکورولوکې تکړه شي !
د دې تر څنګ بل تحول د دواړو هېوادو ترمنځ سرحد کې د پاکستان د بريدونو مقابل کې د قبايلو پاڅون دى چې ځيني سياسي کتوونکي ورته د پښتون او پنجابي جګړه وايې مګر دا ټولې پېښې اوعوامل کولاى شي افغانستان او پاکستان ته د ښه راتلوونکي زېرى وي ؟
تر اوسه لا روښانه ځواب نه شته .