نوي سوالونه

له نېکه مرغه د مينې مجلې ځينې قدرمن لوستوونکي پدې توانېدلي دي چې د تېرې گڼې ځينې پوښتنې ځواب کړي؛ خو هيڅوک په دې نه دي توانېدلي، چې سل په سلوکې د پوښتنو ځوابونه راولېږي په دې لړ کې نجيبه (( حلـــــــيم )) دکابل له خېرخانې څخه ٨٠ په سلوکې ځوابونه رالېږلي دي همداراز زلمى(( حلــــــيم )) ٨٠ په سلوکې ، خوشحال درانى اونظرمحمد(( بهار)) ٧٠ په سلو کې زمونږ پوښتنې ځواب کړي دي چې د زړه له کومې مننه ترې کوو.
او دمينې مجلې شپږ مياشتنۍګډونو ونډې امتياز دجايزې په توګه ورته ورکوو.
د يادولو وړ ده، چې نوموړوګټوونکو ته په لاندي ډول جايزې ورکول کېږي .
١_ که چېرې مو د پوښتنو ځوابونه سل په سلو کې سم وي، نو جايزه مو ٢٠٠٠ افغانۍ ده .
٢_ که چېرې مو د پوښتنوځوابونه نوي په سلوکې سم وي ، نوجايزه مو دمينې مجلې کلنى
ګډون  ونډه  ده .
٣_ که چېرې مو د پوښتنوځوابونه  پنځه اويا په سلوکې سم وي ، نو جايزه مو د مينې مجلې شپږ مياشتنۍ
ګډون ونډه ده .
٤: که چېرې مو دپوښتنو ځوابونه پنځوس په سلو کې سم وي ، نوهريوه ته د مينې مجلې يوه يوه ګڼه ورکول کيږي .
ګرانو مينه والو !
ځوابونه مو له دقيقو پتو سره د اېمېل يا دهغو پلو رنځيو له لارې چې تاسې ترې مجله ترلاسه کوئ راولېږئ .
١_ حضرت محمد (ص) د چا دجنازي د کولونه منع شو؟ او ولې؟
٢_ د افغان کليمه دلومړي ځل لپاره د چالخوا وکارول شوه او زمونږ د هيواد نوم څه وخت افغانستان شو؟
٣_  په دوهمه نړيواله جګړه کې د لومړي ځل لپاره د متحدينو لخوا اټوم بم وکارول شو، تاسې ددې ناوړې پېښې  تاريخ ، مرګ ژوبلې او ځاى په اړه معلومات راکړئ ، او همداراز داحمله دچاپه امر، اودچا لخوا تر سره شوه ؟
٤_  د ننګرهار ولايت د بحرد سطحې نه څو متره لوړدى، دکلني باران اندازه يې څو ملي متره ده، اوکومې اقليمي سيمې پورې اړه لري ؟
٥_  زرافه د نړۍ تر ټولو د لوړې ونې لروونکى حيوان دى ، تاسې وواياست چې دا حيوان څومتره لوړ دى ؟
٦_  آيا انټرنېټ پېژنئ ؟ د دې په زړه پورې تکنالوژۍ په اړه معلومات راولېږئ .
٧_  د فزيک نامتو عالم انشټن داسې يوه نظريه نړۍ ته وړاندې کړه چې له امله يې ورته د  (( معاصر فزيک پلار )) لقب ورکړ شو، تاسې د دې نظريې په هکله معلومات راولېږئ .
٨ _ په انسان کې خندا، ژړا ،غوسه،خوشالي،او خپګان دکومو هورمونونو او عصبي سيستم د فعاليت زېږنده ده ؟
٩  په شلو افغانيو غواړو شل سره حيوانه واخلو چې بايد او ښان ،اسونه او خره وي .که چېرې ديو اوښ  بيه څلورافغانۍ وي اسونه د روپۍ دوه وي او خره د روپۍ څلوروي نووواياست چې په سلو افغانيو څو اوښان ، څو اسونه او څو خره کېږي ؟ د يادولو وړ ده چې د حيواناتو مجموعه بايد د سلو نه کم او زيات نه شي او پيسې هم پاتې نه شي .
١٠  درې تنه ملګري د ډوډۍ د خوړلو لپاره يو رستورانت ته لاړل ، د ډوډۍ خوړلو نه پس لومړي تن د پيسو د ورکولو لپاره د رستورانت خاوند ته راغى او پوښتنه يې ترې وکړه چې څو روپۍ بايد ورکړي ، د رستورانت خاوند ورته وويل : لاړ شه د پيسو په دخل (( خزانې )) کې وګوره چې څو روپۍ دي ؟ هماغه روپۍ دوه چنده کړه ، لس ترې بېرته واخله او نور دې په مخه ښه ، دويم ملګرى ته يې هم همداسې وويل : په خزانې کې وګوره چې څو روپۍ دي هماغه روپۍ دوه چنده کړه او لس روپۍ ترې بېرته واخله او ځه ! درېيم تن ته يې هم ورته خبره وکړه هغه هم خپله وظيفه اجرا کړه او لاړ ، د دوى د تللو نه وروسته چې د رستورانت خاوند خزانه وليده نو يوه روپۍ پکې هم نه وه او تشه وه . اوس نو تاسې ووايې چې په لومړي ځل په خزانه کې څو روپۍ وې ؟
ستاسې د برياليتوب په هيله