حل يې کړئ او جائزه واخلئ
درنو لوستوونکو ! په تېره ګڼه کې لس پوښتنې مطرح شوې وې . دا دى د تېرې ګڼې د پوښتنو ځوابونه پدې ډول دي :
١ په ملګرو ملتونوکې دغه شپږ ژبې رسميت لري : ١_ انګليسي ٢_ عربي ٣_ هسپانوي ٤_ فرانسوي ٥_ جرمني ٦_ روسي .
٢ د چين تاريخي دېوال چې د نړۍ داووګونو عجايبوڅخه دى له ميلاد نه دمخه په ٢٤٦ کې پيل او په ٢٢٨ کې پاى ته ورسېد، دا دېوال د (( چين شي هوانګ )) په امر جوړ شو او څه ناڅه ٤٠٠٠ کيلو متره اوږدواولى لري .
٣ دنړۍ تر ټولو لوى پوهنتون (( ايم وي لونوستيت )) نومېږي او د روسي هېواد په پلازمېنه مسکو کې موقيعت لري د دې پوهنتون ساحه کوچني ښار ته ورته ده . دا پوهنتون څلوېښت زره کوټې او دوه دېرش پوړه لري ، ددې پوهنتون کارپه ١٩٤٩ کې پيل او په ١٩٥٣ پاى ته ورسېد، او پرانستل شو.
٤ د نړۍ تر ټولو لوى زندان (( چارکف )) نومېږي او په يوکراين کې دى ، دا زندان د ٤٠٠٠٠ کسانو ظرفيت لري .
٥ تاج محل چې د اسلا مي تمدن يوه په زړه پورې بېلګه ده د مغولي امپراطور شاه جهان لخوا د ( ١٦٣٠_ ١٦٤٨ ) کلونو تر منځ د هند په اګره ښار کې جوړ شو، دا ودانۍ شاه جهان د خپلې معشوقې او مېرمنې ممتاز د مرګ نه وروسته د هغې پر مزار جوړه کړه ، او وروسته خپله هم پکې ښخ شو .
٦ د نړۍ تر ټولو لوى ساعت (( بېک بن )) نومېږي او په ايټالياکې د (( سنټ ېل )) د مشهورې کليسا په سر په ١٨٥٩ کال کې جوړشوى دى د دې ساعت دوه عقربې يواځې ٣٥٠ کيلو ګرامه وزن لري او تر اوسه وخت په سمه توګه ښايې ، د بېک بن ساعت زنګ چې هرې ١٥ دقيقې وروسته زنګ وهي ١٢٥٠ کيلوګرامه وزن لري او دعقربو اوږدوالى يې څلور متره دى .
٧ د هسپانې هېواد مشهورنقاشي (( ليونارد داونچي )) ١٤٥٢ _ ١٥١٩ د برتانيې د ملکې (( مونالزاژراديني )) څېره نقاشي کړه چې دا تابلو (( ژوکونددمو نکا )) په نامه مشهوره شوه .نوموړې تابلو په ٢٠٠٤ کال کې په ٣٢ ميليونه ډالره وپلورل شوه .
٨ د نړۍ ترټولو لويه جغرافيوي نقشه د بلجيم په بروکسل کې ده او څه ناڅه ٢١ کيلو متره مربع مساحت لري .
٩ د ډيورنډ معاهده په ١٨٩٣ کال کې د افغانستان او برتانوي هند لخوا امضا شوه چې په لړ کې يې د خېبر دره او لنډيکوټل د افغانستان د خاورې نه جدا او د سلو کالو لپاره برتانوي هند ته ورکړل شو ، د دې معاهدې وخت په ١٩٩٣ کال کې د رباني په واکمنۍکې بشپړشو؛ خو له بده مرغه نه نړيوالې ټولنې اونه د افغانستان حکومت په دې اړه غوږونه ګرولي .
١٠ د يونان په پلازمېنه د اتن په مرکزي پوهنتون کې يواستاد داسې عجيب عدد کشف کړى چې د زده کونکو پام يې ځان ته واړوه ، دا عدد ( ١٤٢٨٥٧ ) دى . که چېرې دا عدد مونږ په ٢ کې ضرب کړو نو ( ٢٨٥٧١٤ ) کېږي ، يواځې د کيڼ اړخ دوه عدده يې ښي اړخ ته ځي او بس . که چېرې يې په ٣ کې ضرب کړو نو (٤٢٨٥٧١) کېږي ګورو چې هماغه پخوانى عدد دى ، يواځې د کيڼ اړخ لومړى عدد اخرته تللى دى اوبس . که چېرې يې په څلورو کې ضرب کړو نو (٥٧١٤٢٨ ) کېږي ، بياهمهماغه عدد دى يواځې د اصلي عدد ښي خواته دوه عددونه د کيڼ اړخ سرته راغلي .
که چېرې يې په پنځو کې ضرب کړو نو( ٧١٤٢٨٥ ) کېږي که په شپږو کې يې ضرب کړو (٨٥٧١٤٢ ) کېږي او که په اوو کې يې ضرب کړو نو ( ٩٩٩٩٩٩ ) کېږي ،که پاملرنه وکړئ نو حتماً به د اعدادو تر منځ ورته والى ومومئ .