د کرزي دولت ملي ستراتېژي نه لري

استاد حبيب الله  ( رفېع  )
 
د لندن کنفرانس ته تر ورتلو وړاندې ښاغلي حامد کرزي او د ده کاري ډلې اعلان وکړ چې دوى د افغانستان لپاره په ملي ستراتېژۍ ولاړ پنځلس کلن پلان جوړکړى او ددې پلان له مخې به دلندن په کنفرانس کې ژمنه شوې پېسې لګوي او افغانستان به د دې ملي ستراتېژۍ په رڼا کې د پرمختيا به لوړو پوړويو ته رسوي . ما چې ددې ستراتېژۍ له اعلان سره څلورکاله شاته وکتل نو دکرزي صاحب په دولت کې نه يواځې دا چې د ملي ستراتېژۍ څرک راته ونه لګېد بلکې څه مې چې لېدل په ټولوکې د ملي ستراتېژۍ اړخ تش او دغېرملي ستراتېژۍ لوړ لوړڅلي پکې ولاړ وؤ .
[ د بن تر کنفرانس وروسته د توکيو او برلېن کنفرانسونو د نړيوالو د شپاړس ميلياردو ډالرو شااوخواد مرستو ژمنې تر شا درلودې چې داته ميليارده ډالرو مرستې يې افغانستان ته راغلې ؛ خو ده او د ده کورنيو او بهرنيو انډيوالانوداسې په خلاص مټ په مېلو ، چړچو، سالګرو، ماڼيواو موټرو ولګولې چې د دې مظلوم ملت له پانګې نه يې د لندن ، پاريس او نيويارک له پانګه والو سره د خپل ژوند سيالي برابره کړه . ] که دوى ملي ستراتېژي درلوداى نود ملي ستراتېژۍ غوښتنه دا وه چې دوى داپيسې د هېواد په لمړنيواړتياوو لګولې واى  د وران شوي هېواد بيا رغونه يې په داسې توګه کړې  واى چې له يوې خواښه رغونه واى اوله بلې خوا په دې رغونه کې د نړۍ له نويو تجربو ګټه اخېستل شوې واى . پېسې په اساسي او توليدي پروژو کې لګېدلې واى او کله چې دا مرستې سرته رسېدې نو مونږ به په خپلو پښو ودرېدلي او د ځان بسياينې لور ته تللې واى افغانستان غريب هېواد نه بلکې غريب ساتل شوى هېواد دى که کار ورته وشي بې جوړې  زراعتي ، صنعتي او تجارتي امکانات لري .
دنمونې په توګه برېښنا را اخلو، دکرزي صاحب دولت په څلورو کلونو کې له هغو هېوادونو نه د برېښنا د راوستلو خبرې کوي چې د برېښنا فابريکې يې زمونږ په اوبو چلېږي خو دخپلو دې پرېمانه او سرشارو اوبو د رابندولو ، ايلولو او په هېواد کې دبرېښنا زېږولو خبره يې له خولې نه وځي ، مونږ که يو ځل د برېښنا په توريد پېسې ولګوو او بيا يې په توليد ولګوو نو دادوه لګښته کېږي ؛ خوکه دبرېښناپه توليدلګښت وکړو نو بيا به دومره برېښنا تر لاسه شي چې د خپلو اړتياووترڅنګ به يې دتصدير لپاره اقدام کوو، ځکه  مونږ دهېواد په زياتو برخوکې داوبو دبرېښنا د زېږولو امکانات لرو ، په زياتو برخو لکه هرات او فراه کې چې ١٢٠ ورځنى منظم باد لري )د بادي برېښنا دزېږولوامکانات لرو او ورسره په زياتو تودو سيمو کې د لمرله انرژۍ نه د برېښنا ترلاسه کولوامکانات شته ،د ملي ستراتېژۍ غوښتنه دا ده چې په تېرو څلورو کلونو کې له دې امکاناتو نه دومره استفاده شوې واى  چې دپردوله اډې وتلى واى . دکرنې سکتور ته يو ځغلنده نظر اچوو:
يو وخت يواځې هرات داسيا ګودام بلل کېده ،دشهيد محمد داود خان د جمهوريت په وروستي کال افغانستان د غنمو دتوليد له اړخه په خپلو پښوودرېدلى و،د درې لسيزو جګړو داوبو ډېر امکانات ويجاړ او ډېرې ځمکې شاړې کړې ،که په تېرو څلورو کلونو کې د اباداوره پيسې د کرنې دسکتور په بيا رغونه لګېدلى واى نو زمونږ بزګران او خواريکښ وګړي به د ايران سفارت ته په کتارونو کې دکارموندلو په نيت ولاړ نه واى بلکې  په خپلو کورونو کې به بسيا واى او د ځمکو په ابادېدلو سره به افغانستان يو ځل بيا د اسيا په ګودام بدل شوې واى . د هېواد غني کانونو ته ګورو، په ټوله نړۍ کې چې په خواره واره ډول څومره کاني مواد شته په افغانستان کې يو ځايې ډول موجود دي ، هېواد پال پاچا ارواښاد اعليحضرت غازي امان الله خان له همدې امله د هېواد دکاني شتمنۍ په باب په يوه غونډه کې ويلې وو : ( انچه خوبان همه دارندتو تنها داري ) اوغوښتل يې چې داکاني شتمنۍ د ملت په ګټه په کار واچوي خو بخت ياري ورسره ونه کړه ؛ خو د ښاغلي کرزي حکومت په تېرو څلورو کلونو کې دکانونو لور ته هم ورونه کتل او که له دې پيسو نه يې  په استفادې سره دې لور ته توجه کړې واى يايې د دوستو هېوادنو لکه المان او جاپان فابريکې او متخصصين دلته راجلب کړي واى نوله يوې خوا به زمونږ کاني مواد په کار لوېدلې واى او له بلې خوا به زمونږپه لس هاوو زره دکارمټې چې اوس له سهاره تر ماښامه په چوکونو کې دکارپه انتظار ولاړوي ، په کاربوخت شوي واى په عمومي توګه د مالي پاليسۍ په برخه کې بې له دې چې امکانات برابر شوي وي دکرزي صاحب حکومت د ازاد بازار په اتڼ ورګډ شواو د غربي پانګوالۍ لاره يې غوره کړه ، پدې برخه کې که د ملي ګټو دخوندي کولو په باب پاخه قوانين جوړنشي نو دغرب دپانګې لېوان به هر څه رانه  وخوري ملي اقتصاد به په ځمکه ولګي، ملي پانګوال به د هيڅ ډول سيالۍ جوګه نشي او ملي ثروتونه به مو دخارجي کمپنيو له  خوا چور او چپاول شي . په اوس وخت کې دشهيد  محمدداود خان د وخت لارښود او مختلط اقتصاد چې په پانګه اچوونه کې دولت ٥١ برخه ولري مجربه نسخه ده ، ځکه کمونستانو د سوسيالستي اقتصاد په پېښو زمونږ هېواد وران کړاودکرزي صاحب حکومت به د کپېټالستي اقتصاد په تقليد زمونږ تيارې ګولۍدغربي داړه مارانو په خوله کې ورکړي ) تر اقتصادي مسايلو چې ورتېر شو دټولنيز جوړښت او ترکيب په برخه کې د ښاغلي کرزي د حکومت غېر ملي پاليسي د ملت پربدن داسې داغونه ايښي چې رغېدل يې اوږد وخت او کار ته اړتيا لري د امريکايې ځواکونو په وسيله د طالبانو په ټوپکواکۍ په نسکورولو سره له بن څخه د کرزي صېب په حکومت کې  دټوپکواکانو داسې خطرناکې ډلې هېواد ته راغلې چې په افغانستان کې يې قومي ، سمتي، ژبنيواو مذهبي جګړو خونړۍ تجربې درلودې او دملي وحدت په وجود کې يې د مېخونو ټکوهلو ژور ټپونه جوړ کړي وؤ. کرزي صاحب له ملت سره ژوره ژمنه درلوده چې داکسان به په شپږ مياشتنۍ لنډه موده کې له ځانه سره ساتي ، بيا به له دوى نه وسلې اخلي او دمتخصصو کسانو حکومت به جوړوي ؛ خوده نه يواځې په لنډمهاله دوره کې دوى لرې نه کړل بلکې په منځ مهاله او انتخابي دوره کې يې له ځانه سره او ملت چې پر ده رايې لورولې  وې د همغو رايو په رڼا کې يې د ځان مرستيالان او ملګري وساتل اود دغو کسانو دکړو په نتيجه کې داسې قومي ، سمتي ، ژبني او مذهبي توپيرونه رامنځ ته شول چې د افغانستان د متوازن انکشاف پروګرام داسې بڼه غوره کړه چې به ځينې ولاياتو کې جګړې جاري وساتلې شوې او پر ځينې نورو ولاياتو چې تر قومي او مذهبي پوښښونو لاندې وو دکلينيکونو اوښوونځيو بارانونه وشول او د توکيو او برلين په غونډو کې له ترلاسه شويو پيسو څخه چې دحکومتي چارواکو ، ملګرو ملتود موسسو اوانجيوګانو له چور اوحېف وميل نه پاتې وې په ښه توګه برخمن شول چې ددې غېر ملي پروګرام په پلي کېدو سره ملي ســــــــتراتېژي دتل لپاره شاته ووهل شوه. دافغانستان نوي اساسي قانون د لس هاوو ميلونو ډالرو په لګښت جوړ شو او د کرزي دغېر ملي ترکيب درلودونکي حکومت په وخت کې تر ډېره حده يو غنيمت قانون و؛ خود دې قانون يوه ماده هم پلي نه شوه بلکې قصداً اوعملاً ترپښو لاندې شوې . د قانون شلمې مادې ملي سرود په پښتو تثبيت کړ و؛ خو کله چې جوړ شو کرزي دهغه کسانو په خوله چې خپله ګوندي ترانه يې دملي سرود په نامه وړاندې کړه او حتى له ډېر تعصبه دافغان او افغانستان کلمې پکې نه وې ، هغه رد کړ او ترننه جوړ نه شو او يقين دى چې دده دملي ستراتېژۍ (؟)په پاتې کلونوکې به هم جوړ نه شي .
ملي ترمينالوژي چې دافغاني ژبو په بنيادونو ولاړ ده ، قانون يې بقا تضمين کړى ؛ خو په عمل کې دده مشاورينو دپاريس له ميخانونه هغه متعصبين چې له ملي وحدت او ملي ورورۍ سره د دښمنۍ اوږده سابقه لري په ذربين کې راپيدا کړل ، دلته يې مشاورين کړل او باالاخره د طلوع تلوېزون کارخانې ته يې ورننه ايستل چې نه يواځې دملي ترمنالوژۍ بنسټونه يې ونړول بلکې د دري ژبې بنيـــادونه يې چې ملي ځانګړتياوې اواصالت يې درلوده له منځه يوړل او دايراني کلتوري ښکيلاک په خم کې يې افغاني فرهنګ له ملي تشخص څخه ويوست ] خبرې ډېرې دي خو يو مهم ټکى چې مونږ يې پدې لنډو ورځو کې بدې نتيجې وليدې دا اهل تشيع وروڼو لپاره د بې پولې ازادي ورکول دي ودا منلې مقوله ده چې څوک ترهغه حده ازادي لري چې دبل ازادۍ ته زيان وانه ړوي ، زمونږ اهل تشيع وروڼو تل په همدې چوکاټ کې ازادي درلوده او هيڅکله هم د شيعه او سني په نامه اختلاف ترې ونه زېږېد؛ خودکرزي حکومت چې اساسي پايې يې د قومي، سمتي، ژبني او مذهبي توپيرونو دپالونکو پرښکرو ولاړې دي ، دا ازادي داسې حد ته ورسوله چې د نورو ټولو افغانانو ازادي يې زيانمنه کړه او دهېواد په ګڼو ښارونو کې يې خلکو ته لارې بندې او ژوند ورتنګ کړ چې په هرات کې د عاشورا د ورځې خونړۍ پېښه يې وړه نمونه ده او که دا پاليسي دوام وکړي خداى مه کړه تر دې ترخې پېښې به وزېږوي.
له نورو ګروېږنو تېرېږم خو په پاى کې دومره وايم چې که د کرزي صاحب پنځلس کلنه ملي ستراتېژي په همداسې بنيادونو ولاړه  وي نونتايج به يې د افغان د قهرمان ،مسلمان او هېواد پال لپاره تردې هم ترخه وي . هيله ده کرزي صاحب د خپل ملت هغه باور ته چې پرې کړي يې دى په پام کولو سره رښتيا هم يوه ملي ستراتېژي جوړه کړي او تر دې زيات يې د غولولو او دبربادۍ لور ته دبېولو هڅه ونه کړي !