د ولايتي شوراګانو وکيلان دې له خلکو بښنه وغواړي

ګټيالى
 
تاسو به حتماً دا خبر تر لاسه کړى وي چې څه موده وړاندې د ټول هېواد نه  د ولايتي شوراګانوغړي  نه  پوهېږم خپله او که د حکومت په بلنه له  ولسمشرکرزي سره په يوه غونډه کې ليدل کتل وکړل ، دغو استازو ولسمشر ته له نورو ډېرو ستونزو خپله دا ستونزه غټه وبلله چې تنخواګانې او واکونه يې کم دي ، ولسمشر هم د مالي امکاناتو په چوکاټ کې د تنخواګانو او د قانون له مخې د واکونو د ډېرېدو ژمنه وکړه. ما يو ملګرى سيدخرم شاه روحاني  ( ډېر بلا سړى دى، د طالبانو په وخت کې يې نوم ملا عماد الدين روحاني ؤ ) دا خبر  اورېدلې ؤ  راغى ، او په خبرو راسره ګډ شو ،  روحاني صېب  نه يوه کړه او نه دوه . ويل يې ، دې خلکو چې کله انتخابي کمپاين کولو، د شريعت د پلي کولو او فساد ورکولو تر څنګ يې ، د ودانولو خورا لوى لوى  پروژې په اجنډا کې شاملې وې ، دوى خو له خپلو واکونو خبر نه ؤ چې غږ يې تر ولسمشره ورسېد.
د روحاني  صېب په وينا که ولسمشر د دوى واک ډېر نه کړ اوهمداسې بې واکه په څوکيو ناست وي بيا دې يو بل کمپاين هم پيل کړي هغه داسې چې کلي په کلي دې وګرځي اوخلکو ته دې د خپلو کمزوريو سپينې سپينې خبرې وکړي چې هېڅ کار يې له واکه نه کېږي د ولايتي شوراګانو وکيلان دې له خپلو خلکو بخښنه وغواړي ، ځکه دوى چې کومې ژمنې کړې وې هغه د دوى په صلاحيتونو کې نه راځي .
که لږ فکر وکړو دا وکيلان هم ملامته نه دي ، چې لومړى يې د معاشونو د زياتولو غوښتنه کوي ، ځکه چې دوى  دولتي لوړ رتبه او نورو مامورينو ته  ګوري چې په ظاهره يې معاش ٢٥٠٠ افغانۍ دى خو دکاغذ- پرانۍ اختلاس او نورو نا مشروع  لارو د دوى هم  عايد او اعتبار ډېر دى ، وکيلان هم په داسې حال کې چې د ولس لخوا ټاکل شوي مشران دي ، دوى ته په کتو د محروميت احساس کوي چې ولې يې ديو منتخب  مشر په توګه دا ډول کارونو ته  لاس نه رسېږي . بل دا چې ولسي جرګې ته بريالي کانديدان دوه سوه ډالره معاش لري او د دسترخوان نه يې هم ځانونه لرې ساتلي ، دوى خوارکيان په خپلو ولايتونو کې اوسېږي د مېلمنو پرېمانه غويمنډ ورباندې جوړ وي ، او په درې سوه ډالرود دوى کار چېرته کېږي .
 د يو شمېر روڼ اندو په قول ، دوى خو دومره واړه خلک هم نه دي ،که نور نه وي د بشر حقونو، ( پي ار ټي ) ، اطلاعاتو او کلتور، مخدره موادو د ادارو له خوا چې کوم، سيمينارونه او ورکشاپونه جوړېږي په داسې ډېرو غونډو کې حق په جانبه ناست وي پپسيانې ، معدني اوبه ، او ورسره پنجابي چرګان نوشې جان کوي . رښتيا هم دوى ته که هېڅ  هم نه وي دا رنګه غونډو کې د ګډون شرف  حاصل دى ، د خرم شاه په قول واسکټونه يې په کورتيو بدل شوي ، او په ناکامو کانديدانوخو سلام هم نه اچوي .
په اساسي قانون کې د دوى واکونه يواځې په پرمختيايې پروګرامونو او ولايتي چاروکې ځايي ادارو ته د مشورې د ورکړې په بڼه راغلي ، داسې هم نه ده چې ګنې د مامورينو په څېر ناوړه ګټه اخېستنې ته يې لاس نه رسېږي  دوى د خپلو همدغو محدودو واکونو په  لړکې که وغواړي د ځايې مامورينو سره د تفاهم لاره غوره کړي ، خپله برخه ورنه بېلو لى شي ، د مخدره موادو پر ضد کمپاين کې خو ښه لراو بر شول ،ګمان کېږي چې د واسکټونو جېبونه به يې ورته له ډالرو مالامال کړي وي ، تجربو ښودلې چې ډېرګمانونه او حديثونه رښتيا ختلي .  دا چې دوى ولسمشراو نورو نړېوالو رسنيو ته تراوسه کوم ډول شکايت د خپلو اړوندو ولايتونو له چارواکو نه دي کړي ، شک پيدا کېږي چې خامخا به کوم تفاهم ته سره رسېدلي وي ګومان دى چې د چارواکو انعامونو او بخششونو او نورو مراعاتونو به د دوى خولې تړلې وي د تېرکال د کب په ٢٨ نېټه د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال عبدالعزيز(( خېرخواه )) او دوه تنو غړو، حاجي محمد حسن او حاجي طاهر(( عمر)) په يو مطبوعاتي کنفرانس کې په خپلو کړنو رڼا واچوله ، او ويې ويل چې دا شوراګانې د ولس او خلکو ترمنځ د پل حيثيت لري ، دوى د لومړي ځل لپاره په ننګرهارکې اداري فساد ته ګوته ونيوله ، ويې ويل ځيني ولسوالان اوقوماندان بې کفايته دي او له دندو بايد ګوښه شي ، دوى له والي سره خپلې اړيکې ښې وبللې او دا خبره يې رد کړه چې ګنې د معاشونو جيګولو غوښتنه يې کړې ، طاهر (( عمر )) وويل دوى تر اوسه د يو ولسوال په اندازه صلاحيت هم نه لري ، پورته خبرو نه ښکاري چې دوى نه پوهېږي خپل کار له کوم ځاى نه پيل کړي ،له يوې خوايې له والي سره اړيکي ښې بللي او له بل لوري د بې کفايته ولسوالانواو قوماندانانو خبره کوي ، د والي صېب دسترخوان خورا لوى دى ، چې  د دوى په څېر ډېر نورخلک ورنه لکه پتنګان تاوېږي ،او که خبره يې په والي صېب لګېږي ، ولې والي دې ته نه اړ باسي چې د دوى په اصطلاح بې کفايته ولسوالان او قوماندانان له دندو ګوښه کړي ،او د اداري فساد پر ضدکوټلي ګامونه واخلي ، خير زموږ خبره دهېواد په سطحه ده ، خلک حق لري ، لومړى همدا منتخب استازي له ګرېوانه ونيسي او ورته ووايې چې د څه لپاره مو لېږلى يې ؟ خېرکه د دوى مطلب خدمت کول وي بيا خو دا دوه سوه ډالره معاش هم ډېر شى دى ، او که چېر ته په انتخابي کمپاين کې د خپلو لګول  شوو پيسو جبران  غواړي  بيا ذکرشوې ناقانونه  لارې  هم د دوى لپاره  ډېرې دي ، که په سپېڅلي روحيه او دهېواد پالنې په مينه کار وکړي ، او د خلکو شکايتونه واوري، او ځانونه که ډېر نه وي  لږ  لږ  نېغ نېغ  کړي ، هم به په راتلونکې کې د ځانونو لپاره سرمايه ګذاري وکړي شونې ده د ښو کارونو په تر سره کولو به  بل پړاو کې تر پالمانه ورسېږي.