نوي ټوکېدلي ګلان

امين الله زهير

د نوو ټوکېدلو ګلونو په لړ کې مو داځل د هغه ګلاب په وږمو لمانځو ، چې اوس ، اوس يې د شعر ښاپېرۍ شونډې پرانيستي ، دغه ګلاب اسلاميار ځواکمل نومېږي،  د سيدامين خان ځوى دى او د روداتو ولسوالۍ کې يې سترګې دې نړۍ ته غړولي ، ځواکمل دا مهال د ميا عمر لېسې د لسم ټولګي زده کونکى دى ، دنوموړي په وينا له ماشومتوبه په سندرو او نغمو ميئن و او له همغه وخته به يې د رحمان بابا، حمزه بابا او ملنګ جان شعرونه لوستل ځواکمل وايې : (( د همدغو پياوړو شاعرانو برکت  و ، چې ماته يې د شعر ليکلو توان راکړ  ))
اسلاميار په پنځلس کلنۍ کې په سندرو او نغمو پيل کړى ، چې تر دې دمه يې ښايسته ډېره شاعري کړې ، دى وايې کله ، کله په  غزل سربېره  لنډې کيسې هم ليکي ، موږ  ورته په دواړو کې برى غواړو او تاسې ته يې يوه غزل د نمونې په ډول  مخته ږدو هېله ده ، چې خوښ مو وساتي.
لېونى کړم ربه داسې مينتوب
لاړو ما باندې غالب شو لېونتوب
تا زما ښکلې ځواني ايره، ايره کړه
تاته وګرځه سور اور خپل پېغلتوب
چې د قوم لپاره نه کړي خدمتونه
ماشومتوب ښه دى نه داسې زلميتوب
نن يې بيا د نيمې شپې وعده راکړې
ګوره خداى دې راته نه راولي خوب
مشر کشر پکې نشته دى ځواکمله
لاړو ورک شو له دنيا نه سړيتوب