د ننګرهار ادبي بنداراونيزې ناستې او مشاعرې په درز کې روانې دي
ګهيځ
په ننګرهار کې د غونډو او ناستو خبره اوسنۍ نه ده ؛ خو په دې وروستيو وختونو کې د فرهنګي کړيو د خپل منځي اختلافونو او بوختياوو له امله دا لړۍ يو څه ټکنۍ شوې وه ، چې له نېکه مرغه يو ځل بيا د ځوانو فرهنګيانو پر مټ دا لړۍ روانه شوه او د ننګرهارادبي بنډار ملګرو د ١٣٨٤ کال د کب په پنځمه نېټه لومړۍ غونډه وکړه ، که څه هم ځينو ځان غوښتونکو يې په ښکاره د ورانۍ هڅې وکړې ؛ خو و نه توانېده ، چې د ننګرهار ادبي بنډار د ناستو مخه ونيسي.
 د ننګرهار ادبي بنډا ر په ځوانو شاعرانو سربېره تجربه کار او سپين ږيري شاعران ، استادان او نور مشران   پر ځان رامات کړي ، چې نه يواځې د بنډار د لا ښه کېدو لپاره ګټورې مشورې لري بلکې د ځوانو شاعرانو د شعرونو په سمونه کې هم کارنده ونډه اخلي  .
دادى دلته يې تاسو درنو لوستونکو ته د نمونې په توګه د يوې غونډې ګزارش وړاندې کوو .

د ننګرهار ادبي د اتمې غونډې ګزارش
د وري په ٢٥ نېټه د ننګرهار ادبي بنډار ملګري په اتمه ناسته کې راټول شول .
غونډه د تېر په څېر د افغان کېبل په انګړ کې جوړه شوې وه ، چې وياند يې انجېنر عزت الله ځواب و او تخنيکي چارې يې د افغان کېبل د ملګرو په غاړه وې .
تر تلاوت وروسته ځوان فرهنګپال نوراغا ځواک ، خالد مومند ، او امان الله اميري د مشرانو پر ځاى کېناستل او جهادالله سروري د تېرې غونډې ګزارش واورولو .
ورپسې خوشال خليل د ( بغاوت ) تر سرليک لاندې نثر کره کتنې ته وړاندې کړ ، چې څو تنو يې په شکل او محتوا خبرې وکړې .
ښاغلي غلام حضرت  سيمسار د نثر ستاينه وکړه او ويې ويل چې د ليکوال احساس او عاطفه پکې له ورايه ښکاري .
ځواب او نادر دانش د نثر په تخنيکي برخه خبرې وکړې او زياته يې کړه ، چې ځېنې کلمې پکې اضافه دي،  نوموړو دا هم وويل : (( نثر په روانه او ساده ژبه ليکل شوى ؛ خو بيا کتنه ورته نه ده شوې .
حميد الله مشکور نېوکه وکړه ، چې عنوان يې له متن سره تړاو نه لري ؛ خو نادر دانش دا خبره رد کړه او ويې ويل ، چې نوموړي مختوا ته پام نه دى کړى ، شېرحسن کمالزي دا ليکنه خوښه کړه او زياته يې کړه : په ځينو ځايونو کې پکې دغمشريک دخبرو په څېر مترادفې کلمي تکراري دي .
خوشال خليل له ټولو مننه وکړه او ويې ويل چې که دا نثر هر ليکوا ل وګوري ؛ نو ځان به پکې وويني ، ده دا هم وويل چې ډېر کسان په تخنيکي اړخ وغږېدل .
ورپسې ٣٠ تنو شاعرانو په هغه مشاعره کې شعرونه واورول ، چې دستېچ چارې يې حامد غورځنګ مخته وړلې او دبشري په خواږه ترنم پيل شوه .
دغونډې په پاى کې نوراغا ځواک ارزيابي وکړه او دخوشال خليل په نثر يې رڼا واچوله ، دده په نظر دپښتنو کلتور ښېګڼې او نيمګړتياوې دواړه لري ، چې وتل ورڅخه ريښتيا هم بغاوت ګڼل کېږي .
ديادونې وړ ده ، چې راروان بنډار کې به بختيار ساحل خپل شعر کره کتنې ته وړاندې کړي.