امنيتي اندېښنې مخ په زياتېدو دي
سر ليکنه
دمؤقتې ادارې په راتګ خپل سريو ټول هيواد په سرواخيست او ورسره جوخت انتقالي دوره کې جنګسالارانو او د دولت مخالفينو په هرځاى کې امنيت ګډوډاوه .
تمه کېده ، چې دولسمشرۍ او پارلماني ټاکنواو بن د توافقاتو تر پلي کېدو وروسته به که خېر وي وطن ګل ګلزار شي .
د ذکر شوو دورو خپل سريو، دومره عقدې او ناخوالې وزېږولې او وده يې ورکړه ، چې تر اوسه دولتي واک او امنيت په ټول هېواد کې د ټينګېدو نه دى، د اېتلافي ځواکونو او خپل سرو دولتي چارواکو غلتو کړنو ، د ملي امنيت د ستراتېژۍ نشتوالى او بهرنۍ غلتې پاليسۍ د دې سبب شوې چې بهرني او کورني عوامل سره يو ځاى د ناامنۍ اور ته لمن ووهي .
د هرات نه ترکونړه، په ختيزو او جنوبي سيمو د دولت د مخالفينو حملې ورځ تر ورځې په ډېرېدو دي او نوموړې ډلې هره ورځ خپل جنګي تکتيک بدلوي ، دولت او اېتلافي قواوې د خپلو غلتو پاليسيو د جبران لپاره ، د سولې د ټينګښت خپلواک کمسيون د جوړېدو ، ناقراره سيمو ته ناټو ( ايساف ) د ځواکونو د لېږلو او په ورته اقداماتو باندې لاس پورې کړى ،که همدغه کار په خپل وخت شوې واى ښې پايلې به يې مونږ ټولو ليدلې واى .
دولتي او ايتلافي ځواوکونو په بېلابېلو سيموکې په مختلفو نومونو عمليات هم پيل کړي چې په کې هماغه پخوانۍ اشتباه ګانې تکرارېږي.او يو شمېر بې دفاع هېوادوال مو د دغې لوبې قرباني کېږي.
څرنګه چې دا جګړه د کورنيو عواملو تر څنګ ځينې بهرني عوامل هم لري ، که ښکېل هېوادونه او دولت غواړي دا لوبه پاى ته ورسوي لومړى بايد په ګاونډيو فشار راوړي ، په کورنيو عواملو کې د قوماندانانو او ولسوالانو بد چلند له خپلوولسونو سره خلک له دولت نه بېګانه کړي، دا په داسې حال کې ده ، چې د همدغو ولسونو استازي په پارلمان کې په ډېرو وړو وړومسئلوکې مصروف دي.
لنده دا چې خلکو ته مخ ور اړولو بله مرجع پاتې نه ده ، ملي شورا بايد د دغو نا امنيو په اړه له اړوندو حکومتي چارواکو، چې د پېښو په کابوکولوکې پاتې راغلي پوښتنې وکړي او هم له اېتلافي ځواکونو وغواړي چې په خپل چلند کې بدلون راولي.
که نړيوالې ټولنې او ګاونډيو په افغانستان کې د امنيت راوستلو ژمنه په کلکه سره کړي وي بيا؛ خو يې يواځې پوليس هم امنيت ساتلې شي ؛ خوکه د ګاونډيو او دولت دا حال وي ټولنيزو ستونزو ته ( چې فقر، بېکاري ، اداري فساد او نور دي ) پام ونه شي يو ميلون پوځ به هم امنيت رانه ولي.
هر کله چې نظام جوړ، او په کارونو کې شفافيت موجود وي د خلکو او دولت تر مينځ د باور فضا خپله رامينځته کېږي ، بيا که د وطن دښمنان هر څومره د امنيت د خرابولو کوښښ وکړي زمونږ په اقتصاد او سياست کومه د پام وړ اغېزه نه کوي.
اداره