يادګار

احمد بختيار (( ساحل )) خوګياڼى

دا څو اوښکې دي ګرېوانه دا دې تاسره يادګار وي
دا درکومه له خپګانه دا دې تاسره يادګار وي
څو سپېڅلي شهيدان مې درته پرېښودل په غېږ کې
ډک د ننګ افغانستانه دا دې تاسره يادګار وي
څو ترخې خاطرې واخله پام چې څوک پرې خبر نشي
زړه مې تور دى له هر چانه دا دې تاسره يادکار وي
ځي له زړه نه مې سرې وينې راشه خال ترې ځانته کېده
زه چې مړ شومه جانانه دا دې تاسره يادګار وي
څو غزلې څو سندرې خوار(( ساحل )) درته ليکلي
اوس نو ځي له دې دنيانه دا دې تاسره يادګار وي