غزل
رحمان الله (( رشتين ))
چې دا ښکلې څومره سپينه قدرتي ده
ورسره مې هومره مينه قدرتي ده
اننګي يې د بازار رنګونه اخلي
سازه کړې رب رنګينه قدرتي ده
د زيږې ګوړې چکۍ حمزه بللې
هره برخه يې شيرينه قدرتي ده
په دې نه چې د پښتو وطن کې اوسي
پښتنه دانجلۍ وينه قدرتي ده
چاته يو ښکلى پيکه او چاته بل وي
خو دا هرچاته مالګينه قدرتي ده
په خبرو کې مسکا له قصده نکړي
دا همدغسې ريشتينه قدرتي ده.
11.07.2007
- mina
يادګار
احمد بختيار (( ساحل )) خوګياڼى
دا څو اوښکې دي ګرېوانه دا دې تاسره يادګار ويدا درکومه له خپګانه دا دې تاسره يادګار ويڅو سپېڅلي شهيدان مې درته پرېښودل په غېږ کېډک د ننګ افغانستانه دا دې تاسره يادګار ويڅو ترخې خاطرې واخله پام چې څوک پرې خبر نشيزړه مې تور دى له هر چانه دا دې تاسره يادکار ويځي له زړه نه مې سرې وينې راشه خال ترې ځانته کېدهزه چې مړ شومه جانانه دا دې تاسره يادګار ويڅو غزلې څو سندرې خوار((...
11.07.2007
- mina
غزل
قدرت اللْـــه مجبــــور- خوست
ښكلو ته وركړي خداى ساړه زړونهمونږ باندې به وسوځوي څه زړونهدوئ دې كړي نفرت مونږه به صبر كړوشكر خداى راكړي پښتانه زړونــــههيڅ ييْ ترحم زړونو كښې نه راځيځكه خو پيـيْ په هر باڼه زړونــه پاك له رقيبانو دغه چم كړې تـــهنه پريږدي چې شي په عشق ماړه زړونـههسې به پرې ځان مجبــــوره ستړى كړېنه اوري دې چا چې شي كاڼه زړونـــــــه...