غزل
قدرت اللْـــه مجبــــور- خوست
ښكلو ته وركړي خداى ساړه زړونه
مونږ باندې به وسوځوي څه زړونه
دوئ دې كړي نفرت مونږه به صبر كړو
شكر خداى راكړي پښتانه زړونــــه
هيڅ ييْ ترحم زړونو كښې نه راځي
ځكه خو پيـيْ په هر باڼه زړونــه
پاك له رقيبانو دغه چم كړې تـــه
نه پريږدي چې شي په عشق ماړه زړونـه
هسې به پرې ځان مجبــــوره ستړى كړې
نه اوري دې چا چې شي كاڼه زړونـــــــه
11.07.2007
- mina
غزل
رحمان الله (( رشتين ))
چې دا ښکلې څومره سپينه قدرتي دهورسره مې هومره مينه قدرتي دهاننګي يې د بازار رنګونه اخليسازه کړې رب رنګينه قدرتي دهد زيږې ګوړې چکۍ حمزه بللېهره برخه يې شيرينه قدرتي دهپه دې نه چې د پښتو وطن کې اوسيپښتنه دانجلۍ وينه قدرتي دهچاته يو ښکلى پيکه او چاته بل ويخو دا هرچاته مالګينه قدرتي دهپه خبرو کې مسکا له قصده نکړيدا همدغسې ريشتينه قدرتي ده....
11.07.2007
- mina
څلوريزه
بشير احمد(( خپلوان ))
دا خوله دې ماته شي چې تاته پرې خېرا کومهپه هر لمانځه کې درته هر وختې دعا کومهډېرې زارۍ مې ورته وکړلې ياري نه کوي
څه وخت تاويز، زمونږ د کلي په ملا کومه
...