د پام وړ

د غاښونو ډاکټر: هغه څوک چې خپل غاښونه يې چينجو خوړلي وي اونورو ته مشورې ورکوي.
ليکوال: هغه څوک چې له خپلې ښځې پرته په هر څه ليکل کولاي شي.
پارکونه: هغه ځاي چې له ماشومانو نه يې پکې  پلرونه ډېر ښکته پورته کېږي.
د بس تمځاي:  چېر ته چې نجونې د بس د راتګ اوهلکان يې دنه راتګ دعاګانې کوي.
کورسونه: هغه ځاي چې زده کوونکي پکې د سبق نه  زيات    فېشنونه زده کوي.
خواښې انګور: هغه رشته ده چې دواړه لورې پکې تر اخره ماتي نه مني.
نارينه: هغه څوک چې دوستانو سره غږېږي، د ښکلو په مخ کې خاندي او د خپلې ښځې په مخ کې ناست وي اويواځې اوري.
امنيت: امينت هغه وخت راتلاي شي چې د نارينه ؤ له سرنه  ماغزه او د ښځو ژبې لرې شي.
ښځې: کله چې له کومې ښځې مېړه  وډار شي ښځې دې پوه شي چې کوم بل څوک له ده سره په ورته  ډول مخامخ شوي.