هغه ټول ارمانونه ګور ته يوړل
ليکوال : احمد الله ارچيوال
د هغې له ما سره دا وروستۍ خبرې وي فکر کوم له دې نه وروسته به يې چا سره خبرې نه وي کړي، ما ډېر ارمان وکړ، چې کاشکې خبرې مې لږې ورسره اوږدې کړى واى؛ خو زه څه خبر وم، چې هغه به دومره ژر له ما نه بېليږي او ما به په دې ورانو لارو يواځې پرېږدي.
د ماښام په ډوډۍ ناست وم، چې د ټليفون زنګ وشرنګېده د اوکى تڼۍ مې کېکاږله د بلې اواز راغى ويل زه يم ورور دې ډاکټر حيات الله او وړاندې يې پسې زياته کړه:( ته مه راځه زه تيار دلته يم او سبا د انجينر خيرمحمد جنازې سره درځم) ما خوله څه ويلو ته جوړوله، چې ټليفون کته شو، انجينر خير محمد په هلمند کې د مۍ په يولسمه نېټه شهيد شوى و. ډاکټر حيات الله نه يواځې دا چې زما ورور و بلکې يو نېږدې دوست او ملګرى مې هم وو ډېر وخت به سره يوځاى وو او تر نيمې شپې پورې به د ملګرو سره په خبرو بوخت وو، هغې به تل ماته ويل، چې په حقوقو بين الدوله کې يې ماسټري کول لوى ارمان دى ؛ خو هغې ددې په شان ډېر لوى لوى ارمانونه ګور ته يوړل.
ډاکټر حيات الله د شپې هغې ځاى ته رسېدلى و، په کوم ځاى کې، چې د انجينر خيرمحمد مړى پروت و، ده نور وار نه و کړى او په همغه توره شپه يې له څو ملګرو سره جنازه په موټر کې را بار کړې وه، په لاره کې يې په موټر نامعلومو کسانو ګولۍ چلولې وي، بريد کونکو اول له لرې نه په موتر ډزې کړې وي ښه يې، چې موټر له تګه ويستلى و بيا ورته نېږدې راغلي و اول يې د ټولو له جيبونو نه پيسې او مبايلونه ويستلي و و او له هغې وروسته يې ورته سينې غلبېل، غلبېل کړې وې...
ماباندې شپه ډېره نا ارامه تېره شوه سحر مې غوښتل يو ځل دفتر ته سر ورښکاره کړم ځکه د انجينر خيرمحمد جنازه کېداى شي يوه يوه نيمه بجه رارسېدلى واى، په همدې نيت مې يو ټکسي موټر تر دفتره کرايه کړ، په لاره مې د موتر راډيو چالان کړه تياره پکې د ازادۍ راډيو عياره وه پارسي خپرونه وو، کوم خبريال له زابل نه په خبر کې وويل:(( پرون شپه په زابل ولايت کې د جنازې په يوه موټر وسلوالو کسانو بريد کړى او په موټر کې ناست کسان ټول په بريد کې وژل شوي.)) بس د خبر په اورېدو مې ځمکه له پښو و تښتېده نه پو هېږم، چې څنګه دفتر ته لاړم او هلته مې څنګه ملګري خبر کړه. دا ورځ همداسې را باندې سرګردانه تېره شوه سبا سهار د قلات امنيې قومندانۍ څلور واړه جنازې په موترو کې کابل ته راوړې ټول ملګري راغونډ وو يو قيامت جوړ و د هريو له سترګو مړې اوښکې راروانې وې، هرچا خپله خپله جنازه اوچته کړه موږ کندوز ته روان شو دشپې ناوخته هغه کلي ته ورنېږدې شو کوم کلى، چې ډاکټر حيات الله په ماشومتوب کې پرې ايښى و او اوس ورته بيا له اوږدې مسافرۍ نه وروسته پټې سترګې وروان و.
شپه تېره شوه په سبا مو، چې ډاکټر قبر ته ښکته کاوه؛ نو له پرهرونو نه يې وينې همغسې روانې وې، له هغې نه وروسته دا يو کال کېږي؛ خو همغه مې، چې په زړه داغ لګېدلى تر اوسه ترې په کرار نه يم، اوس، چې يواځې شم؛ نو ګران ورور مې نېغ سترګو ته و درېږي شپه مې هم نا ارامه وي ټوله شپه په مړو اوښکو د ارواښاد حيات الله يادونه لمانځم، تېره ورځ؛ خو مې، چې سر له زنګنونو را اوچت که ؛ نو بې اختياره مې له خولې دا ټپه ووته.
دا ستا غمونه به مې وخوري
چې هره شپه دې په يادونو تېرومه