زما ژوند
ليکوال: بِل کلنټن (د امرېکا پخوانى ولسمشر)
ژباړن: غلام ولي نوري_كندهار
د کتاب ۴۴۸،۴۴۹،۴۵۰،۴۵۱ مخونه.
دويمه برخه
ما له جنرال شيلټن او ډيك كلرك څخه وپوښتل، چې افغانستان ته د كمانډو پوځونو د استولو لارې چارې پيدا كړي
اولي دواړه شپې مې د القاعدې پر پلان ګوزارۍ تېري كړې. د شپې هيلري د خوب بستر ته لاړه او زه پر كوچ بيده شوم.
زما د زېږېدو په ورځ جنرال ډون كيريك، سنډي برګر د موتاوين يارډ ته الوتنه وكړه، چي د هغو هدفونو جاج واخلي، چې سي.آى.اى او ستر درستيز په افغانستان كې د القاعدې كمپونه او دوه نور هدفونه په سوډان كې په نښه كړي وو، چې يو يې د اسامه د ګټې وټې او بل كيمياوي كار ځاى و، چې سي.آى.اى په دې باور وه، چي په دې ځاى كي تر اوسه كيمياوي مواد ذخيره يا اوس هم د VX پلده ګاز توليد جريان لري.
ما ليست واخيست او هغه د اسامه د ګټي وټي ځاى مې ځني ايسته كړ، چې دوه لاملونه يې لرل يو هغه كارځاى القاعدې ته هيڅ نظامي ارزښت نه درلود او بل مو د ملكي وګړو د مرګ ژوبلي لږوالى غوښت.
پر افغانستان د حملې لامل دا و: استخباراتي راپورونو داسې ښودله، چې د القاعدې جګپوړو كسانو پر همدې مهال په افغانستان كي د القاعدې په يوه كمپ كي غونډه لرله.
ما د سهار پر درېيو بجو سنډي برګر ته اخيري امر وركړ، چې د شمالي عربي بحيرې له جنګي بېړۍ څخه د افغانستان پر هدفونو كروز توغندي و توغوي او د سرې بحيرې له جنګي بېړۍ څخه د سوډان پر كيمياوي كارځاى توغندي وتوغوي.
ډېرو راكيټونو خپل هدفونه وويشتل مګر اسامه په هغه كمپ كي نه و، چي سي.آى.اى فكر كاوه، خداى خبر، چي هغه به د راكيټونو د حملي په وخت كي چيرې و؟
ځينو راپورونو داسې ښودله، چي هغه د راكيټونو تر راپرېوتو دوه ساعته مخكي تللى و؛ خو موږ تر پايه په دې پوه نه شو، چي هغه په دې وخت كي چيرې و؟
په حمله كې ځيني په القاعده پوري تړلي كسان او ځينې د پاكستان د پوځ پاكستاني صاحب منصبان ووژل شول، چي په هغو كمپونو كي يې كشميري ترهګر تربيه كول.
د سوډان كيمياوي كار ځاى له منځه لاړ، كله چې د حملي اعلان وشو ما له مرتاوين يارډ څخه واشنګټن ته الوتنه وكړه، چې د امريكا خلكو ته د دويم ځل لپاره په څلورو ورځو كي خپله بيانيه واوروم.
د امريكا خلكو ته څرګنده كړم، چي ما پر القاعده باندې د حملې امر وركړى و ځكه القاعده زموږ پر سفارتونو د بمي حملو مسووله ده او اسامه نن په نړۍ كي د نړيوال تروريزم سمبالوونكى او مالي ملاتړى دى.
اسامه غواړي، امريكا د اور په ډګر بدله كړي داسې اور چې د نظاميانو او ملكي وګړو تر منځ توپير ونه لري. ما زياته كړه، چي زموږ حمله د اسلام پر ضد نه، بلكي د مذهبي متعصيبينو او وژونكو پر ضد وه.
موږ د دوى په مقابل كې په څو ډګرونو كې د څو كالو راهيسي جنګېږو او دا به يو اوږد مهالى جنګ وي چې تر ډېره وخته به دوام ولري.
په دې مهال كي مې د اوږد مهالي مبارزې هغه امر لاسليك كړ، چې زموږ په واك كي يې ټول ممكنه امكانات راكول.
د اجراييه قوې ۱۳۰۹۹امر پر اسامه او القاعدې د اقتصادي بنديزونو امر كوي، چې وروسته طالبان هم پكې شامل شول. تر اوسه موږ په اغېزناكه توګه پر دې نه يو بريالي شوي، چې د ترهګرو اقتصادي نظام له منځه يوسو.
د اجراييه قوې فرمان له نړيوالي بېړنۍ اقتصادي قوې څخه د كار اخيستلو امر وركوي، چې وړاندې مو په كاميابۍ سره په كولمبيا كي د كالي د مخدره توكو د مافيا پر ضد كارولى و.
ما له جنرال شيلټن او ډيك كلرك څخه وپوښتل، چې افغانستان ته كمانډو پوځونو د استولو لاري چارې پيدا كړي.
ما فكر كاوه كه چېري موږ د القاعده يو څو روزن ځايونه له منځه يو سو كه څه هم موږ د اسامه او دده د لوړ پوړو ملګرو په نيولو بريالي نه شو؛ خو دابه دوي ته څرګنده شي چې موږ ستاسو په باره كي څومره جدي يو.
دا راته څرګنده وه، چي د اردو لوړ پوړي كسان به د سوماليا په خاطر د پوځ له لېږلو سره مخالفت وكړي كه د امكان په صورت كي دا كار كېږي؛ نو ځانګړي پوځونه(سپېشل فورس) به هلته واستول شي. بې له دې، چي دوى په دقيق ډول پوه شي چي اسامه چيرې دى او بله خبره زموږ د پوځونو بېرته په خير راايستل و، چي موږ بايد خپل پوځونه بېرته په خوندي ډول راستانه كړي واى؛ خو په هر قيمت چي واى بايد دا نظر همداسې ژوندى ساتل شوى واي.
البته ما څو مكتوبونه هم لاسليك كړل، چې په هغه كي سي.آى.اى ته د اسامه د نيولو لپاره د لږې قوې د استعمال واك وركړل شوى و.
سي.آى.اى ته مخكې د اسامه پر ضد د لږې قوې د استعمال اجازه وركړل شوې وه؛ خو د تېر پسرلي په مياشتو كي وړاندي تر دې، چي زموږ پر سفارتونو حمله وشي هغه يې له خنډ سره مخامخ كړي او موږ له افغان قبايلي مشرانو سر ه د اسامه د نيولو په اړه خبرو ته دوام وركاوه.
زموږ ساحوي كار كوونكي او افغان قبايلي مشران په دې نه پوهېدل، چې اسامه چېرې په نښه كړي مخكي تر دې، چې هلته پوځونه واستول شي دا راته څرګنده شوه د دوى دا كار امكان نه لري.
يو څو مياشتې وروسته ما د لږې قوې پر ځاى د ډېرې قوې د استعمال امر وركړ، چې پر په نښه شوو هدفونو حمله وكړي.
د سنا د دواړو ډلو د مشرانو عكسل العمل د راكيټي حملې په اړه ډېر مثبت و، ځكه دوى ته د حملې په اړه پوره او ښه معلومات وركړل شوي وو او له بلي خوا سكرټر كوهين خپل جمهوري خواهان په دې ډاډه كړي وو، چي حمله او وخت يې په ښه ډول سمبال شوى و.
وياند ګينګريچ وويل: امريكا نن ورځ پر ځاى كار وكړ، سناتور لوټ وويل: حمله پر ځاى كار و او بس.
ټام ډسكل، ډيك ګيپرډ او ټول ډيموكراټان زموږ ملاتړي وو؛ خو زه ډېر ژر د القاعدې د كار كوونكي محمد رشيد نيوني تشويق كړم کوم، چي د كينيا د سفارت په بمي حمله كي يې لاس درلود.
ځيني خلك له دې امله، چې موږ د سوډان اټومي كارځاى وويشت انتقاد کاوه، ځكه د سوډان حكومت له هغه څخه هيڅ ډول د توليد استفاده نه شوه كولاى او نه په هغه كې خطرناك كيمياوي مواد ذخيره كولاى شي.
خو زه تر اوسه په دې اند يم، چې موږ ښه او پر ځاى كار وكړ، سي.آى.اى د هغه خاورې نمونه لري، چې د بټۍ له ساحې څخه را اخيستل شوې ده او په هغه كي كيمياوي مواد ګډ دي، چي VX ځنې جوړېداى شي.
د نيويارك ښار د ترهګرۍ په محاكمه كي يوه شاهد وويل:
اسامه كيمياوي وسلې لري او په خرطوم كي يې ازمويلي دي.
په ميډيا كي ځينو خلكو دا كوښښ كاوه، چې زما دغه عمل د((ويګ ده دوګ)) له فلم سره پرتله كړي په نوموړي فلم كي افسانوي ولسمشر د ټلويزون لپاره يو جنګ پيل كړي، چې د عوامو پام دده له شخصي مشكلاتو څخه راواړوي.
د امريكا خلكو، چې په يوه وخت كي يي زما بيانيه او ميډيا څارله… نيوزويك يو سرليك خپور كړى و چې په هغه كي ويل شوي وو د امريكا خلكو زما تلوېزوني وينا او بيانيې ته سوړ او نيولى عكسل العمل وښود.
په خلكو كي زما د پلوۍ كچه ۶۲ فيصده وه؛ خو د راكيټي حملې ملا تړي ۷۳ فيصده وه. ډېر خلك فكر كوي، چې زه په خپل شخصي ژوند كي ريښتينى نه يم؛ خو كه د امريكا ولس ته راشو؛ نو بيا يې شا ته پرېږدي.د نيوزويك په ځواب كي بايد ووايم، چې د خلكو عكسل العمل نژدې و هيجان ته رسېدلى واى.
نور په بله ګڼه کې