ماشومتوب

نصرت الهام
زه دژوند لپاره راغلمه دنيا ته
په هغې وخت کې زه ګران ومه هر چاته
پاپلۍ مې وکړې ، راغلم په خاپوړو
مور او پلار مې بلا مينه راکړه ماته

ماشوم توب اوس راته خوب غوندې ښکارېږي
د تېرشوي ځلميتوب غوندې ښکارېږي
اوس د هرڅه په اصلي مانا خبر يم
ژوندون هسې لېونتوب غوندې ښکارېږي

هر تصوير راته روښانه شو چې لوى شوم
زړه مې بېرته پښېمانه شو چې لووى شوم
ژوند هماغه و هماغه چې ما تېر کړ
ګوره څومره سرګردانه شو ،چې لوى شوم

ها خوږې شېبې د مور دغېږې لاړې
زه ماشوم ومه په خاورو کې را لوى شوم
کله ژمى کله اوړى ، ژوند روان و
په ګرميو کې ، په واورو کې رالوى شوم

ټولې هيلې مې شوې پاتې تاندې ، راغلم
ژوند مې پورته لاړو ، زه ترې لاندې راغلم
دپخې ځوانۍ ، په شنه چمن را تېر شوم  
د تنکۍ ځوانۍ په پوله باندې راغلم

اوس په لارې نامالومې کې روان يم
د ژوندون دويم پېچومې کې روان يم
يو په مينه دا د ژوندون بلا خوري ماتې 
دا ، چې اوس يې زه په کومي کې روان يم

لاړو تېر شولو دوران د ماشومتوب مې
څومره ښکلى و جهان د ماشومتوب مې
چې بوډا شمه او خوله مې شي ګړشپه
بيا به هم کوم ارمان د ماشومتوب مې