زه

نصرت الله (( الهام))

ستا د تورو سترګو ځار وم
د هـــــرچا دغاړې هار وم
زه د ټولو خلکو خوښ وم
زه د ټولو خلکو ياروم
هر سړى په ما مين و
د هر چا د زړه قرار وم
ځکه زه د قدر وړ وم
زه نوښت زه ابتکار وم
تل مسکا وه زما مخ ته
چې روان به زه په لار وم
هر يو هر وختې غوښتلم
زه د هر سړي په کار وم

اوس چې ته راځنې لاړې
پښې مې شلې شولې دواړې
هرسړى راپورې خاندي
هر سړى راتوکي لاړې
وايي غلى شه بې صبره
وايي مه وهه رمباړې
ولې مړ تر اوسه نه يې
لا ژوندى يې او لا ژاړې
اوس له ځانه خبر نه يم
په آبادې او په شاړې
بس په ما باندې ګوزار دى
له دې هرې  هرې غاړې

ته مې واوره ته ووايه
زه نو څه وکړمه خدايه