د اسلام دردمنو!
استاد ګل پاچا الفت
عابده! هغه څه چې ته يې په ډېرو وظايفو او نوافلوکې لټوې د خداى (ج) په خدمت کې ډېر ښه موندل کېږي .
زاهده! څه شى چې ته ېي د ځان په وږي ساتلواونفلي روژو نيولوکې غواړې د مساکينواو فقيرانو په مړولو هم لاس ته درځي .
عارفه! چوپ کښېناستل او دخداى(ج) په فکراوذکرمشغولېدل عبادت دى مګر زورورو ته حق ويل او حق بيانول ډېر لوى او ستر عبادت دى .
مسلمانه ! د قران تلاوت ثواب لري ؛ مګر په قران باندې عمل کول فرض دي .
اى د تقوا او رياضت خاوندانو تاسې له خپلوکوټنيو سرونه راوباسئ ، له دې سپينو څادرونو مخونه ښکاره کړئ او په عالم کې سترګې وغړوئ ، چې د خداى (ج) د مخلوق څه حال دى ؟ او په څه راز مصيبتونو اخته دي ؟ په جهان کې څه مظالم او څومره بې رحمۍ موجودې دي ؟
تاسې انصاف وکړئ ! چې تسبې اړول ډېرثواب لري که په سرو غرموکې قولبه کول او يو مسکين مړول؟
په جاى نماز باندې قرارکښېناستل ښه دي ؟ که د خداى (ج) په لاره کې ستړي کېدل ؟
رښتيا وواياست چې د بل په خېرات روژه ماتول ډېر ثواپ لري که خپل مال له مسکين او فقير سره خوړل ؟ خپلې سترګې پټول ښه دي که د بل سترګې خلاصول ؟
د يوه ضعيف پېټى په خپله اوږه اخستل ډېراجرلري ؟ که خپله مسله د بل په اوږه اچول ؟
ما پوه کړئ ! چې پاک خداى (ج) د خېرات اوشکرانو په اخستلو ډېر خوشحالېږي ؟ که په ورکولو يې ؟
راشئ ! د خداى (ج) رضا اود اخېرت ثوابونه په ګرانو او سختو کارونو کې اود مخلوق په خدمت کې ولټوئ !
يو مظلوم د ظالم له منګولو خلاص کړئ ، د يوې کونډې په سر پوړنى واچوئ ، د يوه يتيم اوښکې پاکې کړئ !
يوه پوروړي ته پور وکړئ ، د يوه رنځور دارو او درمل وکړئ ،.... دغه خوران او غريبان ، چې د پاک خداى(ج) صادق او ساده بنده ګان دي خپل خدمت ته مه رابولئ او مه يې مريدان کوئ ، بلکې تاسې د دوى مريدان شئ او خدمت يې وکړئ، دخداى (ج) رضا اود خداى (ج) جنت په دغه ډول حاصلولى شئ او د دنيا ګټه په هغه بل صورت لاس ته درځي او درغلې ده.