نظم
انفار الله (( حصارشاهيوال ))
د چا لندن دچا لاهور خوښېږي
زما وطن د پلار او مور خوښېږي
د چا خواږه د چا ترخه ښه راځي
د چا موټرې او ښه کور خوښېږي
د چا کوفتې غوښې د وريجو سره
د چا کباب په سر د اور خوښېږي
څوک له تقسيمه په تالا خوشحال دي
د چا ټوپک سره د زور خوښېږي
د چا ده مينه د نعتونو سره
د چا سازونه ټنګ ټکور خوښېږي
دا طبعي ده هر انسانه سره
د چا به سپين د چا به تور خوښېږي
دا ماتې ګوډې کڼوالې چې ګورم
دښمن د خاورې مې نسکور خوښېږي
په خداى د بل اه پلاوونو ځينې
وچه ډوډۍ مې د خپل شکور خوښېږي
دهقان ته بې له دې نه نه رسېږي
له مجبورۍ نه يې سوکړک سپور خوښېږي
ناروا ګټې که په هر قسم وي
قسم په خداى که مې سود خور خوښېږي
يقين پرې وکړئ دروغ نه وايمه
زما د دې خاورې غمخور خوښېږي
انفارالله حصارشاهيواله وايه
په کوم سبب دې رشوت خور خوښېږي.
11.07.2007
- mina
نظم
نويد الله (( اطرافي، حصارشاهيوال ))
ځان ته نتکۍ چارګل اخلمه اختردىمورې بنجاره راغلى ولاړ بهر دىد سرګلونه يې پېښوري راوړيبنګړي يې ګوره لاهوري راوړيپايزئب ته ګوره آب وتاب يې برابر دىمورې بنجاره راغلى ولاړ بهر دىنکريزې شته دپښو لاسو لپارهښايسته پاولۍ د کميسو لپارهدننه بکس يې ډک کړى لروبر دىمورې بنجاره راغلى ولاړ بهر دىشيان يې ټول د اخېستو ديماما راوړي په پيسو ديکه نغدې نه وي قرض يې مونږ باندې...
11.07.2007
- mina
د اسلام دردمنو!
استاد ګل پاچا الفت
عابده! هغه څه چې ته يې په ډېرو وظايفو او نوافلوکې لټوې د خداى (ج) په خدمت کې ډېر ښه موندل کېږي . زاهده! څه شى چې ته ېي د ځان په وږي ساتلواونفلي روژو نيولوکې غواړې د مساکينواو فقيرانو په مړولو هم لاس ته درځي .عارفه! چوپ کښېناستل او دخداى(ج) په فکراوذکرمشغولېدل عبادت دى مګر زورورو ته حق ويل او حق بيانول ډېر لوى او ستر عبادت دى .مسلمانه ! د قران تلاوت ثواب لري ؛ مګر...