نظم
نويد الله (( اطرافي، حصارشاهيوال ))
ځان ته نتکۍ چارګل اخلمه اختردى
مورې بنجاره راغلى ولاړ بهر دى
د سرګلونه يې پېښوري راوړي
بنګړي يې ګوره لاهوري راوړي
پايزئب ته ګوره آب وتاب يې برابر دى
مورې بنجاره راغلى ولاړ بهر دى
نکريزې شته دپښو لاسو لپاره
ښايسته پاولۍ د کميسو لپاره
دننه بکس يې ډک کړى لروبر دى
مورې بنجاره راغلى ولاړ بهر دى
شيان يې ټول د اخېستو دي
ماما راوړي په پيسو دي
که نغدې نه وي قرض يې مونږ باندې باور دى
مورې بنجاره راغلى ولاړ بهر دى
همزولې تللي دي اوبو ته
ټولې د برکلي چينو ته
د جنکو بنډارجوړ شوى په ګودر دى
مورې بنجاره راغلى ولاړ بهر دى
ژر شه چې زه ورپسې لاړه شمه
خپلو همزولو سره غاړه شمه
منګى مې راکه ځم اوبو ته مازيګر دى
مورې بنجاره راغلى ولاړ بهر دى
ورپسې ځمه که پخلا شي
که چېرې بيا په مخه راشي
نويد الله اطرافي مانه مرور دى
مورې بنجاره راغلى ولاړ بهر دى.