بانک
عبدالشاکر سليم ( کاموال)
د بانک اصطلاح څرنګه رامنځ ته شوه او بانک څه ته وايې؟
بانګ يوه داسې اداره ده چې د نړۍ په هر ګوډ کې ورسره خلک بلدتيا لري، د بانک د لفظ په باره کې مختلف نظرونه وجود لري. د ځينو ماهيريونو په نظر د بانک لفظ د اېټالوي ژبې د( banque , banco , bancus ) له کليمو څخه اخستل شوې او ځيني پدې نظر دي چې د جرمني ژبې( back) د لفظ څخه اخستل شوى دى، کله چې جرمني د ايټاليا په اکثرو ساحو تصرف درلود ؛نو د جرمني ژبې د bock لفظ په banco تبديل شو او بيا وروسته د هغې لپاره په انګليسي ژبه کې دbunk لفظ وټاکل شو.
د بانک لپاره مختلف تعريفونه وړاندې شويدي.
١ پروفيسر کراتهر وايې: بانک د خپلو او نورو د قرضوکاروبار کوي، له خلکو څخه قرض اخلي او حاجت مندو خلکو ته قرض ورکوي.
٢ کينلي وايې: بانک يوه داسې اداره ده چې پيسې د امانت په ډول حاصلوي اونورو ته يې قرض ورکوي.
٣ پروفيسر دينالدز وايې: بانک داسې اداره ده چې د پيسو کاروبار کوي، د هغه خلکو څخه چې اضافه پيسې ورسره وي قرض اخلي او هغه خلکو ته چې په کاروبارکې د پانګې اچونې غوښتنې لري قرض ورکوي.
نو په عمومي ډول ويلي شو چې بانک داسې يوه اداره ده،چې د کاروباري پيسو کاروبار کوي، دخلکو پس اندازونه د امانت په توګه له ځان سره جمع کوي او په توليدي او غير توليدي ساحوکې حاجت مندو ته قرض ورکوي، په کم سود د قرض اخستلو او په زيات سود د قرض ورکولو په نتيجه کې ګټه حاصلوي.
نو پدې توګه ويلاى شو، چې بانک د اضافه پيسو لرونکو او پيسو ته حاجت مندو خلکو ترمنځ يو اقتصادي تړون دى.