ټيليفون

انوارالحق (( مجبور ))
ټيليفون څه عجيبه څيز دى ، د سترګو په رپ کې دوه کسه سره ، تماس کې کوي چې يو تربله خبرې وکړي او بيغمه شي .دا اله که څه هم ١٠٠ کاله پخوا په امريکه کې يو سړي جوړه کړې وه چې نوم يې (( ګراهم بېل )) ؤ ، او هم دده په نوم د امريکې د ټيليفونونود ټولو نه لويه  (( بېل )) کمپنۍ جوړه شوې ده .
(( بېل )) په اصل کې دانګستان اوسېدونکى ؤ، خوقسمت امريکې ته ورسولو ،ده چې دا اله په اول ځل جوړه کړه نو د تجربې نه پس يې د نمايش لپاره کېښوده، تر شپږو مياشتو پورې خو هيچا يې تپوس نه کوو . يوه ورځ يو سړى د ده له  ټيليفون سره ناست وو او خندا يې ورپورې کوله ، (( بېل)) يو خواته غلى ولاړ وو چې په دې وخت کې د برازيل پادشاه راغى او د(( بېل )) سره يې ستړي مشې وکړه . اونور خلک يې په تماشه شول چې دا څوک دى  چې پادشاه يې هم پېژني ، (( بېل )) په قراره پادشاه ته وويل چې که خپه کېږې نه نو دا اله خپل غوږ ته ونيسه او د ټيليفون بل سر (( بېل)) خپله واخېست او يو کوټې ته ننوت چې لږه لرې وه خلکو ورته کتل چې دا څه کوي هيڅوک ورباندې نه پوهېدل ، چې لږ وخت تېر شو نو بادشاه چېغې کړې چې دا اله خو خبرې کوي د بادشاه نه پس يوه بل سړي دغه اله خپل غوږ ته ونيوله او هغه هم ورته حېران  شو . په همدې همدې کې د شاوخوا خلک پرې خبر شول نو نندارې ته يې راتلل ، اخر د (( بېل)) دا اله هر چا د ګټې څېز وګڼه . په لومړي سرکې دا اله يوڅو شتمنوخلکوخپلو کورونوکې ولګوله .
خو چې څومره زمانه تېرېده نو (( بېل )) د هغه نه پس نورو ساينس پوهانو په دې کې نوي نوي څيزونه پيدا کول چې اخر نن ټيليفون د دنيا په هر ګوټ کې شته د ټيليفون تارونه په يو مرکز کې راغونډ وي دغې مرکز ته ( ايکس چينج ) ويلې شو تر څو کالوبه د ټيليفون په يو مرکز کې يو سړى ناست وؤ چې د يو ځاى نمبر به يې د بل ځاى سره يو ځاى کولو. مګر دساينس په برکت اوس د مرکز په (ايکس چينج ) کې د سړي ضرورت نه دى پاتې ، اوس دساينس عالمان دا کوښښ کوي چې په ټيليفون خبرې کوونکى د يو بل شکلونه هم ولېدلاى شي لږه موده پس به يقيناً چې خلک په ټيليفون يو تر بله مخامخ کېږي .