وروستۍ پاڼه
ليکوال : اُهنري ژباړن : سيد حبيب (( وقار))
د واشنګټن د غرب لور نيويارک کې يوه سيمه ده چې تنګې او پېچلې کوڅې يې په يوه عجيب ډول يوه بله غوڅوي ، او هر څوک چې نوى ورته راشي پکې سرګردان کېږي . کوڅې يې دومره کږې وږې دي ، چې نوى څوک پکې د وتلو لار نشي موندلاى ځينې کوڅې يې تر يو څه لار وهلو وروسته له سره غوڅېږي چې دا يو عجيب او يو غېر عادي حالت دى او دا ډول حالت انځور ګرانو ته په زړه پورې دى چې د انځورګرۍ لپاره په زړه پورې ځايونه پيدا کړي . له همدې به و ، چې د ګرينو يچ په دې پخوانۍ او لرې پاتې سيمه کې يوه اندازه بې وزله او نهرڅېښتنان د هغو کوټو داجازه کولو په لټه کې و چې خرابې شوې او له سترګو لوېدلې وې ، په دې ډول د ګرينويچ سيمه ورو ورو د بې برخې هنرمندانو او له غريبو انځورګرانو څخه ډکه شوه . د دې ودانۍ په يوه د خښتو په درې پوړيزه برخه کې سو او جونتي ژوند کاوه ، او د ځان لپاره يو د انځورګرۍ کارځاى جوړ کړى و، ملګرو او ګاونډيانو جونسي د جوآنا په نوم پېژنده . يوه دکاليفورنيا او بله دمين دښار اوسېدونکې وه ، دغه دوې ځوانې نجونې په ناڅاپه توګه د نيويارک د آتم سرک په يوه هوټل کې مخامخ شوې وې ، د سليقې د ورته والي او د فکر ديوالي له امله دوى پر همغه لومړى ليدنې سره د ملګرۍ لپاره يو تل پاتې بنسټ کېښود . د دوى ملګرتيا د پسرلي په وخت کې پيل شوه خو دهمغه کال په ژمي کې د ګرينويچ په سيمه کې يو نابللى مېلمه پيدا شو چې ډاکتر يو ذات ذات الريه باله . دغه بې رحمه ناپېژندل شوې څېره د دې سيمې پر خلکو د يوه حيرانونکي طوفان په ډول راڅرګند شو چې ډېرې ستونزې او مصيبتونه ورسره پيل شول . د واشنګټن پر ختيزه خوا سکوسيرکې درې غوسه ناک دښمن کينې او ستونزې څو وارې له لوېديز څخه ډېرې وې . چې هلته داسې ورځ نه لرې کېده چې سلکونه تنه قربانيان تور و خاورو ته ونه لېږي په داسې حال کې چې د ګرينويچ په سيمه کې نه ؤ توانېدلې د سيمې پر خلکو دومره ډېرې ستونزې او کړاو راولي . شايد د کږو وږو او پېچلو کوڅو له امله يې نشواى کولاى په دې سيمه کې کړکېچ رامينځ ته کړي .
دغه نوى دښمن له بده مرغه د انسانيت او شرافت له نعمتو څخه يو هم نه درلودل . د جوانا په ښايسته اونازکه څېره يې پر خپلو سرو لاسونو يرغل وروه اوهغه يې د ناروغۍ تر بستره ورسوله . نژدې يوه اوونۍ پر خپل زړه اوسپنيز کټ کې پرته وه ، سختې تبې او سوله او يرهمدې حال کې يې د کوټې له کړکۍ څخه انګړ ته کتل ، سوجي څومره توان درلود د خپل يواځيني دوست د ژغورلو لپاره يې هڅه کوله ، د ژمي په يخو او اوږدو شپو کې به تر سهاره د خپل ملګري د کټ خواته ويښه ناسته وه او لکه مور داسې به يې د هغه پالنه کوله ، سره ددې چې په دې وروستيو کې يې يو څه ښه والى موندلى ؤ اوس يې هغه اوږدې او سختې تبې نه درلودې خو اوس هم ګواښ ؤ، چې کله به يې څو ساعته پرلپسې ناارامه رنځ چې د فکر ګډوډي هم ورسره وه ، چې کله به يې څو ساعته پرلپسې يو نامعلوم ځاى ته کتل . او يو پوره چپ والى به يې اختيار کړى ؤ .
کله چې داکتر د وروستي ځل لپاره وروسته تر يوې دقيقې کتنې له کوټې ووت سؤ يې ګوښې ته کړه او ورته ويې ويل : متاسفانه د ناروغ حال ښه نه دى زه په سلو کې لس هم د ده د روغېدو هيله نلرم ، داسې يو حالت لري چې د دې ژوند د دې په خپل لاس کې دى ، که خپله وغواړي کولاى شي ژوندى واوسي . سوچي دې پېښې له اورېدو څخه حېران پاتې ؤ او وويل : ستاسو په مطلب پوهېږم زړه سواندي ډاکټر چې غوښتل يې خپل مطلب په پوره ډول ووايې وويل : ځينې ناروغۍ تر ښه کېدو وروسته په ناروغ کې اغېز پرېېږدي ؛ يعنې ناروغ د روحي ګډوډيو سره مخ کوي . ستاسو ناروغ د همدې روحي ګډوډيو سره مخ شوې دى . د هيلې روښنايې د ده په زړه کې مړه شوي او نه غواړي ژوندۍ واوسي او باور لري چې نن او سپا به مري . امکان لري راته ووايئ چې ايا ستاسو ملګري په دې وروستيو کې داسې يوه هيله په زړه کې درلوده چې نه وي پوره شوې ؟ سو بيا هم په فکر کې شو ويې ويل : فکر نه کوم ؛ هغه تل خندېدونکې وه په دې وروستۍ کې يي يوه هيله درلوده چې هغه هم د ناپل خليج دانځور کڼل و . زما په مطلب پوره پوى نه شوې ، زما مطلب د هيلې څخه دا دى چې آيا کوم نارينه په دې وروستيو کې د دې په برخليک کې ګډون درلود؟ داسې يوه مينه يې درلوده چې ماتې يې ورکې خوړلې وه ؟
هيڅ کله نه ، داسمه ده چې جونا ښايسته ده او ټول ورسره مينه لري ، خوډاډه يم چې هغه هيڅ کله چا سره مينه نه ده کړې ځکه که داسې مينې وجود درلوداى زه خامخا پوهېدم. نو دغه ناهيلۍ او کړاو دډېرې کمزورۍ او د ناروغۍ د ډېر دوام له امله دي . تر هغه ځايه چې دطبابت علم کولاى شي زه دهغې دژغورلو لپاره هڅه کوم ؛ خو کله چې ناروغ د مرګ کليمه رامينځ ته کوي له هديرې ، قبراوجنازې څخه غږېږي ډاکټر هيله هم کموي .
په هر ډول تاسو بايد داسې کار وکړئ چې هغه ژوند ته هيله منه کړئ ، د ځوانۍ له مينې ، جامو او انځور ګرۍ څخه وغږېږي ، هڅه وکړئ چې د هيلې روښنايې يې زړه ته لاره پيدا کړي . که دې يوه يوه ورځ ماته وويل چې هغې د انځورګرۍ د کار له کړلو او يا نوو جامو په اړه خبرې کړې دي هغه وخت به زه تاسو ته ووايم چې ګواښ لږ تر لږه رفع شوې دى . د ډاکټرترتلوڅودقيقې وروسته سو د ناروغ اطاق ته داخل شو. جونا په همغه ډول چې په بسترکې پرته وه د کړکۍ له څنډې څخه يې د انګړ فضا ته کتل . بيا يې هم خپل فکر يو ټکي ته راټول کړى ؤ يوه پټ او له اسراره ډک ټکي ته .
سو د دې بېدارۍ ته متوجه نه شو و يوه لحضه يې په الوتې رنګ او ماته څېره خپلې ملګري ته وکتل . او وروسته د دې لپاره چې هغه پيداره نه کړي ، د خپلې نيمه بشپړې لومې خواته چې په چوکاټ پرته وه لاړو . په هغې ورځ يې غوښتل د يوې نوې کيسې لپاره چې تر چاپ لاندې وه يو خيالي انځور وکاږي او د يوې مجلې مدير ته يې وسپاري ، تر دې دمه يې په کار پيل نه وه کړى چې غږ يې واورېد . په داسې ډول چې جونا ورو ورو خبرې کولې ؛ لږ نور هم متوجه شو ؛ نجلۍ ورو ورو اعلاد ګڼل . پنځه لس ، څوارلس ، ديارلس ..... ورته ويې کتل خو جونا د کړکۍ له څنډې څخه يوه نامعلوم ځاى ته کتل په ليدلو پسې يې بهر فضا ته کتل ؛ هيڅ شى نه و، پرته د ژمي يخ باد څخه نور د هيڅ شى غږ نه اورېدل کېده .
بيا هم د جونا غم د ده غوږو ته راغى ، دولس ، يوولس ، لس ...... زړه يې طاقت ونه کړ، د دې لپاره چې د ګڼلو علت پيدا کړي پوښتنه يې وکړه، ګرانې څه شى ګڼې ؟
جونا په همغه ډول چې د کړکۍ له څنډو څخه يې د انګړ فضا ته کتل ورو وويل : وګوره ! هغه د پرېوتې ګل نه وينې ؟ اوس پر هغه باندې له لسو ډېرې پاڼې نه دي پاتې ، څو ورځې مخکي يې په سلګونو پاڼې درلودې . دومره چې ګڼل يې ماته ډېر ستونزمن ؤ ، خو اوس وګوره چې له لسو ډېرې پاڼې نه دې پرې پاتې . سو يو ځل بيا بهر ته وکتل سترګې يې نېغ په نېغه د انګړ مخامخ دېوال ته متوجې شوې . هلته دسپينو خښتود دېوال په څنګ کې دپروتې يوه بوټۍ ښکارېده چې بې پاڼو او بربنډ باد ته رپېده ، دا هماغه بوټى ؤ چې په پسرلي او اوړي کې يې دېوال له پاڼو ډک کړې ؤ ، ويې ويل : ډېر ښه ، دا به ومنو چې له لسو پاڼو ډېرې نه ورباندې پاتې !
نه اوس آ ته پاڼې شوې دي ، وګوره څومره په تېزۍ سره لوېږي ، کله چې وروستۍ پاڼه ورېژېده زه هم په ارامۍ سره مړه کېږم . دغه پاڼې زمادمړينې دنږدې کېدو دوخت خبرراکوي . څرنګه چې دغه بربنډښاخونه نږدې کېږي زمامړينه هم رانژدې کېږي ډاکترماته دغه خبرې ونکړې ؟
هو ، په داسې حال کې چې دغم پرده يې په خپله څېره کې پټوله وويل داڅه ګډ ې وډې دي چې ته يې وايې ؟ دپاڼورژېدل ستاله ژونده سره څه اړيکې لري ؟ خودادې هېردي چې له دې بوټي سره دې څومره مينه ده ؟ دغه بې ځايه خيالونه دې له ځانه لري کړه . داکتر همداوس ويل چې هېڅ خطر نشته اوډېرژر به روغه شي ، ولې په بې ځايه فکرونو ځان ناارامه وي ؟ ويده شه ، څوورځې نور هم استراحت وکړه اووروسته پورته شه کار دې له سره پېل کړه . زه هم کار لرم که داډول خبرې کوې زه هم نشم کولاى په سم ډول انځورګري وکړم . وينې چې پيسې مو خلاصې شوې دي . که دغه انځور نن پورته شوى واى کولاى مې شواى چې خوړلو اوڅښلوته مې لږ څه راوړي واى . په ځانګړي ډول تاته چې ډېره اړتياورته لرې .
جونا چې هماغې بربنډ بوټي ته کتل وويل : نه ، وروسته له دې څخه وفالپاره زحمت مه وباسه . نور وخت نه دى پاتې چې زمالپاره وکړېږې . وګوره تردرې و پاڼو ډېرې ورباندې نشته دغه درې پاڼې به هم دهواتر تياره کېدوتويې شي سو يې دبستر خواته ټيټ شو :
دزړه ټوټې قول راکړه ترهغې چې زه داانځور پوره کوم خپلې سترګې به نه غړوې . زمالپار ه ، زمادملګرتيالپاره دې سترګې پټې کړه اوويده شه زه څراغونه روښانه وم ځکه چې په هرډول وي دغه انځور ترسباپورې بشپړ کړم . نشي کېداى يوازې نن شپه به په بله کوټه کې انځورګري وکړې ؟
نه زړه مې غواړي چې له تاسره وم روسته له دې زه نه غواړم چې ته بهرته وګورې جونا چې په آرامۍ سره سر تاواوه خپلې بېروښنايۍ سترګې يې پټې کړې پدې وخت کې دمرمرو مجسمې ته ورته وه ويې ويل:
ډېرښه زه مې سترګې پټوم خوته هم ماته قول راکړه چې کله دې کار بشپړشو څراغ مړ کړه ترڅوزه بهر ووينم . غواړم ووينم چې وروستى پاڼه څه وخت لويېږي له ډېر انتظار ويستلو څخه ستړى شوم ، هيله لرم دوروستۍ پاڼې لويېدل ووينم اوهغه وخت په ارامۍ سره مړه شم .
ښه ده نوځه ويده شه زه ځم برمان ته وايم چې دلته راشي اوماسره مرسته وکړې . پوهېږې چې زه ديوه سپين ږيري انځور کاږم چې په يوه معدن کې کارکوي . هېڅ مه ښورېږه زماتلل اوراتلل له يوې دقيقې څخه نه وږدېږي .
برمان په لاندې پوړ کې ژوندکاوه دشپېتوکالو پاک روح اوله مينې ډک زړه يې درلودکسب يې انځور ګري و خوهېڅ وخت په دې لار کې نه وبريالى شوى داڅلوېښت کاله پرله پسې يې هوډ درلود داسې يو اثر وړاندې کړي چې يوپوره نوښت ولري اوترډېره پاتې شي ، خوتراوسه يې دغه نوښت نه و پېل کړى هرچاته به يې ويل چې يوه ورځ به دغه بې مثاله نوښت رامنځ ته کوي چې په عالم کې بې مثاله وي ، خوتر هغې ورځې چاونه ليد ، ژوند يې دکوچنيو خبرتياو ليکلو اوکوچنيو نقشو جوړولو باندې روان کړى و ، کله به يې هم دنوو انځورګرانو سره دخپلې تجربې له مخې د ډېرکم مذد په مقابل کې مرسته کوم .
سو دسپين ږيري کوټې ته چې زېرزمينۍ ته ورته و ننوت . برمان دپخواپه څېر پنسل په خوله کې نېولى و اودانځور ګرۍ چوکا ټ ته مخامخ ناست و ، سپينه تخته چې غوښتل يې خپل نوښت پرې وکاږي په مخ کې ورته ويښې وه اودمعمول په څېر حيران و چې څه ډول خپل تل پاتې کېدونکى اثر پېل کړي پيځه ويشت کاله کېدل چې دغه عمل تکرارېده خوپه دې پنځه وشتوکلونويې قلم له ويښتوڅخه پاڼې ته نه وراکوزشوى . سپينږيري دسو په وتلو کوم تعجب ونه کړ . لومړى پوښتنه يې داوه چې جوناوس څنګه ده ؟ سو ورته وويل چې ملګري يې په دې ورځوکې ګډووډو خيالونو سره مخ شوې ده اوپه دې باوري ده چې کله دپرېوتې وروستۍ پاڼه ځمکې ته ولوېده دابه هم مري.
ساده سپين ږيرى له ډېر ې حيرانۍ اوناارامۍ څخه ناڅاپه له ځايه پورته شو : څه ډول خبره ده چې يوانسان دومره ساده شي چې فکر کوي عمر يې پر يوې پاڼې پورې تړلى دى ، تاسې ولې پرېښې چې دغه غريبه مخکې دداسې بېځايه فکرونو سره ملګرې شي ؟ زه په نور هېڅ ستاسو کوټې ته درنشم دانسان څومره زړه پرې خوږېږي پردې معصومه اوغريبه نجلۍ .
سويې خبرې غوڅې کړې :
غوږ ونيسه ! جواناوروسته تردې ستونزمنوورځوډېره کمزورې شوې ده ، سختو تبوددې فکر هم ناروغ کړى دى دغه ناسم فکر ورته پيداشوى چې نوره نه جوړېږي ماغوښتل چې دغه ترکارلاندې انځور ډېر ژر بشپړ کړم چې ددوااودرمل لپاره پيسې برابرې کړم اوس چې ته هم نه راځې کوم بل فکر به وکړم .
دبرمان پرګونځې څېره وړه مسکاښکاره شوه .
په رښتياچې ته هم ښځه يې ! ولې به په داسې وخت کې چې ګرانه جوانا دومره ناروغه ده نه درځم ؟ خداى ج دې وکړي چې روغه شي هغه وخت چې روغه شوه ددې په يادبه هغه نوښت چې هوډيې لرم وکاږم هغه نوښت چې په نړۍ کې تلپاتې وي دواړه دزينو پرخوا لاړل روسته له يوې دقيقې څخه دجوانا کوټې ته ننوتل هغې خپلې سترګې پټې کړې وې اوويده وه ، دجوانا دبستر سره نژدې يې له کړکۍ څخه ډېره په وروسره پرده پورته کړه اوبرمان ته يې دبلې کوټې ته دتلو لارښوونه وکړه .
دواړه چې څنګه کوټې ته ننوتل دکړکۍ لوري ته لاړل بهر لږ تياره ښکارېده اوددې سره رورو واوره ورېده . سپين ږيرى اسوېلى وکېښ اوپر چوکۍ کښېناست . وروسته سو دخپل کار وسايل راوړل اوپر انځورګرۍ يې بوخت شو يوساعت نه و تېر شوى چې برمان بېرته خپلې کوټې ته ولاړ.
دسهار لومړۍ نښه دڅپې رڼاپه ډول دکوټې له ډبلوکړکيو څخه ښکاره شوه اود شپې ترخوتياروته يې دپاى ټکى کېښود يوازې يوساعت تېرشوى و چې سو ستړى اوستومانه ويده شوى و ټوله شپه يې ځنکدن ترنژدې ناروغ په څنګ کې تېره کړې وه . جواناخپلې روستۍ خبرې هم ورته کړې وې زماجامې زمونږ ګاونډۍ نجلۍ ته وښايه اويادښتونه مې ته درسره وساته اوجسد مې په دې نږدې هديره کې خاوروته وسپاره .
سوچې هرڅه ويل اغېز يې نه درلود پند نصيحت هرڅه يې چې له ماشومتوبه تر اوسه زده کړى ؤ خپل ناکام دوست ته يې وويل خو پايله يې نه درلوده . جوانا پرلپسې يوه جمله تکراروله : باور لرم چې وروستۍ پاڼه لوېدلې ده ، يواځې غواړم هغه په خپلو سترګو ووينم او هغه وخت په آرامۍ سره ومرم .
په پاى کې ناروغه انجلۍ ويده شوه ؛ ويده شوه تر څو د سهار په لمر څرک کې پرېوتې دښاخونو بربنډه څېره ووينې کله چې هغه ويده شوه ، سو هم ناتوانه خپلې بسترې ته ولاړ .
سو پورته شه سهار دى ، پورته شه اوهغه پرده لرې کړه !
سو سترګې وغړولې تر اوسه د کوټې فضا تياره وه ، چې ناڅاپه يې د پروتې د بوټي خطرناکه خاطره ورياده شوه : وروستۍ پاڼه !
بيا هم د جوانا چېغه وروپورته شوه : ما ته بخښنه وکړه چې ته مې بېداره کړې زما لپاره پورته شه او هغه پرده يوه څنګ ته کړه .چاره نه وه څوپه لړزېدلو قدمونو دکړکۍ خواته لاړ . لاسونه يې لړزېدل اوزړه ېې ټکان درلود وروېې پردې يوې خواته کړې : اى خدايه ! وروستۍ پاڼه ...و روستۍ پاڼه ..... تراوسه نه وه لوېدلې جوانا ورته وکتل . په پرانستوسترګويې چې بياهم ښه پرې څه نه مالومېدل هوکى ، وروستۍ پاڼه تراوسه دپروتي پرتنه کې پاتې وه دواورې دورښت اوتېزوبادونو سره سره وروستۍ پاڼه دخښتو له دېوال سره ښکارېده . دجوانا دالوتلي رنګ پرشونډو يوه وړه مسکا ښکاره شوه : څه وشول چې ورستۍ پاڼه نه ده لوېدلې ؟ ماخپله دبادغږ ټوله شپه اورېده ماباور درلود چې دغه پاڼه به لوېدلې وي . سو چې پرمخ يې د اوښـکو دوه څاڅکي روان و، د جوانا خواته يې سر ټيټ کړ ، زما د زړه ټوټې اخر زما پر حال لږ فکر وکړه . که ته د خپل ځان په فکر کې نه يې ، که په خپل ژوند باور نه لرې لږ ترلږ ه زما په بې کسۍ او يواځېتوب رحم وکړه . خو جوانا ځواب ورنه کړ هغې نور په هېڅ شي فکر نه کاوه . دغه طبعي لاره ده ، لکه چې روح له وجوده بېلېږي او د رمزونو او له اسرار و ډکې نړۍ ته په تلوار وي نو ناروغ بيا د چا په کيسه کې نه وي ، ګډوډيو او بې ځايه فکروونو د جوانا اعصاب او افکار داسې سره ګنډلي ؤ چې په هېڅ ډول يې نشو کولاى دنورو عواطف درک کړي .
غصه ناک اسمان بياخپل لېونتوب له سره پېل کړ، يخ بادونه له سره په حرکت راغلل اوورپسې واورې هم په اورېدو پېل وکړ؛خوددې طوفانوسره سره دپروتې وروستۍ پاڼه له بربنډ بوټي څخه بېله نشوه . پرهغه ورځ اوهغه شپه هم واوره ورېده جوانا چې هرڅومره ورته وکتل ، انتظار يې وويست چې دوروستۍ پاڼې رژېدل وويني ، ترهغې دمه چې هواتياره کېده وروستۍ پاڼې دبوټي تنه پرېښوده .
په ناچاره ډول يې بياهم سباته داميد دقيقې ګڼلې داځل يې ډاډ درلود چې پاڼه که هرڅوځواکمنه وي داسمان دغوصې له امله رالوېږي . خوکله يې چې دسهار دڅرک په وخت له کړکۍ څخه دانګړ نيمې روښانه فضاته وکتل بيايې هم پاڼه پرهماغه ځاى په هماغه ښاخ کې جوړه وليده . څولحظې يې فکر کاوه وروسته يې سو ته غږ وکړ سو دغه پاڼه خوبياهم ونه رژېده ؟ کېداى شي خداى ج به نه غواړي چې زه دې په داسې اسانۍ سره مړه شم ؟ په رښتيا زه څومره ناوړه نجلۍ وم ؟ داګناه نه ده چې يو انسان په خپله مړينه کې دومره اسرار وکړي ؟ پورته شه لږې شېدې راکړه . داسې ښکاري چې ډېره وږې يم د سو پر زېړه څېره غوړه مسکا ښکاره شوه ويې ويل : خداى ته شکر دى نن ورځ حالت په پوره ډول ښه دى ماتاته نه ويل چې ډېر زر به ښه شې ؟ رښتياڅه وخت غواړې دنايل خليج انځور وکاږ ې ؟ جوناچې دټنډې کرښې يې کشولې ځواب ورکړ: هغه وخت چې وکولاى شم په لاره لاړه شم .
دهغې ورځې په ماسپښين ډاکټر په ناڅاپي ډول دسو کوټې ته ننوت په داسې حال کې چې دجوانا دحالت له ښه کېدوڅخه خوشحاله و ويې ويل : ستاسې دګاونډي دپوښتنې له پاره راغلى يم دبېچاره سپين ږيري وضعه په پوره ډول خطرناکه ده دهغه ژوند ته لږه هيله هم نشته تېره شپه يوځل په ((سينه بغل )) باندې اخته شوى و اونن په وروستي حالت کې دى . سو دبرمان ځاى ته منډه کړه څه ګاونډيان دده له نيم روحه جسد څخه تاوشوي و ، يوه له هغوى څخه په لنډ ډول پېښه داسې بيان کړه : تېره ورځ سهار مې هغه په دې حال پيداکړ ټول کالي لامده اوکلک شوي و، ټوله شپه يې بهر واورې اوباد ته تېره کړې وه ديوه لاسي څراغ رڼاته يې دپروتي تربوټي لاندې انځور ګري کوله ، غوښتل يې خپل نوښت وکړي خوده خپل ځان له لاسه پرې ورکړ . هوکې برمان په پاى کې دوروستۍ پاڼې په کښلوسره خپل تل پاتى نوښت منځ ته راوړى و .