کانکـــــوريانو!
که غواړئ چې...
پتمن (( چپرهارى ))
١ که غواړې چې په راتلوونکې کې نيمه ليونى انسان درنه جوړ شي ، نو د ننګرهار طب پوهنځى خوښ کړه .
٢ که غواړې چې په لوى لاس ځان نېستمن کړې ، نو د ښوونې او روزنې پوهنځى خوښ کړه .
٣ که غواړې چې غټ ګانکړپ درنه جوړ شي ، نو د اقتصاد پوهنځى خوښ کړه .
٤ که غواړې چې د تل لپاره دې د انسانانو سره اړيکې پرې شي ، نو د وترنرۍ پوهنځنى خوښ کړه .
٥ که غواړې چې ټول عمر وزګار وګرځې ، نو د ادبياتو پوهنځى خوښ کړه .
٦ که غواړې چې د انيجوګانو والا سره راشه درشه ولرې ، نو د انجينرى پوهنځى خوښ کړه .
٧ که غواړې چې لوستى بزګر درنه جوړ شي ، نو د کرنې پوهنځى خوښ کړه .
٨ که غواړې چې ژوند دې له ګواښونو سره مخ شي ، نو د ژورنالېزم پوهنځى خوښ کړه .
٩ که غواړې چې د ناروغانو څخه غلا وکړې ، نو نرسېنګ خوښ کړه .
١٠ که غواړې چې په راتلوونکې کې د پيسو ماشين ولرې ، نو د شرعياتو پوهنځى خوښ کړه .
١١ که غواړې چې ټول عمر دروغ ووايې او يوه خبره هم رښتياونه کړې ، نو د حقوقواو سياسي علومو پوهنځى خوښ کړه .