ږيره زما واک يې د ملا
ايمل (( جلال )) د ترکيې يونليک
نن سهار د چايو د تيارولو نمبر زما وو ، د سهار د لمانځه نه وروسته ټول بېرته ويده شول خو زه پخلنځي ته لاړم ، لکه څنګه مې چې مخکې يادونه وکړه ترکان ډېر لږ چاى څښي او پيالې يې زمونږ د پيالو په پرتله شپږ ځله کوچنۍ دي . د ترکانو يوه پياله چاى زمونږ دوه غړپه کېږي ، له همدې امله چاى راته خوند نه راکاوه ، ما د يخچال نه پنېر،مربا،کوچ ،شات او زېتون راوخېستل او سالون ته مې يوړل . چاى لا پوخ شوې نه چې ناڅاپه مې په المارۍ کې د اوبوڅښلو يو جک او شپږ ګيلاسونه تر سترګو شول ، ځان سره مې وويل کار وشو!
ګيلاسونه مې پرېمنځل او راساً لاړم ټولوملګروته مې زېرى وکړچې دې نه پس به افغاني چاى څښو . ټول راټول شواوګيلاسونه مو دچاى نه ډک کړل ما او سکندر په شريکه يو ګيلاس واخېست ځکه کسان اووه وه او ګيلاسونه شپږ . دکور مشر نياز راننوت ، چې زمونږ دسترخوان ته يې پام شوسلام ترې هم هېر شو او څو شېبې په خپل ځاى لکه بت ودرېد بيا يې ناڅاپه په داسې کړس وخندل تا به ويل چې ليونى شوى ، مونږ هم ورخطا شو چې څه چل شوې ، خو په خندا خندا کې يې ما ته وويل : جلال ! دا تاسو څه کوئ ؟! پدې کې څنګه چاى څښئ ؟ دومره چاى مونږ په يوه مياشت کې نه څښو ، دا ټوله ناروغي ده پام کوئ . سکندر چې زمونږ تر منځ په خبروکې تکړه وود نياز خبره يې غوسه کړه او ويې ويل : مونږ په افغانستان کې د چاى جوش په مښوکه چاى !!
نننۍ ورځ هم بې له کومې مهمې پېښې تېره شوه .د مارچ په پينځمه نېټه د شپې نا وخته کور ته راغلو ، تقريباً١١:٣٠ بجې وې په کور ننوتو . د ماسختن لمونځ چا وکړاوچانه ، استاد مو راغى او ټولو ته يې وويل چې سهار د وخته بايدد سلطان ايوب جومات ته د سهار جمعې ته لاړ شود هغه لا خبره په خوله کې وه چې ټولو په يوه اواز وويل : مونږ ټوله ورځ ګرځېدلى يو ستړي ستومانه يو تر څو چې ويده کېږودولسو بجو نه اوړي سهار څلـــــور بجې مونږ نه شو پاڅېدلى ما هم د ملګرو د خبرو تائيد وکړ او زياته مې کړه چې جومات ته څه ضرورت دى دا دى زه يم لکه د تل په شان جمع به زه درکړم او چاى مو چې وڅښه بيا چې مو خوښه وي ځو د ستاد خبره يوه وه بله کول يې څه اسانه کارنه وو.
ټولو ملګرو په داسې حال کې چې ځان ته او استاد ته يې بدرد وويل ويده شول .سهار پوره څلور بجې له خوبه پاڅېدو ، اودسونه مو وکړل او په داسې حال کې چې نرى نرى باران ورېده او هوا ډېره سړه وه له کوره ووتو يوه شېبه وروسته دوه کورولا ډوله موټر راغله او پکې سواره شو لکه د تل په شان مې د ډرېورنه پوښتنه وکړه هغه په ډېره نرمه لهجه راته وويل دا جومات د استانبول په اروپايې برخه کې موقيعت لري او ددې ځاى نه تقريباً ٩٢ کيلو متره لرې دى ،جمع پاوکم پنځه بجې کېږي او انشاالله په وخت به ورسېږو .
د موټر سرعت په سآعت کې ١٤٠ کيلو متره وو،د سرک دواړه خواوې روښانه وې خو باران اجازه نه راکوله چې شاوخوا په سمه توګه وګورم . په خبرو خبرو کې جومات ته ورسېدو زما تر څنګ عبدالمتين ويده شوې وو ما په څنګله ووهلو ترڅو راپاڅېږي ، په داسې حال کې چې سترګې يې مښلې ماته يې وويل : ځه ورک شه په لمونځونو لمونځونو مو مړکړم(( القاعده )) دا به کوم لوده ومني چې مونږ د کابل نه طورخم ته د سهار د لمانځه لپاره راغلي يو ما پرې غوږونه کاڼه کړل او د موټر نه ښکته شوم ، جومات ته مخامخ د هواپېژندنې اداره الکترونېکي آله نصب شوې وه چې د سانتي ګرېد په حساب يې منفي درې درجې سړښت ښوده خو په زړه پورې دا وه چې باران ورېده او کنګل نه تر سترګو کېده مونږه جومات ته لا نه ؤ ننوتي چې استاد رمضان هم راورسېد او ټول يو ځاى جومات ته ننوتو . چې ليده مو د جومات په لانديني پوړکې د پښو اېښودلو ځاى نه ؤ او د يو تن لارښود لخوا دويم پوړ ته لارښونه وشو، هلته هم مونږ څوکسانو ونه شو کولاى چې يو ځاى په يوصف کې کينو، ټول خواره واره شو،د جومات دويم پوړ د برنډې حيثيت درلود چې څلوراړخيزه وه او منځ د جومات لاتدينى پوړ ؤ د دويم پوړ مقتديانوکولاى شول چې امام وګو ري جمعې ته لا پنځلس دقيقې پاتې وې مونږ سنت وکړل او په خپل ځاى مو داقامت انتظارويستلو، ماچې د خلکو دا ګڼه ګوڼه وليده نو په لومړي ځل پوه شوم چې مونږ د يو منظم پلان له مخې دلته راوستل شوي يو .
لږ ه شېبه وروسته اقامت وويل شو او ټول مقتديان ودرېدل ،زما ځاى د کړکۍ تر څنګ وو ملا لا نيت نه وکړى چې ناڅاپه مې د کړکۍ نه پام شو ګورم چې خلک د جومات په انګړ کې ولاړ دي لومړى مې فکر وکړ چې د خوبه يم سترګې مې ومښلې او په ځير ځير مې لاندې وکتل په تته رڼا کې د شړکنده باران لاندې خلکو غوږونو ته خپلې غټې ګوتې د نيت لپاره رسولې،ما چې دا منظره ولېده په ژور فکر کې ډوب شوم پوه نه شوم چې دوه رکعته لمونځ څنګه تېر شوخو د ملا د غږ سره سم مې سلام واړوه ټولو په لوړ اواز دعاګانې پيل کړې ما هم درود شريف ولوسته او ورپسې مې ايت الکرسي هم شروع کړه ، تقريباً پنځه دقيقې وروسته ملا دعا ويل پيل کړه لومړى يې په عربي ژبه مسنونې دعاګانې ولوستې بيا يې په ترکي ژبه پيل وکړ او په سرکې يې خلکو نه هيله وکړه چې په زوره (( امين )) ووايې ، لويه خدايه زمونږ دولت ، زمونږ ملت او ټول مسلمانان د هرې اسماني او ځمکني بلا نه وژغورې، لويه خدايه درسول الله (ص) په خاطر زمونږ ناروغانو ته روغتيا ورپه برخه کړې .....ټولو په يوه اواز (( اللهم امين )) ويل په کرار کرار ملا صېب جذباتي شو او خلکو په چېغو پيل وکړپه ځانګړي توګه هغه وخت چې ملا صېب په فلسطين ، عراق ،چچين ،کشمير،بوسنيااو افغانستان کې مېشتو مسلمانانو لپاره دبري دعا وکړه او ورسره يې د يهودانو اوعيسويانو د تباهۍ غوښتنه وکړه .، په جومات کې داسې چېغې شوې چې تا به ويل چې يوه کورنۍ د خپل مړ بچي سره ناست دي او ژاړي .زما ترڅنګ يوه سړي دسمال سترګو ته نيولې وو او په چېغو چېغو يې ژړل دې منظرې زما تعجب او وېره نوره هم ډېره کړه ځکه مونږ په کابل کې استاد ته ترکيې د بې دينۍ او عياشۍ ډېرې تانې ورکړې وې ، حتى زمونږ يوه ملګري چې نوم يې نه اخلم استاد ته په ملنډوويلي و چې په ترکيه کې خلک لمونځ په ميخانو او کلبونو کې کوي ! استاد مو سره د دې چې ډېرپه غوسه شو خو په خوله يې هېڅ ونه ويل .
تقريباً يو نيم ساعت مو انتظار وويست چې د جومات د لاندې پوړنه خلک ووتل او مونږ لاندې ښکته شواستاد مو وويل چې راځئ چې ملا ته مو معرفي کړم .مونږ د لومړي ځل لپاره ترک ملا وليده چې دريشي يې اغوستې، ږيره يې خريلې، نېکټايې يې اچولې وه او په سر يې يو ډول خاصه پګړى ايښي وه او همدا راز د دريشۍ په سر يې يوه توره چپنه اغوستې وه مونږ بيا وروسته پوه شو چې د اد ملا امامانو خاص يونېفورم دى او په ترکيه کې ملايان هم خاص يونېفورم لري او سرغړوونکې د قانوني مجازاتو سره مخ کېږي ! استاد مو د روغبړ نه وروسته مونږ وروپېژندو .ملا صېب چې افندي نومېده زمونږ په لېدو ډېرخوشاله شو، او دزړه د تله يې وويل چې: دالله (ج) ډېر شکر دى چې نن افغان ځوانان ترڅنګ وينم او سره د دې چې په ترکيه کې د روغبړ په وخت غېږه ورکول ډېر معمول نه دي خو مونږته يې جلا جلا غېږه راکړه ، استاد سمدستي د جومات په هکله ترې معلومات وغوښتل ، ملا صېب غاړه تازه کړه او داسې يې پيل وکړ: تاسې پوهېږئ چې حضرت ايوب انصاري (رض) د حضرت محمد (ص) يو نږدې صحابه وو او پيغمبر صېب چې د لومړي ځل لپاره مدينې منورې ته هجرت وکړنو د ايوب انصاري په کور يې لومړۍ شپه وکړه . د حضرت عمر(ص) د خلافت په زمانه کې د روم امپراطورۍ ته د اسلام دعوت ورکړل شو خو هغوى ونه مانه وروسته حضرت عمر د ايوب انصاري په مشرۍ يو لښکر روم ته ولېږه او په دغه ځاى کې چې مونږ ناست يو سخته جګړه پيل شوه او دلته د روميانو جنګي کلا وه حضرت ايوب انصاري خپلو ملګرو نه هيله وکړه تر څو دده د مرګ نه وروسته دا د کلا په منځ کې خاورو ته وسپاري ، باالاخره حضرت ايوب شهيد شو او دلته خاورو ته وسپارل شو وروسته بيا د عثماني د امپراطورۍ په وخت کې يعنې تقريباً ٣٠٠ کاله پخوا دغه جومات جوړ شو او تر ننه پخپل ځاى پاتې دى ما ترې د جومات د ظرفيت په هکله پوښتنه وکړه ويې ويل : دا جومات په هغه وخت کې تقريباً د شلو زرو کسانو لپاره جوړ شوې وو؛خو اوس پکې څه ناڅه پنځه ويشت زره لمونځ کوونکي ځايېږي ، د ملا صېب دې خبرې ټولو ملګرو ته شديد ټکان ورکړ ، په رښتيا هم مونږ په ترکيه کې دا انتظار نه درلود چې دترکيې په څېر هېواد کې دې د سهار د لمانځه لپاره هغه هم په سور ژمي کې دېرش ، څلوېښت زره کسان سره راټول شي .د جومات نه راووتو تقريباً ٧:١٥ بجې وې او باران اورېده.
زه او سکندر د جومات ختيځ لور ته روان شو ، هلته بيا بل ډول منظره وه ،تقريباً پنځه زره زنانه چې ټولو حجاب اغوستى ؤ د خورېدو په حال کې وې ، لومړى مو فکر وکړ چې کېداى شي دلته کوم پوهنتون وي خو د ترکيې په پوهنتونونو کې حجاپ منع دى استاد مو هم راپسې راغى او د رارسېدو سره يې وويل : د دې جومات دريم منزل يواځې د ښځينه لمونځ کوونکو لپاره جدا شوي دوى هم د سهار لمانځه ته راغلې وې استاد مې خبرې کولې چې زه بيا په ژور فکر کې ډوب شوم، دا څنګه کېداى شي چې ترکان دې دومره د دين پابند وي په داسې حال کې چې ٨٤ کاله پخوا نه يواځې اسلامي حکومت له منځه تللى بلکې د دين په مقابل کې داسې قوانين تصويب شوچې اروپا ورته حېرانه شوه! شرعي حجاب په ټولو اداروکې له منځه ولاړ ، ږيره پرېښودل او پګړۍ په سرول منع شو،ديني مدارس له منځه ولاړل ، په عام محضرکې قران کريم د تلاوت منع شواو حتى دازان يې ترکي ژبې ته وژباړه، د پورتنيو قوانينو دعملي کولو لپاره ځانګړي پوليس وګمارل شو، پوليسو عام وتام صلاحيت درلود چې سرغړوونکي شکنجه کړي او حتى بې له محاکمې يې ووژني . له همدې امله په لسګونو زرو مسلمانو ترکانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د دومره محدوديتونو سره سره بيا هم خلک مسلمانان وي ؟!! نر او ښځه لمونځ کوي او نور ديني شعاير پرځاى کوي . دا ډېره د تعجب خبره ده چې زمونږ په هېوادکې درې کاله کېږي چې د ډيموکراسۍ نغارې ډنګېږي او پر هغو افغانانو يې داسې اغېزه وکړه چې يو وخت يې دمسلمانۍ نوم په ټوله اسلامي نړۍکې لکه لمر ځلېده ! .
د افغانستان د اساسي قانون له مخې ظاهراً د هېواد رسمي دين اسلام ښودل شوې او ټول شرعي قوانين په نظرکې نيول شوي دي . خو د دې ټولو سره سره که چېرې ټولنيزه وضعه همدا شان روانه وي نو ٨٤ کاله وروسته به زمونږ څه حال وي ؟
د سباناري لپاره يو رستورانت ته ننوتو،يو هم جرئت نه درلود چې استاد سره سترګه په سترګه شي ځکه پخوا هر يو په خپل وار په ترکيه کې د شرعي احکامو د نشتوالي له امله ترکان غندلي وو خو زمونږ استاد چې يو مهربانه شخص دى داسې يې وښوده چې ما هېڅ نه دي اوريدلي .زمونږ لا دچاى پياله لاس کې وه چې استاد مو پيل وکړ: دا هر څه مو چې نن وليدل شل کاله پخوا داسې نه وو ، د شلوکالو راهيسې په ټوله اسلامي نړۍ کې او ځانګړي توګه ترکيه کې يو ډول مثبت ديني خوځښت رامنځته شوي ، خلک نور د هر څه نه ستومانه شوي ، دشرابو نه ، د عياشۍ نه ، دجنسي اړيکو نه او داسې په سلګونو غېر اخلاقي او غېر اسلامي اعمالو نه چې نن سبا اروپا ورسره لاس اوګرېوان ده ،تاسې وليدل چې په سلوکې شپېته ځوانان و دا دځوانانو برکت دى او د ټولو نه مهمه دا ده چې دا داسلام دمبارک دين حقانيت مونږ ته راپه ګوته کوي ، او مونږ ته ښايې چې قران د نړۍ يواځينى اساسي قانون دى چې د انسان د ژوند هر اړخ ته يې پوره پاملرنه کړې ده .
څه موده وروسته زه پوه شوم د سهارجمعې ته د څه باندې نوي کيلو متره لرې مسافې نه زمونږ راتګ د منظم پلان له مخې ترتيب شوى وو ، خو عبدالمتين چې زمونږ تر منځ تر ټولو شوخ ملګرى دى بيا وايې : استاد دوه درې ورځې مخکې د ستانبول خلکو ته ويلي وو چې نن سهار نر او ښځه ټول جمعې ته راشئ ، ځکه زه غواړم چې څو تنوافغانانو ته دا ثابته کړم چې د ترکيې خلک اوس هم مسلمانان دي !! او که نه ترکيه خوپه عياشۍ کې اول نمبر ده !!
نور بيا