مـــــــــقالې
دوکانداران دې ځانونه وپېژني!
دوکانداران دې ځانونه وپېژني! (د هغه چا چې مسکا زده نه وي دوکانداري دې نه کوي)، دا يو چينايې متل دي، د شيانو د معلومولو لپاره لکه( دوا، کتابونه، خوراکي توکي،جامې او نور غټ او واړه شيانو د رانيولوپه خاطر هر څوک په ورځ کې که نه وي اوونۍ کې يو ځل غواړي له ذکر شوو توکو نه ځان خبر کړي، چې نرخونه يې چېرته ختلي، پکار ده له دوکاندارانو سره يو ځل غوږ وجنګوي اکثراً داسې خلک دوکانداران شوي چې په پوره توګه د دوکاندارۍ پوهه او لياقت نه لري که له
زړه ورتيا او ډار
زړه ورتيا او ډار راټولوونکى: منظوراحمد رودوال زړه ورتوب په درواغو سره ځان پورې نه شي تپل کېداى ځکه زړورتوب داسې صفت دى چې غولول او درواغ نه مني . ( ناپېليون ) بې له هوښيارۍ زړه ورتوب وروسته له پېښې تصميم نيول د ځان غولول دي ( فردريک کبير)زړه ورتوب د خطر سره ډغرې وهل دي . ( پى پروبر)لږ سرښنتوب او لږ ظلم چې د زياتې بېباکۍ او ناپوهۍ سره يو ځاى شي داسې شى ترې جوړ شي چې نوم يې زړه ورتوب دى . (من اکسوپري)يوغښتلې او زړور،زړه هرڅه کولاى
د فرهنګي ارزښتونو دمرګ ورځې رانېږدې شوي دي
د فرهنګي ارزښتونو دمرګ ورځې رانېږدې شوي دي دنارنج ګل دوديزې مېلې تر جوړېدو وړاندې لا فرهنګيان او بړيڅي په يوه خوله نه وو.خوشال(( خليل)) د بې ثباته او څپڅپانده دريځونوخاوندان زمونږ په ټولنه کې له بل هر وخت نه ډېر شوي، پخوا به چې له چا سره مخا مخېدلې او ليدل به دې، هريو به دخپل دريځ او موقف نه چې د ژوند په هره برخه کې يې درلود راضي ښکارېدل او د يو ډول غرور احساس به هم ورسره ملګري و، په تېرو جګړو او په
د طالبانو په رامنځته کولو کې د بينظير بوټو د رول په اړه کتاب چاپ شو
د طالبانو په رامنځته کولو کې د بينظير بوټو د رول په اړه کتاب چاپ شو پژواک خبري آژانس پښتون سحر د طالبانو په رامنځته کولو کې دپاکستان دپخوانۍ صدر اعظمې بينظير بوټو د رول او کردار په اړه کتاب چاپ، او بازار ته وړاندې شو. دغه کتاب چې په اردو ژبه ديو پاکستاني ليکوال لخوا ليکل شوي د(( طالبان اور بينظير بهټو کي سرپرستي)) نوم لري.دکتاب په پو
د بحر آباد سمڅې لا هم خوندي دي
د بحر آباد سمڅې لا هم خوندي دي پژواک خبري آژانس حيا ت الله ګهيځ په ننګرهارکې درونټې له برېښنا بند څخه جنوب ته غځېدلې غونډۍ کې دنظرآباد او بحرآبادپه نوم اوږدې په لسګونو پخوانۍ څمڅې چې دځايي اوسېدونکيو په وينا، د کوشانيانو دوختونو دي لا تردې دمه دخلکو له لاسوهنو او څېړلو څخه خوندي پاتې دي. د سيمې د اوسېدون
متلونه زده کړئ او د خبرو پر مهال تر ې ګټه واخلئ
متلونه زده کړئ او د خبرو پر مهال تر ې ګټه واخلئ عبدالواجد واجدمتلونه دنړۍ په ډېرو ژبوکې شته په پښتو هم ډېر اوږد تاريخ لري او اکثره يې د يو کار يا عمل د کېدو نه روسته د خلکو په منځ کې پاتې شوي.همدغه متلونه اول په همغه ځمکه خواره شوي په کومه ځمکه چې زيږيدلي او بيا روسته، روسته ديوې خولې نه بلې ته او بلاخره تر موږ او تا سې رارسيدلي.ډېري متلونه داسې وي،چې په کومه سيمه کې منځ ته راغلي وي په همغه سيمه کې کارول کېږي ؛ خو ډېر داسې متلونه
بېکونه ګرځول د ورځې مود ګرځېدلى
بېکونه ګرځول د ورځې مود ګرځېدلى يو وخت به د ځينو فرهنګيانو په لاسونو کې کڅوړې وې ؛خو د وخت په تېرېدو دغه کڅوړې په تورو بيکونو بدلې شوې.دا بيکونه د ډېرو داسې کسانو غاړو ته ليدل کېږي، چې نه کوم مسووليت لري، نه يې په درد دوا کېږي او نه ورته نور څه شوده کوي.ګل خان ډارن ږېره او بريت دواړه خرېيلي دي او دکانکور په شپږو ازموينو کې بې نتيجې پاتې شوي، نوموړي هر ماذيګر د ښار په ځينو داسې چوکونو او مارک
بې کوره
بې کوره نعمان دوست په څه خوارۍ د دروازې ټکاري دباد او باران له شوره، تر خونې را ورسېد. مخامخ دېوالي ساعت ته مې وکتل، نن ورځ يې هم رانه ټوله خوړلې وه. بيا ټکاري شو، څادر مې له ځانه را تاو کړ، د دروازې له درزونو رڼا ښکاره شوه، د وره تر شا مريمه ترور له دوه وړو لوڼو سره ولاړه وه. اوارې رېږدېدلې،دمور کوټې ته مې ر اوستې. تابه وې ژړا يې موږ ته ساتلې وه، له کېناستو سره سم&n
افغانان د امريکايي سرتېرو د وتلو په هکله زړه نا زړه دي
افغانان د امريکايي سرتېرو د وتلو په هکله زړه نا زړه دي که امريکايي ځواکونه د چا خوښېږي او يا يې بدې راځي، د ګوتو په شمېر خلک له هېواده د هغوي وتل غواړي.آي ډبليو پي آر په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالتونو د ځواکونو د شمېرې راټيټولو په هېواد کې د خلکو ژور متضاد غبرګونونه راپارولي دي.افغانان له يوې خوا له تاريخي پلوه په خپله خاوره کې د بهرنيو ځواکونو
د سيمې سياسي نقشه کېداي شي بدله شي
د سيمې سياسي نقشه کېداي شي بدله شي ټول افغان ټکى کام سيمې ته د امريکې د متحده ايالتونو د ولسمشر جورج بوش سفر د سترو جويوپولتيکو پلانونو يوه برخه ده.هند ته د ده سفر او ددغه هېواد سره د ځينو مهمو تړونونو لاسليک کول، چې د اتومي تخنيک معامله يې يوه ارزښتناکه بېلګه ده، په منطقه کې يو نوي ډول سياسي وضعيت را منځ ته کوي. زما په اند وروسته له دې به هند د جهاني سياست د فعال غړي په توګه د سترو قدرتونو ليکې ته ور ودانګي، او امريکا نن د هر وخت په پرتله د نفوسو
برېښنا
برېښنا امين الله زهير ما او يار له ډېرې مودې نه دا دعاګانې کولې،چې خدايه ! ته ؛ خو يوه شپه په نېمه شپه داسې تېز باران راولې، چې ټول خلک په خپل ځان اخته شي. داسې باران،چې څوک ځانونه سيوري ته کوي څوک مالونه او څوک ماشوما ن له بارانه تښتوي. او زه ! زه لکه د تورې شپې غل ځان د يار کوڅې ته ورسوم او د شونډو د غلا لپاره يې ديوال ته ريږدېدلي کېنم. زموږ سوالونه خداي قبول کړه او هغه شپه راغله، چې موږ يې&nbs
د مفتي صيب پاکستانۍ پروژه بريالۍ شوه
د مفتي صيب پاکستانۍ پروژه بريالۍ شوهمساپر دپښتونخوا له دنګو سيمو څخه مې دايف ايم راديو غږ د يوخوږ ژبي ملا له ستوني واوريد، خوږه ژبه يې وه، خداي شته چې ترجمې او ورسره تفسير يې خوند راکړ، راديو ته مې نور هم ځان ورنژدې کړ، ترپايه ورته دکور له ټولو غړو سره يوځاي غوږ ووم، ترجمه پاي ته ورسيده، مولانا صيب دوعاء وکړه داسې دوعا چې يوځانګړي کيف يې درلوده، شيبه وروسته مو پرې تبصرې پيل کړې، هر يو يې بيله بيله ستاينه کوله، خو زما پلار چې خپله هم خداي شته دبې شميره شاګردانو استاذ او داکوړه خټ
مرګ نه وېرېږم
مرګ نه وېرېږم ژباړه: اتل حصارکى پاسکال مشعلاني د عربي نړۍ يوه ښکلې او بريالۍ سندرغاړې ده چې نن سبا نه يواځې په منځني ختيځ بلکې په اسيا، اروپا او ان په امريکا کې هم له شمېره وتلي مينوال لري.نوموړې سره د سپېس په نامه امريکايي تلويزوني شبکې مرکه کړې ده، چې دادى تاسو درنو لوستونکو سره يې شريکوو. پوښتنه: په ١٩٩٩کال کې ته د لومړي ځل لپاره د قطر په کنسرت کې ښکاره شوې چې په سيميزو جامو کې دې محلي سندرې وويلې او د اورېدونکو له&n
فرهاد له کاره کور ته راغلى و
نن نه اته کاله وړاندې هغه مهال، چې ١٤ کلن وم او په يو ښونځي کې مې سبق لوسته؛ نو د اروا ښاد فرهاد سره اشنا شوم؛ خو دې نه يې نه وم خبر، چې دې تنکي فرهاد سره هم خپلې شېرينې د غره د سوري کولو شرط ايښى او دا يې دې ته مجبور کړى، چې د دورمې شپېلۍ را واخلي او په غرونو رغونو کې پرې د زړه ساندې وغږوي. تر دغه دمه مې فرهاد سره دومره راشه درشه نه وه، په همدغسې يوه ورځ رانه د ښونځي بس تللى و او زه د بل موټر په انتظار وم، زموږ د کور او ښونځي تر منځ دولس کيلو متره لار وه، زه د غځېدلي سرک په جۍ روان وم، چې شا
د ژوندانه نغمه
ټول غلي دي هېڅوک څه نه وايي، د ژوندانه نغمه غلې ده، په دغسې چوپه چوپتيا کې ذوقونه مري، فکرونه محوه کېږي، نشاط او خوښي لکه وحشي مرغه له انسانانو نه تښتي. زه غواړم د دغه سکوت طلسم مات کړم او خپله سرينده و غږوم. دا سرينده ما د عشق له هېواده او د بلبلو له کوره راوړې ده. زما د سريندې اواز ډېر خوږ دى. راشئ! کېنئ زما نغمې واورئ، زه نه غواړم، چې ارزوګانې مړې او زړونه ساړه وي. زه د احساساتو او جذباتو د ويښولو لپاره راغلى يم. دغه ده ما خپله سرينده راواخېسته او خپلې نغمې شروع کوم. اه... دا څه وش
امام مالک ( رح )
په دوهمه هجري پېړۍ کې به، چې څوک مسجد نبوي ته ننواته؛ نو د لوړ قد لرونکي سپين ږيري او ښايسته عالم سره به مخامخ کېده، شاګردانو به يې له ډېره هيبته سترګې په زمکه ښخې کړې وې او په هېڅ يو کې به دا توان نه و، چې پورته يې ور کتلى وى، دا لويه او درنه څټه حضرت امام مالک ( رح ) ؤ. امام مالک ( رح ) په ٩٣ هجري کال په مدينه منوره کې پيدا شوى د پلار نوم يې انس او نيکه يې هم مالک نومېده. د امام مالک نيکه د مشرانو تابعينو له جملې څخه ؤ، هغه د حضرت عمر( رض )، حضرت عثمان ( رض ) او حضرت عاېشې