افغانان د امريکايي سرتېرو د وتلو په هکله زړه نا زړه دي
که امريکايي ځواکونه د چا خوښېږي او يا يې بدې راځي، د ګوتو په شمېر خلک له هېواده د هغوي وتل غواړي.
آي ډبليو پي آر
په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالتونو د ځواکونو د شمېرې راټيټولو په هېواد کې د خلکو ژور متضاد غبرګونونه راپارولي دي.
افغانان له يوې خوا له تاريخي پلوه په خپله خاوره کې د بهرنيو ځواکونو په شتون خوښ نه دي، خو آن د نژدې شلو زرو امريکايي سرتېرو د کوچنۍ برخې په وتلو هم اندېښمن دي. دا خبره لا په ځانګړې توګه رښتيا ده، چې د ګوانتانامو په خليج کې له بنديانو څخه داښتنو پوښتنو پرمهال د تحقيق کوونکو له خوا د سپېڅلي قرآن د سپکاوي په اړه پروسږکال ډله ييزو رسنيو رپوټونه خپاره کړل.
په بګرام کې له بنديانو سره د ناوړه چال چلن رپوټونه او د امريکايي سرتېرو له خوا د طالبانو د جنګياليو د مړو د سوځولو په هکله د ويدويي فلم پراخه خپرېدا هم د سپکاوۍ سپرغۍ شيندلې دې.
يو زيات شمېر خلک له دې امله شکايت کوي، چې امريکايان ډېر مغرور دي او کله ناکله ناوړه چلن کوي. داسې سلوک او چال چلن د يو شمېر افغانانو په زړونو باندې هغومره اغېز نه کوي.
يو زيات شمېر خلک په دې خبره باندې پوهيږي، چې سوله په افغانستان کې ډېره نازکه ده. هغوي په دې سوچ دي، چې ګوندې واشنګټن د هغوي له هېواد سره نوره مينه نه لري. آيا د ناتو پراخ کړاي شوي ځواک، چې په پام کې ده د هېواد په سهيل کې د امنيت د ټينګولو مسووليت په غاړه واخلي، ددې دندې د سرته رسولو جوګه به وي او که نه.
د دسمبر په مياشت کې د امريکا د دفاع وزارت ددې خبرې پخلي وکړ، چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېره له 19000 څخه د 2500 هغو په ايستلو 16500 ته راټيټوي. په همدې وخت کې پنتاګون ويلي، چې په روان کال کې به ناتو افغانستان ته د 3000 برتانوي سرتېرو او 1200 هالنډي ځواکونو په ګډون 6000 سرتېرې واستوي.
يو شمېر خلک د سرتېرو په شمېرې کې ټيټوالي له افغانستان څخه د واشنګټن د وتلو پيلامه بولي.
د افغانستان د علومو د اکاډيمۍ غړي او سياسي څېړونکي حبيب الله رفع ګوته وڅنډله:((که يو ځل بيا امريکا افغانستان هير کړ او يايي کورنيو او يا بهرنيو شرمښانو ته پرېښود، چې په انتظار کې ورته ناست دي، نو دا به د افغان ولس لويه تېرايستنه وي.))
د افغانستان د راديو تلويزيون پخواني مشر او د پيام مجاهد د خپرونې چلوونکي عبدالحفظ منصور وويل:((که امريکا خپل سرتېرې وباسي، نو طالبان به ډېر ژر بېرته راشي او افغانستان به يو ځل بيا د پخوا په څېر د ترهګرو ځاله شي. دا به يوازې دافغانستان لپاره نه، بلکې د ټولې سيمې لپاره له خطر څخه ډک کار وي.))
منصور وايي، د امريکايانو ځاي ناستي نه شته. افغان ملي اردو لا تر اوسه د اړتيا وړ ظرفيت نه لري او د ناتو ځواکونه بيا له سره بل خېل دنده لري. هغه وايي:((ناتو د سولې او امنيت د ټينګښت دنده لري. هغوي د جګړې لپاره چمتووالي نه لري.))
منصور د يو زيات شمېر نورو خلکو اندېښنې راپورته کړې، چې د ناتو ځواکونه به د سوله ساتې ځواک په توګه ددې وړتيا ونه لري، چې په سهيل کې د مخ په زياتېدونکي بغاوت مخه ونيسي.
د افغانستنان پوځي کړۍ دا راز ډار له سره نه مني.
د افغانستان د دفاع وزير، جنرال رحيم وردګ وايي:((هغه سرتېري، چې د افغانستان په سهيل کې د امريکا تر مشرۍ لاندې د ايتلاف ځاي نيسي، د ايتلافي ځواکونو په پرتله غښتلي دي. زما باور دادي، چې هغوي به زيات اغېزمن وي.(د دندې سپارل) زموږ د اندېښنې لامل کېداي نه شي.))
د ايتلافي ځواکونو وياند، ډګروال لورانت فاکس هم ناتو ته د دندې د سپارلو ارزښت د اندېښنې وړ خبره ونه منله.
هغه وويل:((زه په دې اند يم، چې برتانوي سرتېري، هالنډي سرتېري او کاناډايي سرتېري زموږ په پرتله(په سهيل کې) زياته وړتيا ولري. هغوي کارونه په ډېره ښه توګه سرته رسوي او د برياليتوب اوږده مخينه لري.))
د ناتو نوي پوځ به رښتيا له يوې ننګونې سره مخامخ وي، هغسې چې د هالنډ په پارلمان کې پرې په پاي کې له موافقې دمخه تودې ناندرۍ ووهل شوې. توقع ده، چې هالنډي سرتېرې به د ارزګان په بې ثباته ولايت کې امنيت ټينګ کړي.
په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالتونو سفير، رونالد نيومن د دسمبر په وروسيتو کې په واشنګټن کې له اخباروالاوو سره په خبرو کې له ستونزو سره، په تېره بيا د ارزګان په څېر سيمو کې، د نويو سرتېرو د مخامخ کېدو خبره ومنله.
هغه وويل:((دا يقيني ده، چې دا د سولې ساتنې يو ماموريت نه دي. هغه مهال چې سړي له يو فعال بغاوت کوونکي ځواک سره مخامخ کيږي، هغې ته د سولې ساتنه نه وايي.))
خو فاکس په دې ټينګار کوي، مخ په زياتېدونکي بيا بيا بريدونه ددې نښه ده، چې ايتلافي ځواکونه د ګټلو په حال کې دي.
هغه وويل:((په ځانمرګي بريدونو او چاودنو کې زياتوالي راغلي دي. دا يا ددې نښه ده، چې(طالبان) غښتلي شوي او يا نهيلي شوي. زه په دې اند يم، چې هغوي نهيلي شوي.))
خو يو شمېر نور له دې خبرې سره موافق نه دي، وايي، د ځواکونو ايستل به ددې يوه نښه وي، چې طالبان او القاعده ډګر ګتي.
سياسي څېړونکي، محمد قسيم اخګر وايي:((د امريکا وتل د هغې د مخالفينو لپاره يو برياليتوب دي. دا ددې نښه ده، چې هغوي بايد خپله جګړه په مخکې يوسي.))
يو بل سياسي څېړونکي او د پيام د مياشتنۍ چلوونکي، فضل الرحمن اوريا وايي:((د امريکا له وتلو سره به سياسي، پوځي او اقتصادي ناتار ملګري وي.))
يو شمېر خلک په هېواد کې د مخ په زياتېدونکي تاوتريخوالي پړه د امريکا د متحده ايالتونو د تګلارې په ناسموالي اچوي.
رفيع وايي:((که چېرته امريکا د هېواد په سهيل او ختيځ کې په رښتينې توګه کار سرته رسولي واي، که چېرته هغوي د خلکو په ژوند کې ښه والي راوستي واي، نو زه په ډاډ ويلاي شم، چې دا جګړه به اوس نه واي. اوس به هيڅ ستونزه نه واي.))
داسې بريښي، چې زيات شمېر عادي افغانان له دې خبرې سره موافق دي.
په کابل کې يوه 40 کلنه ښوونکې، نفيسه وايي:((زه له امريکايانو څخه پوښتنه کوم، چې تاسو له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سولې د تامين لپاره راغلي ياست، ايا دا کار مو سر ته رسولي؟ که هو، نو ولې لا اوس هم په هېواد کې جګړه روانه ده؟ او که چېرته مو نه وي کړي، نو ولې(بېرته) درومئ؟))
نوموړې زياتوي:((که چيرته امريکايانو افغانستان هير کړ، نو هغوي به له ترهګرۍ سره په خپل کور، واشنګټن کې، جګړه وکړي.))
يو شمېر نور ټينګار کوي، چې د پوځ د يوې برخې لېږدونه په پټه ددې خبرې منل دي، چې د امريکا د متحده ايالتونو ځواکونو لا له پخوا څخه خپل هرکلي ليدلي دي.
اخګر وايي:((د امريکا حکومت يوازې دا غواړي، چې په افغانستان کې د امريکا په وړاندې احساسات چوپ او کرار کړي. هغوي غواړي د طالبانو پروپاګند ته غبرګون وښيي، چې وايي د هغوي سرتيري دلته د نيواک(اشغال) لپاره راغلي دي.))
د افغاني اردو يو پخواني ډګروال، غريب الله وايي، څومره چې ژر امريکايان له افغانستان څخه ووځي، هغومره ښه ده.
هغه وايي:((امريکايانو موږ ته د ګټې پرځاي تاوان راوړي. هغوي خپل غلام، پاکستان، زړور کړ، چې د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې په پلمه زموږ د خاورې يوه برخه ونيسي. په پاکستان باندې د بمبارۍ پر ځاي، چې د ترهګرو ځاله ده، هغوي زموږ کلي او بانډې بمبارد کړې او زيات شمېر بېګناه خلک يي ووژل.))
نوموړي وايي:((محکمې ته د جګړې د جنايتکارانو د راکش کولو پر ځاي يې هغوي زموږ د مظلوم ولس په سر حاکمان کړل. موږ د داسې ملګرو له لرلو بېزاره يو.))