په دوهمه هجري پېړۍ کې به، چې څوک مسجد نبوي ته ننواته؛ نو د لوړ قد لرونکي سپين ږيري او ښايسته عالم سره به مخامخ کېده، شاګردانو به يې له ډېره هيبته سترګې په زمکه ښخې کړې وې او په هېڅ يو کې به دا توان نه و، چې پورته يې ور کتلى وى، دا لويه او درنه څټه حضرت امام مالک ( رح ) ؤ. امام مالک ( رح ) په ٩٣ هجري کال په مدينه منوره کې پيدا شوى د پلار نوم يې انس او نيکه يې هم مالک نومېده. د امام مالک نيکه د مشرانو تابعينو له جملې څخه ؤ، هغه د حضرت عمر( رض )، حضرت عثمان ( رض ) او حضرت عاېشې ( رض ) نه احاديث او علم ياد کړى ؤ؛ نو په دې ډول امام مالک د يوې عالمې او ديندارې کورنۍ سره تړاو لاره. امام مالک قرانکريم په وړکتوب کې ياد کړ او بيا يې له خپلې کورنۍ نه د نورې زده کړې غوښتنه وکړه، کورنۍ يې غوښتنه ومنله؛ خو تر ټولو زياته پاملرنه يې ورته مور کوله. چې په دې اړه امام مالک وايي: مورته مې وويل غواړم علم زده کړم؛ نو مور مې راته ښکلې جامې واغوستې، لونګۍ يې راته وتړله او بيا يې راته وويل لاړ شه اوس علم زده کړه. ) امام مالک لومړى د رابعه ( رح ) نه د فقهې علم زده کړ، چې په مدينه منوره کې يې ښه نوم درلوده، وروسته بيا له ډېرو عالمانو سره کېناست؛ خو تل به ديو تکړه اوښه استاد په لټه کې ؤ. له څه مودې وروسته يې ځانته يو ښه تکړه استاد پيدا کړ، چې عبدالرحمن بن هرمز نومېده، امام مالک له نوموړي استاد نه ډېره زده کړه وکړه او تر ډېره يې ورسره ملګرتيا وکړه، امام مالک د خپل دې استاد په اړه وايي: ديارلس کاله د ابن هرمز په علمي حلقې کې پاتې شوم، څه مې، چې له هغې نه زده کړي هېچا ته مې نه دي افشا کړي، هغه د منحرفينو د نظرياتو په ردولو او د خلکو په اختلافاتو له هر چانه زيات پوه او عالم و.) امام مالک د احاديثو په راټولولو کې ډېر زحمت ويستى، هغه سره د خپلو استادانو قدر ؤ په يخنۍ او ګرمۍ کې به و روان و. همدغه ټکي ته اماملک صاحب هم اشاره کړې ده: نافع ( رح ) ته به په داسې وخت کې ورتلم، چې غرمه به وه، په لاره د ونې سيورى هم نه و، هلته به، چې لاړم د کور مخې ته به يې ناست وم کله به، چې هغه راووت؛ نو يوه شېبه به مې پرېښود، ما به غوښتل هغه ته دا وښايم، ګنې ما نه دى ليدلى، بيا به ورغلم سلام به مې ورته وکړ او نور به بيا غلى شوم، پوښتنه به مې ترې نه کوله، کله به، چې ښه ارام شو؛ نو ورته به مې وويل: حضرت عبدالله بن عمر ( رض ) په دې او دې اړه څه ويلي دي، هغه به بيا ځواب راکړ.) نافع د ابن عمر مرئي و او له هغه نه يې ډېر احاديث ياد کړي ؤ له پورتنۍ وينا نه معلومېږي، چې امام مالک علم په څومره ګرانه ياد کړى و او د استاد له عوسې نه يې څنګه ځان ساتلى و، هغه به، چې کله استاد سره مخ شو؛ نو اول به يې سلام وکړ بيا به چوپ پاتې شو او ښه په مناسب وخت کې به يې ترېنه پوښتنه کوله. امام مالک به هره ورځ د پېغمبر ( ص ) احاديث ا د اصحابو فتواګانې زده کولې او ليکلې، هغه به د احاديثو په راټولولو کې ډېر پام کاوه، مستند احاديث به يې راټولول او له ضعيفو احاديثو نه به يې ډډه کوله. امام مالک د اصحابو په فتواګانو بسنه ونه کړه بلکې ټول هغه علوم يې زده کړل، چې اسلام پورې يې اړه درلوده. علماؤ د امام مالک د استادانو شمېر سل کسه ښودلى؛ خو د يو بل پوه او عالم زرقاني په ويناد امام مالک د استادانو شمېر څه باندې ٩٠٠ تنو ته رسېده او يو پکې امام جعفر ( رح ) و، چې د نوموړي په اړه امام مالک وايي: زه به جعفر بن محمد ته ورتلم هغه ډېر د ښه طبيعت خاوند ؤ، د هغه په مخکې به، چې د پېغمبر ( ص ) نوم ياد شو؛ نو رنګ به يې تغير وکړ، زه به، چې ورسرکله مخ شوم؛ نو هغه به يا په لمانځه ولاړ ؤ، يا به روژه ؤ او يا به يې د قرانکريم تلاوت کولو، هغه به هېڅکله بې ځايه خبرې نه کولې، هغه له نېکانو او عابدانو خلکو څخه ؤ، هر کله به، چې ورغلم خپله تکيه به يې ماته ايښوده. ) لنډه دا، چې امام مالک ډېره زده کړه وکړه او د علم له حاصلولو وروسته يې له استادانو او نورو علماو څخه مشوره وْغوښته، چې څه وکړي، ټولو علماؤ ورته وويل: ته بايد خلکو ته د مسائيلو په روښانه کولو کې فتوى ورکړې او همدارنګه بايد نور شاګردان وروزې. ) علامه ذهبي وايي، چې امام مالک په يويشت کلنې کې په تدريس شروع وکړه. امام مالک د درس ورکولو لپاره مسجدنبوي وټاکه، په نوموړي مسجد کې يې د حضرت عمر ( رض ) د ناستې ځاى غوره کړاو د خپلې استوګنې لپاره يې هغه کور او خونه خوښه کړې وه، چې عبدالله بن مسعود ( رض ) به پکې اوسېده، دا کار يې ددې لپاره کړى ؤ؛ چې د هغې اثر پرې پرېوځي. د امام د درس مجلسونه دوه ؤ، يو يې د حديثو بيانولو او بل يې د فتوى ورکولو لپاره ځانګړى شوى ؤ. د امام مالک د درس د کړنلارې په اړه د هغه يو شاګرد وايي: کله، چې درس د هغه کور ته نقل شو؛ نو خلک به بيا د هغه کور ته ورتلل، د دروازې په وهلو به يوه توره جلۍ راتله او له ولاړو خلکو نه به يې پوښتنه کوله، چې تاسې احاديث غواړئ که نورې مسئلې مو راوړي، که ولاړو خلکو به وويل، چې مسئلې مو راوړي؛ نو سملاسي به ورته امام مالک راوته او که ولاړو خلکو به احاديث غوښته؛ نوهغه به غسل وکړ جامې به يې واچولې لنګۍ به يې وتړله خوشبويي به يې ولګوله بيا به له دې کارونو نه وروسته را و وته او خلکو ته به يې احاديث بيان کړه. ) داسې روايات هم شته، چې وايي د امام مالک د کور مخې ته به دومره پوښتونکي ولاړ ؤ، چې فکر به کېده دا دکوم حاکم کور دى. امام مالک احاديثو ته دومره درناوى درلوده، چې په ولاړه به يې احاديث نه بيانول او نه به يې په ولاړه ليکل، هغه به له خپلو شاګردانو سره د ملګرتيا په چوکاټ کې وخت تېرولو؛ خو د تدريس په وخت کې به يې حالات بل ډول ؤ، د هغه شاګردان وايي: استاد به موږ سره ډېر ښه چلند کاوه؛ خو کله به يې، چې درس شروع کړ؛ نو له خبرو او اواز نه به يې موږ دومره وېرېدو، چې ويل به مو هېڅ مو نه پېژني. امام مالک ٥٠ کاله د احاديثو درس ورکړ؛ خو هېچا هم د درس په وخت کې په خندا نه دى ليدلى. امام مالک صاحب د ډېر هيبت او وقار خاوند ؤ، د مدينې والي او د هغه وخت نورو اميرانو به يې په مخ کې له وېرې خبره نه شوه کولى، هغه به، چې په کومه غونډه کې ناست ؤ؛ نو لويو لويو چارواکو ته به ځانونه واړه ښکارېدل. وايي يوه ورځ د هغه وخت امير امام مالک يوې غونډې ته وغوښته، په غونډه کې زيات خلک را غونډ شوي ؤ او نور پکې د يو کس د کېناستو ځاى هم نه ؤ، کله، چې امام راغى خلک سره وخوځېدل، ټولو لاره ورکړه امام وړاندې لاړاو خليفه ته ورسېد، خليفه هم له ځايه پورته شو او دې درانه امام ته يې ځاى ورکړ. د نوموړي د روب، داب او وقار په اړه امام شافعي ( رح ) وايي: د مکې امير ته ولاړم، هغه زموږ له اهل نه ؤ، له هغه نه مې د مدينې په والي خط واخېسته،په خط کې دمدينې والي ته کښل شوي ؤ ( د خط در وړونکى امام مالک ( رح ) سره مخ کړه ) کله، چې د مدينې والي ته ورسېدم خط مې ورکړ، هغه د خط له لوستلو وروسته وويل: ( له دې ځاى نه راته مکې ته پلى تګ اسانه دى مګر له امام صيب سره ملاقات راته ترېنه ډېر سخت دى. ) هغه اخر مجبور شو او په نه زړه راسره روان شو، کله، چې د امام مالک کور ته ورسېدو يو سپاهي دروازه وډبوله، څو شېبې وروسته يوه جنۍ را و وته، له موږ نه يې پوښتنه وکړه، چې څوک مو پکار دى؟ ورته وويل شو، چې ورشه بادار ته دې ووايه د مدينې والي راغلى او غواړي له تاسې سره وګوري، هغه لاړه او له لږ ځنډ وروسته بيا راغله او ويې ويل: بادار مې سلام وايه او راته يې وويل، چې که کومه مسئله يې راوړي وي په کاغذ يې وليکه ځواب به يې در کړ شي، او که د حديثو لپاره راغلى يې؛ نو بيا په هغه ورځ راشه په کومه ورځ، چې نور خلک راځي. والې هغه تور پوستې جنۍ ته ور لنډ شو او ورته يې وويل: بادار ته دې ووايه، چې والې اميرالمؤ منين د يو مهم کار لپاره رالېږلى، هغه بيا لاړه، چې بېرته راوته؛ نو يوه چوکۍ يې را خېستې وه ورپسې امام مالک په ډېر وقار را و وته، والي په داسې حال کې، چې له وېرې رپېده امام ته يې د امير خط وړاندې کړ، امام صيب خط له ليدلو وروسته وغورځولو او ويې ويل: ( سبحان الله اوس د پېغمبر علم په واسطو غوښتل کېږي، په دغه وخت کې والي له وېرې غلى ؤ، هېڅ خبره يې له خولې نه را وته، زه وروړاندې شوم او ورته مې وويل، چې زه د خليفه له کورنۍ څخه يم، ځکه يې خط راکړ،هغه راته وکتل او ويې ويل: دلته د پېعمبر د حديثو په اورېدو کوم بنديز نشته هر څوک کولاى شي، چې راشي او احاديث واوري. ) کله به، چې د حج د فريضې د اداکولو وخت را نېږدې شو؛ نو خلک به د ور پيداشؤ پوښتنو د حل لپاره د امام کور ته راتله ؛ خو د امام کور دومره لوى نه و، چې ټول پوښتونکي په يو وار ورشي،په دې اړه حسن بن ربيع وايې: يو کال د حج په موسم کې زه د هغه سلګونو خلکو په يوه ګوښه کې ولاړ وم، چې امام مالک ( رح ) ته يې مسائل راوړي ؤ او د امام د کور مخې ته ولاړ ؤ، د هغه د کور په دروازه کې يو سړى ولاړ ؤ او داسې غږ به يې کولو، چې د حجاز خلک دې راشي، په دغه غږ باندې به يواځې د حجاز خلک ور ننواته،بيابه يې غږ کړ، چې د شام خلک دې راشي، په اخره کې يې وويل، چې د عراق خلک دې را ننوځي؛ نو د عراق په خلکو کې زه ورو ستى سړى وم، چې د امام مالک صيب کور ته ننوتم، ماسره حماد د امام ابو حنيفه زوئ هم ملګرى ؤ.) امام مالک(رح ) به د فتوې په ورکولو کې له ډېر احتياط نه کار اخېسته، چې په اړه يې ابن الحکيم وايي: له هغه به،چې د کومې مسئلې په اړه پوښتنه وشوه؛ نو پوښتونکي ته به يې ويل ته اوس لاړ شه زه به پکې فکر وکړم، بيا به يې ځواب درکړم. ) امام مالک له نورو عالمانو سره بحث او مناظره نه خوښوله، دهغه دا نظر و، چې عالمان بايد په خپلو کې بحث او مناظره و نه کړي ځکه، چې له امله يې د عالمانو په زړونو کې يو بل ته کينه را ولاړېږي او هغه درنښت، چې عالمان يې يو بل ته لري له منځه ځي. يو ځل هارون رشيد له امام مالک نه و غوښتل، چې امام ابو يوسف سره مناظره وکړي؛ خو امام ورته وويل: علم وسله نه ده، چې موږ پرې يو بل له منځه يوسو او نه علم د جنګ لپاره دى لکه نور څاروي او چرګان، چې د جنګ لپاره روزل کېږي. کله، چې امام مالک بيمار شو؛ نو د ناروغۍ له امله يې درس کور ته انتقال کړ او مسجد نبوي يې پرېښود، هغه په خپله ناروغتيا هېڅوک خبر نه کړل، د ناروغۍ په وروستيو شپو کې ترې د جمعې لمونح هم پاتې شواو بلاخره يې په ١٩٧ هجري کال کې د٨٦ کلونو په عمر له دې نيمګړې نړې نه سترګې پټې کړې. د امام مالک علم دريابي بڼه لرله، د هغه د علم، ژوند او شخصيت په اړه نور عالمان او پوهان بېلابېل نظرونه لري، شا ولي الله ( رح ) وايي: امام مالک د مدينې په خلکو کې د رسول الله ( ص ) د احاديثو په روايت کولو کې له بل هر چا وړاندې و او د اسنادو له پلوه ډېر ثابت او دمنلو وړ و، هغه د حضرت عمر ( رض ) په قضيو او فيصلو، د عبدالله بن عمر، حضرت عايشې ( رض ) او نورو اصحابو په نظرياتو ښه عالم و، د هغه په واسطه د روايت علم او فتوې ورکولو لپاره لاره اواره شوه. ) امام شافعي د خپل استاد امام مالک په اړه وايي، چې په احاديثو کې امام مالک ځلانده ستورى دى. نوموړى زياتوي: کله، چې د عالمانو صفت کېږي؛ نو امام مالک پکې د ستوري په څېر ځلېږي. ) عبدالرحمن بن مهدي وايي: امام مالک په فقهې او احاديثو کې زيات پوه و. ) مشهور محدث يحى بن سعيد وايي: د امام غوندې صحيح احاديث بل څوک نه شي بيانولى. ) امام بخاري وايې: تر ټولو غوره او د منلو وړ احاديث هغه دي، چې امام له نافع او نافع له عبدالله بن عمر نه را نقل کړي وي. ) لوى محدث امام نسايي ( رح ) د امام مالک په اړه وايي: زما په نظر له تابعينو را وروسته د امام مالک نه لوى شخصيت نه دى تېر شوى. ) ابن حبان وايې: امام مالک تل صحيح او باوري احاديث روايت کړي هغه به هڅه کوله، چې دراويانو له قوي او غښتلې ډلې څخه احاديث واخلي. ) امام شافعي د پورته خبرې پر بنا وايي: د هغه به، چې په کوم حديث شک پيدا شو هغه به يې پرېښوده. ) د امام مالک نه وړاندې چا د احاديثو کتاب نه دى ليکلى هغه په خپل لاس يو لک احاديث ليکلي، امام لک ته د هغه وخت اميرالمؤ منين هارون رشيد وويل، چې کتاب به يې په دومره لوړ تېراژ خپور کړي، چې د قران په څېر به عام شي او د هر سړي لاس ته به ور ورسېږي؛ خو امام مالک د دې کار ممانعت وکړ. امام مالک شپږ کتابونه لري، چې تر ټولو مشهور کتاب يې الموطا دى او په مدينه کې د هغه وخت ٧٠ فقهاوو تائيد کړى، په دې کتاب کې احاديث او نور فقهي مسائل راټول شوي. اخځليکونه: ١: مشکوت، اسمآء لرجال ٢:الموطا، امام مالک ٣: اسلام د مذهبونو تاريخ، پوهاند اسدالله شينوارى ( ژباړه ) ٤: محدثين عظام اور ان کې کتابو کا تعارف، شيخ الحديث مولانا سليم الله خان