رڼا
تيــــــارې بــــــه تښتی چـــــې رڼــــا راغله
چـــــې فـــــاطمـــــه مې په دنيـــــا راغــلـه
هيـــلــه ده لاړ بــــه ټول غمونه مـــې شی
چـــــې مــې د خـــــوږ زړګی دوا راغـــلـــه
دا د اســــــــــلام او د پښتــــــو اثـــــر دی
چې دا په کور کښې مې ښکلا راغــــله
نبی(ع) فـــرمائی لور رحــــمت دے د رب
دا لـــــــه رحـــمت ډکـــــــه هـــــــوا راغـــــلــه
اسلام نه مخکښې لور پېغور غوندې ؤ
د خداے رحمت شو چــې زهرا(ع) راغـلــه
دا کائنـــــات واړه تســــلـــيم شو ورتــــــــــه
چې خــوږه لــور د مصطــفی(ص) راغلــه
شــــــوه نـــمونــــه د دنيــــــا ښځــــــــو لــــــــره
کلــــه مېرمـــــن د مــــرتضی(ع) راغـــــلــــه
چـــــې مـــې رڼــــــا هم تــــــرې رڼا واخـــــــلی
د شـــــاهين خـــــولې تــــه دا دعا راغــــلــــه
بيــا يې جـــرات زۀ د زېنب(ع) غــواړمــه
کــــــه يې په ژوند کښې کـــــــــربلا راغـلـه