غنم په وږو کې له تندې وسول
په هغه کال کوکنار ږلۍ ووهل
د باغ انارو خو هېڅ ګل ونه که
انګور په مني کې سيلۍ ووهل

کلي کې هېڅ شی هم ورپاتې نه و
د تورو غرونو شمله ور زلمي ته
حالاتو ټولې لارې وتړلې
د اتڼو يو څڼور زلمي ته

خپلې زړې جامې يې غوټه کړلې
ويل يې چېرې په خوارۍ پسې ځم
تر لوی اختر پورې  به بېرته راشم
اوس يوه ښار ته مزدورۍ پسې ځم

کشرۍ خور يې پر تندي ښکل کړه
وي، د ابا به احترام ساتې
مېږو ته هم په وخت اوبه ورکوه
د کور په غوا باندې به پام ساتې

خو اختر راغی، له اختره  وروسته
د ادی کلو پسې کلونه تېر شول
په هغه غره، په هغه شين کلي کې
هسې لسګونه اخترونه تېر شول.

خود ښکلا ماښامونو مين
د دنګو دنګو چينارونو مين
کلي ته بېرته  راونه ګرځيده
د مازيګر د بنډارونو مين

او لا تراوسه د پردو ښارونو
د محلونو ودانۍ جوړوي
او د پردي اسمان تر سيوري لاندې
پردو خوبونو ته ماڼۍ جوړوي

د بل وطن په څراغونو کې ورک
ځان ته حيران وي چې خپل ځان ته ګوري
لکه ګړنګ ته ورلويدلی غرڅه
چې زړه يې تنګ شي نو اسمان ته ګوري

هر مازيګر يې يو خومار اخلي
د غره چينه يې لکه بنګ يادېږي
د شور ماشور پردي وطن کې ورته
د خپل جومات د اذان ګړنګ يادېږي

په ګودرونو پسې مړ مړ دی
ورته د شنو بنګړيو شرنګ يادېږي
زړه يې  ټپې غواړي، رباب غواړي
ورته زيارت ورته ملنګ يادېږي

له اووسيندونو، غرونو پورې اوسي
په زړه کې غلی يو ارمان لمانځي
چې هره شپه په خوب کې رود وګوري
سهار د اوښکو په باران لمانځي


۲۰۰۷ سيپتمبر ۲۲ پراګ