په شا مې له دې پورې غره سيتار راوړی و
يو پنډ مې د ټپو په ټوله لار راوړی و
تر ډېره مې په ياد دبنګړو شرنګ د ملنګ بنګ وو
په سترګو کې مې ټول خومار، خومار راوړی و
دا نن چې يوه ښکلې وه خزان ، خزان روانه
پرون سيند يو زلمی لکه بهار راواړی و
دا څومره قامتونه دغې سپينې جامې ړنګ کړل !
دې پير خو په لستوڼي کې ښامار راوړی و
د ښار د ښايستونو مازيګر به په کې ورک شو
لېموکې مې چينه، چيلم، چينار راوړی و
چې ځم لاس پر سينه وړم له يو مات زړه سره درومم
يو روغ زړه مې له کلي نه تر ښار راوړی و .
۲۰۰۷ سيپتمبر ۱ ، پراګ
22.09.2007
- wiar
کله ناکله ست د جام کوه په تا مئین یم پر ما پام کوه
د رقیب مخکې راله مه وايه څه بس زما دومره احترام کوه
په پښتنو کې به داسې څوک نه وي پاتې چې لږ تر لږه د سیف الرحمن سلېم د خوږو غزلونو یو یا دوه بیته یې نه وي په یاد . خو داسې کسان به ډېر کم وي چې خپله ددې خوږو غزلونو پنځوونکی یې پېژانده او یا یې په اړه څه اورېدلې وي . هغه لکه غزلونه چې یې د ګوتو په شمېر خو په په تول پوره دي . له همداسې ګوتو په شمېر کسانو سره یې ناسته ولاړه درلوده . د شهرت تږی نه و او شعر یې ېوازې ددې ل...
23.09.2007
- wiar
غنم په وږو کې له تندې وسول په هغه کال کوکنار ږلۍ ووهل د باغ انارو خو هېڅ ګل ونه که انګور په مني کې سيلۍ ووهل
کلي کې هېڅ شی هم ورپاتې نه و د تورو غرونو شمله ور زلمي ته حالاتو ټولې لارې وتړلې د اتڼو يو څڼور زلمي ته...