په پورته انځور کې ارمان ليونی وينی چې دا نظم ورته ډالۍ شوی دی

 

  اهدا : ارمان لیوني ته ،چې تل رانه د نوي شعر غوښتنه کوي او کله یې هم غوښتنه نشم پر ځای کولی .

سندرماره لیونیه ( حمید شجاع)

سندرماره لیونیه
تل سندرې رانه غواړې
زه له ځانه مرور یم
ته خبرې رانه غواړې
هسې نه خوله دې ترخه شي
چې شکرې رانه غواړې
ـ ـ ـ
سندرماره لیونیه
راته ګورې نه چې ړنګ یم
خپلې ورکې پسې ګرځم
له هر چا سره په جنګ یم
پټ له ځانه سره ژاړم
د پردیس ماښام په رنګ یم
ـ ـ ـ
سندرماره لیونیه
زړه مې ډک دی سترګې وچې
چې مې خیال کې جوړولې
هاماڼۍ مې خچې پچې
ښاپیرۍ مې رانه ورکه
دسندرو چینې وچې
ـ ـ ـ
ځمه لاره پسې ګورم
د چا پل به راپیداکړم
د کاروان*لمن به نیسم
او غزل به راپیدا کړم
پرهرونه په ټکور کړم
یو درمل*به راپیدا کړم
ـ ـ ـ
لا مې زړه له هیلو ډک دی
لا ارمان* لرم ملګریه
د سندرو د سرونو
کهکشان لرم ملګریه
یوباغي شاعر د غرونو
دنګ جلان * لرم ملګریه
ـ ـ ـ
نو لږ وار به راته وکړې
چې خپل ځان سره پخلا شم
غیږه ډکه کړم له ستورو
له اسمان سره پخلا شم
چې له خپله بنده وځم
او جهان سره پخلا شم
ـ ـ ـ
دا بې مینې زمانه به
د الفت په ژبه پوی کړم
دا د زړه ماشوم بلبل به
د خپل زړه په وینه لوی کړم
بیا سندرې رانه غواړه
چې یې لپه کې درتوی کړم
**
۲۰۰۶ / ۱۰ / ۷
پیښور -حیات آباد